هغه مراسم چي نن تر غرمې مخكي په همدې موخه دكندهار ولايت د ډنډ ولسوالى د چهار ديوار په كلي كي جوړ سوي ول پكښي د عامي روغتيا درئېس ډاكټر عبدالقيوم پخلا ترڅنګ يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو هم ګډون كړي وو.
غونډي ته په خپله وينا كي د كندهارولايت دعامي روغتيا رئېس ډاكټر عبدالقيوم پخلا ددې كلينك پرانستل د سيمي دځايي خلګو دپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او وې ويل ددې كلينك په پرانستلو سره به ستاسي هغه صحي ستونزي چي پخوا به مو په دې كلي كي درلودې حل سي او ستاسي د سيمي تر دېرش زره ډېره اوسيدونكو به ددې كلينك څخه ګټه پورته كړي .
د ډنډ ولسوالى د چهار ديوار په كلي كي نوى پرانستل سوى كلينك اته خوني لري او ټول پرسونل يې اته كسه دي چي وخت پر وخت به د سيمي دځايې خلګو لپاره صحي اسانتياوي برابروي.
ياد كلينك د PAG پروګرام له لاري د 97492 امريكايې ډالره په لګښت د دوو كالو په موده كي جوړ سوى دئ .