په کندهار ښار کي تېره شپه شاوخوا اووه بجې يو تن د يوې ترافيکي پيښي په پايله کي ووژل سو په کندهار ښار کي ترافيکي مسئولين لراوبر ته وويل چي پېښه د پنځمي حوزې په اړوند سيمو کي د يوه کورولا ډوله موټر او موټر سيکل تر منځ سوې چي په پايله کي د موټر سيکل چلوونکى وژل سوى او جسد يې ميروېس روغتون ته وړل سوى .