کور / تازه خبرونه / کندهار : د ټاکنو په درشل کي ١٠ تنه ژوبل سوي

کندهار : د ټاکنو په درشل کي ١٠ تنه ژوبل سوي

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار ولايت او اړوند ولسواليو کي د نن ورځي انتخابات په پوره برياليتوب سره پاى ته ورسېدل خو بيا هم د سيمي او اړوند ولسواليو څخه د ځنيو بمي چاودنو اوتوغنديز بريدونه خبر ورکړل سوى چي پکښي لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې . د خبرپاڼي په حوال چي په کندهار ښار او ولسواليو کي وړې چاودني سوي او په ځينو سيمو باندي توغندۍ توغول سوي چي پکښي د ٢ ښځو او ٢ ماشومانو په ګډون ٥ تنه ملکي وګړي ژوبل سوي دي.
د ورځي په يوولس نيمو بجو د ارغنداو ولسوالۍ لور ته يو توغندى وتوغول سو چي پکښي دوه تنه ماشومان ژوبل سول او د درملني دپاره د کندهار په هوايې ډګر کي د ايساف روغتون ته لېږدول سوي دي.
په يوه بله ورته پيښه کي د پنجوايي په ولسوالي کي دوې ښځي او يو نارينه ژوبل سوي دي .