سيمه ايز خلګ وايي برايي د شپې پر ١٢ بجو د ميدان ودرګو ولايت دبندچك ولسوالۍ پر څوكليو د بهرنيو ځواكونو لخوا چاپه وهل شوې ده.
داچاپه دبمبايي، علي همت، اله خيل، مدو، رشيدانو، سني خيلو او نورو نيژدې كليو کي د ډيرو بهرنيو اوافغان ځواكونو له خوا پر شاوخوا ٢٠ کليو باندي وهل شوې ده او تر نن غرمي پوري يې لا دوام درلودئ.
سيمه ايز خلګ وايي بهرنيانو دوو موټرونو ته هم اور اچول شوى دئ، چي لوګي يې له ډېره ليري ځايه معلومېږي، د مرګ ژوبلي په هکله يې تر اوسه کره معلومات نشته، خو ځايي خلګ وايي بهرنيو ځواکونو درې کسه وژلي هم دي.