نن د ٢٠١٠ کال د سپټمبر پر اتلسم سهار اووه بجې په ټول افغانستان کي يو ځل بيا پارلماني ټاکنو ته د رايي اچوني بهير پيل او د ماپښين پر څلور بجې پاى ته ورسېدئ.
د پارلمان ننني انتخابات د افغانستان په تاريخ کي د ١٥ – مي دورې، خو که يې تر ٣٠ کلن ځنډ وروسته د ٢٠٠١ کال د بن تر تړون وروسته حساب کړو د دوهمي دورې انتخابات بلل کېږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون اعلان وکړ چي پر څلور بجې يې په ټول هيواد کي په برياليتوب سره د پارلماني ټاکنو د رايي اچوني بهير پاى ته ورساوه.
د انتخاباتو د کمېسون مشر فضل احمد معنوي وايي په څو محدودو سيمو کي چي د رايي اچوني بهير ناوخته پيل سوئ و او يا د ورځي په جريان کي له تخنيکي ستونزو سره مخ سوي وو، دغه وخت ٣٠ دقيقې نور هم اوږد سو، چي اوس هغه هم پاى ته رسېدلى دئ او د رايي شمېرني بهير پيل سوئ دئ.
د پارلمان نننيو انتخاباتو ته چي په ٣٤ ولايتونو کي د شاوخوا ٢٥٠٠ کانديدانو له خوا سيالۍ ورته رواني وې، له امله به يې ٢٤٩ کسان پارلمان ته لاره پيدا کړي.
په افغانستان کي لومړى ځل په ١٣١٠ لمريز کال پارلماني ټاکني تر سره سوي وې، چي ١١١ کانديدانو پارلمان ته لاره پيدا کړه.
د پارلماني ټاکنو دغي لړۍ د ١٣٥٧ لمريز کال د غوايي تر کمونيستي کودتا پوري په ١٣ دورو کي دوام پيدا کړ.
د افغانستان په تاريخ کي د پارلمان تر ټولو مهم فعاليت د اعليحضرت محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د ١٣٤٣ کال د اساسي قانون تصويب يادېږي، چي له امله يې پارلماني وکيلانو د دولت وزيرانو ته د اعتماد د رايي ورکولو او د استيضاح حق ترلاسه کړ. هغه مهال پارلمان د مشرانو او ولسي جرګې پر دوو برخو باندي ووېشل سو.
د غوايي تر کودتا وروسته د طالبانو د نظام تر پايه يا د افغانستان مقننه قوه (پارلمان) د دولت له خوا اداره کېدئ، يا خو د مجاهدينو او طالبانو د حکومتونو پر مهال بېخي موجود نه وو.
تر دېرش کلن ځنډ وروسته د بن د تړون پر اساس په ٢٠٠٥ کال په افغانستان کي يو ځل بيا پارلماني انتخابات ترسره سول، چي ننني هم د هماغي پروسې دوهمه دوره بلل کېږي.
سره له دې چي د نننيو ټاکنو په باب د هيواد په ګوټ – ګوټ کي د نا امنيو، چاودنو او درغليو ځيني پېښي ثبت سوي دي، خو د افغانستان حکومت وايي چي دغه لړۍ يې پر ستونزو سربېره په برياليتوب سره پاى ته ورسوله.