د بهرنیو چارو وزارت بې شکه چې د یو هیواد په حقله د نورې نړۍ د اوسیدونکو د رایې د جوړولو په باب ستر رول تر سره کوي ـ همدغه وجه ده چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د دباندینو چارو وزیر ته د ریاست مرستیال( ) ویلي کیږي ـ د بده مرغه د افغانستان بهرینو چارو وزارت د اولې ورځې نه نیولې بیا تراوسه د کوما په حالت کې دی ،د عبدالله عبدالله نه نیولې تر زلمي رسول پورې وزیران پکې بدل شو خو د وزارت نور شکل کې د ستنې د ستومي هومره بدلون یا ښه والې نه تر سترګو کیږي ـ د تېرو لسو کلنو راهسې دغه وزارت د ماضي د ددو متحاربو ګوندونو په ولقه کې دی ـ حزب اسلامي او جمعیت اسلامی ګڼ شمیر قومندانان ددغه وزارت په اهمو چوکو قابض دي ـ که څه هم د تېرو ولسمشریزو ټاکنو روسته د باندینو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا ددغه وزارت څخه ګوښه کړی شو او پر ځایې یې زلمی رسول ددغه وزارت د مشر په توګه په کار وګمارل شو نو د زیاتره شنونکو دا رایه وه چې اوس د بهرنیو چارو وزارت هم لکه د مالیې د وزارت په څېر ښه او بهتر شي خو عجیبه خبره داده چې دا ټولې اندازې په هوا کې ویشتل شوي تیرونه ثابت شول ـ او هغه مافیا چې مخکې هم په وزارت قابضه وه لاهم قابضه ده او د خوند خبره خو لا داده چې ددغه وزارت په بهرنیو ملکونو کې ټولټال هغه مجاهیدین قومندانان د ډپلوماټانو په توګه کار کوي ـ یا په بل عبارت دغه وزارت کې د کار کولو دپاره معیار یوازې او یوازې جهاد دی ،ریښتیا جهاد نه قومنداني ده ـ
مطلب د یو سړي د فاکولتې سند ته نه کتل کیږي بلکې دې ته کتل کیږي چې فلانکي د شوروي اتحاد ځواکونو یا د خپل متحارب ګوند خلاف د مبارزې پر وخت څومره تکړه قومندان و، زما په آند لوستونکي به د ،،تکړه،، په اصطلاح خبر وي ،چې تکړه قومندان څخه مراد کوم ډول قومندان وي ـ
د یوې اندازې له مخې افغانستان د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې سفارتونه او قونسلیټونه لري دغه دفترونه چې شمیر یې د سلو څخه پورته دی د څو مسلکي ډپلوماټانو سربیره پکې هغه قومندانان د ډپلوماټانو په توګه دنده ترسره کوي چې خپل لاسلیک یې هم زده نه دی ، زه دلته دا خبره د مبالغې په توګه نه کوم ،د بهرنیو چارو وزارت دې سپینه کړي چې د معاش اخیستنې په فورمو کې ددوي د سلګونو ډپلوماټانو له جملې څخه څومره ډپلوماټان لاسلیک کوي او څومره یوازې د ګوتې په لګولو سره د خپل معاش اخیستنې خانه ډکوی ؟
اوس دا زمکنې حقیقت دی چې یو داسې هیواد چې هلته د ولږې د لاسه خلق بچي خرڅوي،په میلونونو استوګن یې د لسګونو کلنو راهسۍ په نورو وطنونو کې د بې ارزۍ او کډوالۍ ژوند تېروي او هلته د کاغذونو په راټولولو د خپلې خېټې دوزخ ډکوي او هم دهغه هیواد بې سیواده ډپلوماټان دې پنځه پنځه زره امریکايي ډالره میاشتنې معاش اخلي ،او بدې او رشوت خو لا ځانله د جېب خرڅ ـ
د نورو هیوادونو ډپلوماټان چې تقاوت شي ښه ښه شنونکي ترې جوړ شوي وي ، رستم شاه مومند او حسین حقاني په څېر څېړونکي تېرې جوړ شوي وي ،د خپلو وطن د ګټو په اهمیت پوهیږي نو دغه غریبانان به څه وکړي که سبا ته تقاوت هم شي ،نو وایي به فلانکي هیواد کې اول سیکرتر وم ،خایسته هوا یې درلوده،شین چای به ډېره مزه کوله ـ
د بهرنیو ددغه نمایندګیو په لست کې یو د کراچۍ قونسلیټ هم دی ـ کراچۍ قونسلیټ چې د افغانستان د ټرانزیټ په برخه کې ډېر لوي اهمیت لري او هغه مالونه چې افغانستان ته وړل کیږي د همدې قونسلیټ د اجازې پرته نشي وړل کیدی ـ تېره څه موده کې ټرانزیټ په برخه کې د غبن رپورټونه د پاکستان په مطبوعاتو کې زور نیولی وو او آن تردې چې د پاکستان سترې محکمې قاضي افتخار محمد چودري پرې خپل ځاني نوټس هم اخیستې دی ، دغه کیسه هم کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ له ټاپه شوې اجازت نامې شورو شوې ده چې په نړۍ او تېره بیا پاکستان کې د ټول افغانستان د بدنامۍ سبب ګرځیدلی دی ـ تر اوسه د باندینو چارو وزارت یادې شوې نماینده ګۍ څخه دا هم ونه پوښتل چې دغه اجازت نامه یې پر کوم اساس جارې کړې ده ،چې د افغانستان د پاره د رسوایې او افغاني سوداګرو د پاره د ستونزو لامل شوه ـ
کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکي وایي چې د جمعیت اسلامي پخوانی قومندان دغلته د جنرال قونسل په چوکۍ ناست دی او دهغه د دفتر نه د وتلو په وخت یوه پاکستانۍ پېغله چې ددغه سپین ږیري جنرال قونسل شخصي سیکرتره ده ، د دفتر په سرو او سپینو قابضه ده ـ
دغه پېغله چې دوه دوه نیم سوه ډالره میاشتنی معاش اخلي هره ورځ ددوه ساعتونو دپاره د افغانستان د قونسلګرۍ خپلواکه جنرال قونسله وي ـ
د بهرینو چارو د وزارت ټولې ټاپې او ټول واک دده په لاس کې وي ـ هغه که په دغه وخت کې د ټرانزیټ یوه ورقه ټافه کوی او که لس ،د پوښتنې او تپوس یې څوک نشته ـ او څوک به پیدا څنګه شي ،دغې پېغلې فاکولته ویلې ده اود انګریزۍ او اوردو سربیره په ډېره څه پوهیږي او جنرال قونسل بې چاره د فارسۍ نه علاوه به هیڅ نه پوهیږي خو شاید خپل لاسلیک ورته یاد وي ـ
دغه جنرال قونسل چې په سیاسي توګه په ټول سند صوبه کې د افغانستان استازی دی او د لوړې درجې په اهمه چوکۍ ناست دی د خپلې چوکۍ په قدر او اهمیت هم دی خبر ـ
څه موده وړاندې یوې اردو ورځپاڼې کې خبر خپور شوی و، چې کراچۍ د افغانستان جنرال قونسل صدر بازار کې د میوو پلورونکي یو کراچیوان سره ددوه سوه کلدارو په سر دوه ساعته جګړه کړې ده ـ کراچیوان چې پښتون دی او د کراچۍ صدر بازار کې د کوټې او زیارت څخه ،چیرۍ، راوړي او دلته یې خرڅوي ، یوه ډبه چیرۍ ترې جنرال قونسل صېب اخیستې وې او د پاکټ د خلاصولو روسته یې بېرته کراچیوان ته په دې ویلو بېرته ورکړی وی چې دغه پاکټ کې پرتۍ چیرۍ خرابې دي ـ کراچیوان د بېرته اخیستو انکار کړی و،او په ډک بازار کې د دواړو کراچیوان او جنرال قونسل صېب ترمنځ د کنځلو روسته خبره د ګریوان تر نیولو رسیدلې وه ـ بیا دوه ساعته ددغې جګړې د دوام روسته د ایي ایس ایي د چارواکو لخوا کراچۍ وان تور تمبو شاته کړو ـ هلته زندان کې کراچیوان ته مالومه شوه چې هغه سړی چې غټې غټې کنځلې یې کولې کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل و ـ او دهغه سره د سور نمبر پلیټ والا سي سي ګاړی بې شکه د کوم ډپلوماټ کیدی شو ـ
تاسو پخپله فکر وکړئ ،کراچۍ ښار کې یوازې د افغانستان نه ،بلکې د لسګونو نورو هیوادونو سیاسي دفترونه یا قونسلګرۍ شتون لري خو د یو هیواد جنرال قونسل چېرې هم د صدر بازار کوڅو ته نه ځي او نه ددوه سوه روپو په د کراچیوانو سره د جګړې له وجې د خپل هیواد نامې بدناموي ـ خو ریښتیا ما تاسو ته وړاندې وویل چې دا بې چاره ګان ډپلوماټان نه ، بلکې زاړه قومندانان دي ـ او دوي خو ددوه سوه روپو په سر خلک وژلي دي ،جګړه خو وړه خبره ده ـ
بهر حال د بهرنیو چارو وزارت ته پکار دي چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د خپلو نماینده ګیو د استازو د ازموینې پروسیس شورو کړي ـ او لږ تر لږه دومره وکړي چې دغې ډپلوماټانو ته خپل لاسلیک ورزده کړي او بل دا چې د ډپلوماتیکو اخلاقو او اصولو څخه یې خبر کړي ـ ترڅو په راتلونکي کې کوم ډپلومات په دوه سوه روپو نه خو جنګ جګړه وکړي او د ساعت تېرې دپاره هسې کوڅو کې وګرځي ـ