د هرات محلي مقامات وايي د دې ولايت په ورزشي لوبغالي کي د افغانستان د نامتو سندرغاړي فرهاد دريا په کنسرت کي چاودنه سوې چي اته کسه يې ژوبل کړي دي.
د راپورونو له مخي چاودنه د لوبغالي په پارکينګ کي د ځاى پر ځاى سويو موادو په وسيله تر سره سوې ده، چي مسئوليت يې تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستئ.
د بي بي سي د يوه راپور له مخي فرهاد دريا د ((ژوند ښکلى دئ)) تر سرليک لاندي يو پروګرام شروع کړئ چي په وينا يې د افغانستان ډيرو ولايتونو ته به ولاړ سي، هلته به د موسيقۍ کنسرتونه جوړ کړي، له ځوانانو سره به وګوري، د هغوى غوښتني به واوري، له چارواکو او د دولت له مخالفو کړيو سره به يې شريکي کړي.