کور / تازه خبرونه / هرات : په ټاکنو کي ګډون چي فکر کېده تر هغه ډېر و

هرات : په ټاکنو کي ګډون چي فکر کېده تر هغه ډېر و

د هرات سيميز چارواکي وايي چي تېره ورځ په ټاکنو کي د رايو ورکوونکو شمېر چي دوى يې په اړه فکر کاوه خورا ډېر و . د هرات والي وايي چي سره د دې چي د وسله والو له لوري د دې ولايت اوسېدونکي تهديد سوي ول خو اوسېدونکو او په تېره بيا ښځو خورا په پرېمانه کچه په ټاکنو کي برخه واخستله . د نوموړي په وينا چي په دې ورځ د شنډنډ په ولسوالۍ کي شپږ تنه وژل سوي او نهه نور ژوبل سوي هم دي . د نوموړي په وينا چي دغو کسانو ته د سړک د غاړي د ماينو د چاودېدو له کبله مرګ ژوبله اوښتې .