بهرني او افغان ځواکونه وايي چي د يولړ فوځي عملياتو په ترڅ کي يې د هلمند ولايت په موسى قلا ولسوالي کي يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي نيولي او وروسته يې له منځه وړي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه وسلې چي دوه ماشينونه ، يوه کچه چاودېدونکي توکي او يو لړ نور دي د يوه قوماندان د نيولو په موخه په ترسره سوو عملياتو کي نيول سوي . د خبرپاڼه په حواله چي خپله د طالبانو دغه قوماندان چي په بمو توپو او راکټ ويښتنه کي خورا مهارت لري نه دئ نيول سوى .