په هغه غونډه چي نن تر غرمې مخکي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د پارلماني ټولټاکنو د شفافيت په اړه د کندهار والي په مشري جوړه سوې وه او پکښي د دې ولايت د ټاکنو د کمېسون مشرانو هم ګډون کړى وو، پکښي کندهار والي و دې خبري ته په اشارې سره چي په کندهار کي په دې ورځ ستونزي وې وويل چي د نړۍ په پر مختللو هيوادو کي هم په دې ورځ يو لړ ستونزي وي .
ورپسې د ټاکنو د کمېسون مشر وويل چي هغه رايې چي په غلط ډول کارول سوي دي هغه د ټاکنو د کمېسون د مامورينو له لوري باطلي شمارل سوي او په را روانو شپږو ورځو کي به ټول ارقام د محترم والي او نور مسؤلينو په اختيار کي ورکړو .
کندهار والي د ټولو هغو مرکزو څخه چي په دې ورځ يې د امنيت په راوستلو کي ونډه لرله مننه وکړه او وې ويل چي په دې ورځ د هر چا له لوري که ولسوال وي او که د ټاکنو د کمېسيون مامورين وي درغلي سوې وي بايد مجازات سي .