په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان ډيويډ پيټريوس يوه نوې کړنلاره جوړه کړې چي له مخي به يې افغاني کمپنيو ته د بهرنيو په نسبت د قرادادونو په ورکولو کي لومړيتوب ورکول کېږي.
ډيويډ پيټريوس ويلي چي له دې کاره يې موخه په سمه توګه له افغانستان سره د کېدونکو مرستو تنظيمول او افغانانو ته د کار زمينه مساعدول دي.
نوموړي ويلي چي په دې کار سره به د فساد او اختلاص مخ ونيول سي، افغان کمپنۍ به پر خپلو پښو ودرېږي او افغان بېکاره ځوانانو ته به کارونه پيدا سي.
خو څېړونکي وايي له دې کاره د امريکا موخه د افغانستان اقتصادي پرمختګ نه، بلکي کورنۍ جګړې ته په يو نه يو ډول د لاري هوارول دي. د څېړونکو په وينا امريکا به بېکاره افغاني ځوانان د پيسو په زور د اجيرانو په توګه نيسي او طالبان به يې له يرغلګرو سره د همکارۍ په پلمه سرونه پرې کوي.