کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ژورنالیزم دوه اللهي اخلاقي کودونه

د ژورنالیزم دوه اللهي اخلاقي کودونه


 


 


ژورنالسټ، لیکوال، د قلم څښتن، شنونکی، سیاسي کارپوه او ریپورټر هغه کلمې دی چې کله کله د یو بل پرځای استعمالېږي. هغه ټکی چې په ټولوکې ګډ دی هغه لیک، لوست او علم دی. ددې اهمیت او ارزښت همدومره بس دي چې د اسلام ددین بنسټ په (اقرا-ولوله) اېښودل شویدی او زما او ستا او د ټولو کایناتو پیداکوونکې (په قلم او هغه څه چې لیکي قسم خوړلی دی). همدارنګه د ولسواک نظام بریالیتوب په پوه وګړي او د بیان، فکر او قلم په ازادۍ کې نغښتي دی.
دافغانستان د اوسنې نظام لویه لاسته راوړنه داده چې واک ته د رسېدو لپاره ولس ته مراجعه کېږی او له رايي څخه کار اخیستل کېږي نه دزور، کودتا او انحصاري لارو څخه. د راېې اهمیت او استعمال هم په پوهه او باشعوره وګړې پورې کلک تړاو لري، ځکه هغه د خپلې رايي په زور او ارزښت پوهه وي. څومره ستر او دروند دی دا مسوولیت!


دهمدې دروند اوستر مسوولیت په مسوولانه ډول د ترسره کولو او تنظیم لپاره د لیکوالانو او ژورنالسټانو ټولنې جوړې شویدي او هرې ټولنې خپلو غړو ته اخلاقې کودونه ټاکل دي. زه چې د جنوبي اسیا د ازادو ژورنالسټانو د ټولنې (سفما) مشر وم له نورو ګڼو افغانې ټولنو سره مو په ګډه د افغانستان د ژورنالسټانو لپاره د اخلاقی کودونو د ټاکلو لپاره پرلپسې هڅې کولي. د نړۍ او افغانستان رسنۍ او د ژورنالسټانو د دفاع ټولنې د خپلو کارکوونکو لپاره اکثرا مشابه او یا په یوڅه توپیر اخلاقی کودونه لري لکه د سفما ټولنه؛ د ژورنالسټانو د دفاع کمیټه؛ سي، این، این؛ بي، بي، سي؛ انټرنیوز؛  اې، بي، سي، امریکا غږ، ازادۍ راډیو او … نور د خپلو غړو لپاره اخلاقی کودونه (Codes of ethics)، یا (Ethics of Journalism) لری، ترڅو ددوي کارکوونکی او غړي مسوولانه او عادلانه چلند  خپل او ریپورټ ورکړي. په ریپورټ کې ژورنالسټان له دې څخه منع شویدي، چې خپل نظر څرګند کړي، ترڅو د چا طرف ونه نیول شی، مثلاٌ: د ازادۍ راډیو شعار (Slogan) دادی چې (خبر زموږ او قضاوت ستاسو ـ ګذارش از ما، قضاوت از شما).


زما د تجربې پر اساس او په ځانګړي ډول اوس چې افغاني ژورنالیزم لا د خپل بشپړ بلوغ په لور مزل کوي، دوه اساسې ستونزې لري:


۱: زموږ ژورنالسټان اوس هم ډیری ځلي په اوازو (Rumors)، تبلیغاتو او پروپاګند (Propaganda) او فرضیو (Assumptions) ولاړ ریپورټونه ورکوي او لیکوالان او سیاسی کارپوهان مو پر همدې بنسټ تبصري کوي او یا لیکنی لیکي او ډیری ځلې ژورنالسټان خپل قضاوت (Judgment) کوي.


۲: زموږ ژورنالسټان او لیکوالان دداسې ټولنې محصول (Product)  دي چې هغه د جګړي، ویرې، تهدید او فشار نه د راوتو په حال کې ده او تر اوسه ډیري ژورنالسټان منفي پرمختګونو (Negative Developments) ته لومړیتوب ورکوي. د منفی یا Pessimist چلند دوه اساسی علتونه دي: الف):  دجنګ، ویري، تهدید، فقر او غربت موجودیت، ځکه دا عوامل انساني ذهنیت تل په منفې لور سوق کوی. کله چې یو وګړی، کور او ټولنه له درې میاشتو زیات په پرلپسي ډول له خطرناکو ستونزو او تشویشونو سره مخ وي، دهغې ذهنیت په منفي یا تیاره اړخ اموخته کېږي، دا په داسې حال کې چې زموږ وګړي او ټولنه له ۳۰ کلنو زیات له سختو او ناوړه ستونزو سره مخامخ ده او دا ډول ستونزې انسانانو ته د خفګان (Depression) مرض پیدا کوي او ددې مرض لوېې نخښې (Symptoms) منفي ګراتوب او د موضوعاتو تیاره اړخ ته متوجه کېدل او مثبت اړخ له نظره غورځول یا نه درک کول دی. دا ډول حالتونه ټولنه شکاکه او له واهمې (Phobia) ډکه اموخته کوی. ب): د رسنیو انتفاعي او تجارتي مجبوریت (Business Driven Reports). په انګلیسې ژبه کې یو قول دی چې وایی: What bleeds that leads) د کومې پېښې نه چې د ویني بوي راځئ، هغه د ژورنالسټانو لپاره سرخط (Headline) جوړوي.


دپورته دوه اساسي ستونزو لپاره غواړم دوه اسمانی او اللهې اخلاقی کودونو ته اشاره وکړم:


لومړی: الله جل جلاله فرمايي: (… ان جاکم فاسق بنبا فتبینوا، ان تصیبوا قوما بجهاله فتصبحوا علی ما فعلتم نادمین). ژباړه: کله چې تاسو ته یو فاسق هر ډول خبر راوړي، نو پکې څېړنه او پلټنه وکړي، (که چېرې دا کار ونه کړي)، نو یو قوم، ولس او ‌ډلې ته به په ناپوهې سره زیان ورسوی او بیا به په هِغه څه چې مو وکړل، پښېمانه شئ. په دې آیت کې الله جل جلاله د یوه خبر په اوریدو سره له سمدستي خپرولو او منلو ممانعت کړیدي، او له څېړنې/پلټنې مخکې هرې خبري ته فسق او هر خبر ورکوونکي ته فاسق ویل شویدی. او په پټو سترګو، د تبلیغاتو، اوازو او فرضیو پر بنسټ د خبرونو د خپرولو دوه عمده ناوړه نتایج يي هم بیان کړیدي. یو داچې په داسې خبرونو سره به یو قوم او ولس ته په جهالت او ناپوهې (یعني له څېړني پرته د خبرونو خپرول جهالت او ناپوهی ده) زیان ورسوی او بل داچې په جهالت او ناپوهې سره د خبرونو د خپرولو او یوه قوم ته په زیان رسولو به بیا پښیمان شي، ځکه چې هماغه قوم شاید داسې ناوړه غبرګون وښيي چې بیابه ورته ټول حیران یاست. نو ددې په خاطر چې دداسي ناوړه فسق، جهالت او ندامت مخه مو نیولې وي، همېشه چې کومه خبره اورې په هغې کې څېړنه کوي. د څېړنې اصول دا دي چې الف: په یوه منبع به اتکا نه کوي، ب: فاکتونه او حقایق به را ټولوي، ج: معلومات به توحیدوی، د: معلومات به تحلیل او تجزیه کوي، عوامل او انګیزې به یي په نخښه کوي، هـ: بالاخره به يي نشروي. د مسلکې ژورنالسټانو د ټولنې (Society for Professional Journalists)، لومړی اخلاقي کود دا ډول دی: (Seek Truth and Report It) یاني چې ريښتیا و لټوي او بیايي ریپورټ کړی. تر همدې کود لاندې لیکې چې:  له ټولو منابعو سره د معلوماتو صحت او سقم امتحان کړي، ترڅو اشتباه او غلطي ونشی او د معلوماتو قصدي لاسونه په هیڅ حالت کې د منلو وړ نده.  د نیویارک ټایمز د کمپنی په اخلاقی کودونو کې لیکي چې: Protect our Neutrality باید ددوي کارکوونکي بې طرفه و اوسي. همدارنګه ویکپیډیا کې لومړي اخلاقي کود ((Accuracy and standards for factual reporting یاني صحت او د حقایقو معیاري ګذارش ورکول دی. د ژورنالسټانو ملې ټولنه د خپلو ۱۴ اخلاقې کودونو له ډلې دریم اخلاقي کود په دې ډول لیکي:  ژورنالسټ باید هڅه وکړي چې هغه معلومات چې نوموړي يې خپروي، باید عادلانه او سم وي، حقایقو کې لاسوهنه ونکړي، خپل نظر او خپلې انګیرنې پکښې شاملې نکړي او معلومات په ناسمه بڼه وړاندې نکړي. په لنډ ډول هرې ټولنې او موسسې خپل لومړني اخلاقي کود پلټنه او څېړنه ټاکلي ده.


بدبختانه زه چې کله ځيني ویبپانې او رسنې ګورم، یا يي لولم او یا د ځینو ژورنالسټانو لیکنی لولم، تاسو باور وکړي چې مطلق په تعصب، فرضیو، شخصي عقدو او اصلا له ځانه جوړې شوي او غیر مسوولانه او غیر عادلانه وي، چې په داسې کولو سره موږ د ژورنالیزم، اسلامیت، انسانیت او اخلاقو سره زیاتي کوو او تر ټولو مهم د یوه مسلمان افغان په حیث د قرآن ددې حکم چې په خبرو کې څېړنه او پلټنه وکړي، سرغړونه او بغاوت کوو.


دوهم: الله جل جلاله فرمايي: (فبشر عبادی الذین یستمعون القول فیتبعون احسنه). هغه بنده ګانو ته چې خبره اورې نو د غوره (مثبتو) خبرو پیروي کوي او نشروي، زیری ورکړي. په دې آیت شریف کې د مثبت ګرايي (Optimism) خپلولو ته اشاره شویده. دلته یوه باریکې موجوده ده. بنده ګان او انسانان به ښې او بدې، منفې او مثبتې دواړه خبرې اورې، اما غوره ټکی دادی چې دوي مثبتی خبري خپلې کړی او هغه خپرې کړی.  څنګه چې ما پورته اشاره وکړه چې زموږ د ژورنالسټانو، لیکوالانو ذهني او ټولنیز مجبوریت او ددوي انتفاعی او تجارتي مجبوریت دوي دې ته هڅوي چې حتي که منفي خبري نه وي هم، باید پیدا یې کړي ترڅو ځانته مارکیټ پیدا کړي. اما د یو مسوول ژورنالسټ او لیکوال لپاره اللهي امر دادی چې باید مثبت ټکي نشر ته وسپاري.  دا ډېر ستر اللهی او ستر اخلاقی کود دي چې د ژورنالسټانو او لیکوالانو لپاره یې ټاکي او ددې اهمیت په داسې ټولنه کې چې نوی يي جنګ لیدلي وي او یا له جګړې څخه د راووتو په حال کې وي ډیر اساسي او بنسټیز دی. ځکه جنګ ځپلی ولس کې مایوسي، نا امیدي، بي اتفاقي، منفی ګرايي، شک، وهم او ویره حاکمه وي او د منفي خبرو په نشرولو او خپرولو سره ددوي پرابلمونه او ستونزې نورې هم زیاتېږي او ټولنه د تشتت او پراګندګې په لور ټیل وهې. څنګه چې ژورنالسَټ د ټولنې آګاه او پوهه قشر دي، ددوي نقش دا هم وي چې له ټولنې څخه ناامیدي او یاس ختم کړي، ترڅو د ټولنې د لازیاتي ودي او پرمختګ لپاره زمینه برابره شي او همدا د یوه مسلمان افغان ژورنالسټ لپاره دوهم اللهی اخلاقی کود دی. البته ددې مانا کله هم دا نه ده چې زموږ ژورنالسټان د ستونزې نه بیانوي اما مثبت پرمختګونه او لاسته راوړنې باید د اشتباهاتو قرباني نشي. موږ که د فرد، کورني، ټولنې، قوم، حکومت او دولت په اړه پوښتل کېږو، زموږ لومړي ځواب په منفي اړخونو پیل کېږي او د حل لارې چارې کله هم نه وړاندې کوو. په مدیریت کې د تشویق (Motivation) او په دین کې د جنت او دوزخ او په قانون کې د مکافاتو او مجازاتو (Reward and Punishment) موضوعات د همدې په اړه دي چې مثبت اړخونو ته وده ورکړو او له منفي څخه ځان وژغورو. موږ باید یوازي د دوزخ، یوازې د مجازاتو او یوازي د رټلو چلند اختیار نکړو، چې متاسفانه اوسني حالت همداسي دی.   نو په لنډ ډول ویلای شم. چې الله جل جلاله د خپلو بنده ګانو لپاره چې ژورنالسټان يې برخه ده دوه بنسټیز اخلاقی کودونه ټاکلی دی: یو داچې باید هره خبره چې اورې په کې څېړنه او پلټنه وکړي او دوهم دا چې مثبت ګرا و اوسي او د خپرولو لومړیتوب مثبتو خبرو ته ورکړی، نه منفي چې په همدې کې زموږ د ټولو او همدارنګې د ټولني ګټې نغښتې دی.