د بهرنيو ځواکونو له لوري لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د بغلان ولايت په بغلان جديد ولسوالي کي يې د ملا محبوب الهي په نامه د وسله والو طالبانو يوه جګپوړى قومندان وژلى او يو بل يې نيولى . خبرپاڼه ليکي چي ملامحبوب الهي طالب جنګياليو ته د وسلو او نورو اسانتياوو برابرول په غاړه لرله . په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې چي په دې فوځي عملياتو کي يې دوه تنه نور وسله وال وژلي او درې نور يې ژوندي نيولي دي . خبرپاڼه وړاندي ليکي چي کله امنيتي ځواکونه په دې ولسوالۍ کي د همت خېل کلي ته ورسېده وسله وال مقاومت ورسره پيل سو چي دوى هم د وسلو څخه کار واخيست چي په پايله کي يې ملا محبوب ، دوه ملګري او يوه ښځه ووژل سول د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي ښځي هم د وسله والو د دې ګروپ سره تړاو درلود .
که چيري د بهرنيو ځواکونو دا خبره رښتيا وي چي وسله وال طالبان او د هغوى د ګروپ سره يې يوه ښځه چي د دوى په حواله يې د وسله والو طالبانو سره تړاو درلود وژلې وي نو دا به د طالبانو په ليکو کي د ولسي وګړو د زياتېدو تر څنګ د ښځو د ونډي اخستني يوه بېلګه وي .