کور / تازه خبرونه / هلمند : د ځانوژونکو بريدکوونکو د تيارونکي د نيولو ادعا وسوه

هلمند : د ځانوژونکو بريدکوونکو د تيارونکي د نيولو ادعا وسوه

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په هلمند ولايت کي يې د عبدالاحد په نامه د طالب جنګياليو د ځانوژونکو بر يدګرو يو تياروونکى نيولى . په خبرپاڼه کي راغلى چي ياد کس په دې ولايت کي د طالب جنګياليو د يوې ټولۍ مشري هم په غاړه لرله . په خبرپاڼه کي راغلي چي د طالب جنګياليو دغه کس يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى . تر اوسه پوري د بهرنيو ځواکونو د دغي ادعا په اړه د طالبانو سيميز وياند څه نه دي ويلي .