کور / تازه خبرونه / پاړه چنار: دځانمرګي بريد مرګ ژوبله نوره هم ډېره شوه

پاړه چنار: دځانمرګي بريد مرګ ژوبله نوره هم ډېره شوه

دپاکستان چارواکي وايي چې نن ماښام دپيپلز ګوند دانتخاباتي ملاتړ کوونکي ددفتر په وړاندي ځانمرګي بريد لږ تر لږه  49 کسان وژلي او نيوي 90 نور يې ټپيان کړي دي . بريد په داسي حال کې شوى چې دانتخاباتو دکمپاين درايي دترلاسه کولو لړۍ په رسمي ډول په وروستي پړاو کې وه امنيتي چارواکي او روغتيا يي کارکوونکي وايي چې ښايي دوژل شويو کسانو شمېره نوره هم لوړه شي .  د راپورونو تر مخه د پاکستان پيپلز ګوند د ملاتړي کانديد رياض حسين شاه په انتخابي دفتر ته نږدې بريد کښې د مړو شمېر اووه څلوېښت ته رسيدلۍ دى.