کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د يولړ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

ننګرهار : د يولړ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ننګرهار په ولايت کي يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي يو شمېر وسله وال وژلي . د خبرپاڼي په حواله چي په وژل سوو کسانو کي د طالب جنګياليو د يوې پنځلس کسيزي ډلي مشر سيد کريم هم شامل دئ . خبرپاڼه ليکي چي دا عمليات يې د يو شمېر استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .