دانړۍ دټول بشریوکورنۍغوندی جوړښت دي
ژوندوټولوته یو ډول یومفهوم اویوارزښت دي
دنژاد،دوداوشکلونواختلاف یی میراثی وي
تانسته یی دهربافت په یوه شان لکه دپښت دي
دتمدن په لوزانګو کی رالوییږی پرمخ درومی
هم غم اوهم ښادۍکی ددوی یوډول خوځښت دي
انسانان دهر هیواد داسی تړلی او نژدی سو ل
ږغ یی هرګړي رسیږی د اوږده وا ټن کمښت دي
لوی خنډونه دمنځ ولاړه دیوالونه راچپه سول
بشري ژوندون یوسوی داحاصل ددوی دکښت دي
چه طوفان داټولی لوړی په طاقت کړلي هواری
ټولوخلګووموندل چه ددوی یو ډول لویښت دي
زنځیرونه ټول ماتیږی دشناخت مخه نیوای نسی
انسان طبع کی ازاددی دایی خوی دپیدایښت دي
تمدن چه کوم خوندونه په نړ ۍ کی ایجاد کړي
د بشر د زیار ثمر او د همدوی د کار نوښت دي
دخونخوارو ارادو قبرستان جوړدي په جهان کی
د بشر جمعی ارمان ته احترام د«هاوند» زښت
کراچی(25-6-2010)