لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د يوه بريد په ترڅ کي پنځلسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته . خبرپاڼه ليکي چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله په سپکو وسلو سمبال کسانو د ونو د يوې ګڼي ساحې څخه پر بهرنيو ځواکونو بريد وکړ چي وروسته بهرنيو ځواکونو هم د سپکو وسلو څخه کار واخيست او څوارلس تنه وسله وال يې ووژل او يو تن يې ژوبل کړ . د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي تېره ورځ رامنځ ته سوې ده .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .