دبهرنيوچارو وزير زلمي رسول دملګرو ملتونو داسملې په عمومي غونډه کې برخه واخيسته .
زلمي رسول عمومي غونډې ته وويل درې ورځې وړاندې په افغانستان کې ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوي دي چې دافغانستان د دښمنانولخوا ډيرګواښونو شتون درلوده .
نوموړې زياته کړه چې بياهم افغانانو په ډيرې ميړانې سره درايي ورکونې مرکزونو ته ولاړل اودخپلې خوښې نوماند ته يې خپله رايه استعمال کړه .
ده وويل چې وسلوالې ډلې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي خو دولت دهغوى دمخنيوي په موخه بشپړي هڅې کوي .
تمه کيده چې په دغه اسمبلۍ کې ولسمشرکرزى ګډون وکړئ خو دټاکنو دنږدې څارنې په موخه يې ونه غوښتل چې له هيواده لري پاتي شي .