کور / تازه خبرونه / لوګر : ٥٦ تنه د جعلي کارۍ په تور ونيول سول

لوګر : ٥٦ تنه د جعلي کارۍ په تور ونيول سول

د لوګر په ولايت کي نژدې ٥٦ تنه چي ډېرى يې د ټولټاکنو کارکوونکي دي د جعلي رايو د کاروني په تور نيول سوي دي . دغه کسان تېره ورځ د رايي ورکوني د بهير د پاى ته رسېدو وروسته د ښخي ولسوالۍ ، د باکي بارک او د محمد اغي ولسوالۍ په اړونده مرکزونو کي نيول سوي دي . دغو کسان د رايي ورکوني په دوو محلونو کي حاجي علي محمد او غلام يحيى ته شاوخوا څلور سوه جعلي رايي اچولي دي . همدا ډول د دې ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفى محسيني وايي چي پوليسو هم تېره ورځ مازديګر مهال ٢٨ عام وګړي او ١٧ د ټاکنو کارکوونکي نيولي چي د خپلي خوښي نوماندانو ته يې صندوقونه ډکول . نوموړى وايي چي پوليسو په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته راپور ورکړى . په دې ولايت کي د ټاکنو د کمېسيون رئېس نعمت الله وردګ وايي چي په دې اړه دوى ته راپور رسېدلى او تر څېړنو وروسته به يې په اړه پرېکړه وکړي .