کور / تازه خبرونه / کندهار: پارلمان ته کانديده له کانديداتورۍ لاس په سر سوه

کندهار: پارلمان ته کانديده له کانديداتورۍ لاس په سر سوه

آغلي نفيسې حجاڼۍ نن سې شنبې (دوږي ٢٣مه ) خبري رسنیوته وويل چي له خپلي کانديداتورۍ څخه يې لاس واخيست او ويې ویل چی نه غواړي په ټاکنوکي ونډه واخلي.
آغلې نفيسې توخي د نوماندۍ څخه د تيريدو علت تيره ورځ دهغې خاوند ته سوى سپکاوى وباله.
هغه وایی چی تیره ورځ په یوه غونډه کی چی دولایتی شوراپر غړو سربیره یو شمیر قومی مشرانو او دکیدونکو پارلمانې ټاکنوځینو غړو هم ګډون درلود، د دې خاوند ته چی په غونډه کی یي دنوموړی استازیتوب کاوه دکندهار دولایتی شورا دغړی حاجي نعت الله خان شيردلي له خوا توهين سوی او د هغه سپکاوی یې کړی دى.
خو د ولايتي شورا غړى ښاغلى شيردلى بيا د نفيسې حجاڼۍ دا خبره ردوي او وايي چي هغه دا ډول سپکاوى نه دى ورته کړى او نه هم کومه خبره رامنځ ته سوي ده.
تر دی وړاندی محمدعمرشيرزاداوشاهده حسين هم په کندهارکي ولسي جرګې ته کانديدان وو، چي وروسته يي بياله کانديداتورۍڅخه د موجوده نا امنيو په خاطر استعفاوي وکړې .
داپه داسي حال کي ده يوشميرکانديدان په کندهارکي دناامنيوستونزه دخپل ټاکنيزومنډوترړوپه وړاندي لوى خنډيادوي.