په دي اختر کي به مزه د څه و ي
چې دجومات په دايره کې لا هم
دځوانمرګو زلمکوځوانانو
د پتارۍ اوبه دي ډنډ ولاړې
په دې اختر کې مزه څنګه وي
چې مو دکلي اته ، لس پېغلوټې
دعرفې د ورځ درنې چاودنې
دکونډتوب سيوري ته کينولې
په دې اختر کې به کړو خاورې مزې
خبردکلي له زلمونه لرۍ
ګردنۍ ډکې له کاړتوسو ګرځي
پاس په اسمان کې برګ وزرې غصه
له بمو ډکې دمنحوسو ګرځې
خدايه اختر مو اختر پاتي نه دى
دکربلا غوندي سلګونه پېښې
زموږ په ښار زموږ په کليو باندې
د اژدها غوندي را پرېوتلې
خدايه بې وسه يو دعا مو واخله
رانه دجنګ تورې بلاوې واخله
چې بيا اختر دې په ډولونو لمانځو
د خوښۍ ورځې مو کړې بيرته نصيب
چې يې په مستو اتڼونو لمانځو