کور / تازه خبرونه / په ننګرهارکې ديوشميرمسؤلينو رتبې لوړې شوې

په ننګرهارکې ديوشميرمسؤلينو رتبې لوړې شوې

دافغانستان دسترې محکمې لخوا دننګرهار ولايت دنظامي محکمې مسؤلينوته نظامي ترفېع ورکړل شوې .
په همدې موخه دننګرهاردنظامي محکمې په تالار کې جوړې شوې غونډې ته دننګرهار دنظامي محکمې څارنوال بريد جنرال صالح محمد په خپلو خبرو کې ترفيع شوې منسوبين خپلو دندوته لا ځير کړل .
دنظامي محکمې دمنسوبينوپه دغه ترفيع غونډه کې دننګرهاردمحاکمواستازو او څارنوالانوهم ګډون کړى ؤ.
بلخوا په يوه بله غونډه کې دسرحدي لواء د دفتر امر توريالى،داوپراسيون امراحمدالله او دپيژندامرمحمدنسيم په دې موخه چې په پارلماني ټاکنوکې يې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې وه له سمونيارۍ رتبې څخه دسمونمل رتبې ته ترفېع وکړه .
په ختيځ زون کې دسرحدي پوليسو قومندان جنرال محمدزمان مموزي وويل يادوکسانوته له مرکزه په دې موخه چې په ټولټاکنوکې يې ښه دنده ترسره کړې ترفيع ورکړل شوې ده .