کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د اسلامي حزب اعلاميه

د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د اسلامي حزب اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم
دټولټاکنو په اړه د افغانستان د اسلامي حزب اعلامیه
د ۱۳۸۹لمریز کال د سنبلې میاشت ۲۱مه
د بهرنيو ځواكونو شتون د جنگ د دوام اساسي عامل دئ، د دوى له وتلو پرته جگړه پاى ته نسي رسېدى، څوك چي په افغانستان او دې سيمي كي د جگړو پاى غواړي؛ بايد له څو خبرو سره توافق وكړي: بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي دي د بهرنيو؛ په ځانگړې توگه زموږ د گاونډيو او د روسيې، امريكا او هند په شمول د هغو ځواكونو لاسوهني متوقف سي چي دا بحران د دوى د رقابتونو له امله راولاړ شوى، افغانانو ته دي دا حق وركړى سي چي د خپلي خوښي نظام جوړ كړي او د خپلي خوښي مشران غوره كړي، موږ چي د ميثاق په نامه كومه طرحه وړاندي كړې دا په سوله ييزه توگه د بحران د حل او د جگړي د پاى ته رسولو تر ټولو آسانه او عملي لار ده.
اسلامي حزب تر مخكي زيات پياوړى ، مضبوط او متحد تنظیم دې، څوك چي د كابل له امريكايي ادارې سره يو ځاى شوي د گوتو په شمېر دي، حزب نه تمثيلوي او موقف ئې د اسلامي حزب د مرام، تگلاري او اصولو خلاف دئ، د حزب اصول هيڅ حزبي ته دا اجازه نه وركوي چي له يرغلگرو سره ملگرتيا وكړي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي برخه واخلي. هيڅ مخلص او د حزب اصولو ته وفادار حزبي به په يوه غيراسلامي او په پرديو پوري تړلي حكومت كي برخه وانه خلي.
اسلامي حزب په رسمي توگه د اشغالگرو ځواكونو تر سلطې لاندي انتخابات رد كړي او په هغه كي برخه نه اخلي.
حزب اسلامی د اشغالگرانو په ضد په جهاد باور لري. دا جهاد داسې گڼي لکه د روسانو په ضد جهاد او امريکايانو ته تسليميدل داسې گڼي لکه روسانو ته تسليميدل.
د اشغالگرا نو په ضد سکوت، د دوى له لنډمهاله يا اوږدمهاله حضور سره توافق او د اشغالگرانو تر سيوري لاندې د کابل په لاس پوڅي حکومت کې برخه اخيستل مو په واضح او پرېکنده الفاظو محکوم کړي او محکوموو يئ.
د صليبي اشغالگرو ځواکونو په شتون کې انتخابات هيڅ ارزښت نه لري. داسې پارلمان به جوړيږي لکه اوسنى، دې پارلمان څه وکړى شول ،چې بل به يې وکړي؟
اسلامي حزب افغانستان تر هغې چې په هېواد کې ښکېلاکگر ځواکونه موجود وي د حل يواځينۍ لار جهاد بولي او بس.
اسلامي حزب افغانستان پر خپل ملت غږ کوي چې خپل بچيان په اجيرې اردو او پوليسو کې د تنظيم پر ځاى د جهاد پر ليکو کې ځاى پر ځاى کړي.
اسلامي حزب دا ډاګیزه کړې چې د بهرنيو ځواكونو د شتون په صورت كي نه د كرزي په حكومت كي برخه اخلو او نه په بل لاس پوڅي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي. د اشغالگرانو په شتون كي له مقاومت نه پرته بله لار نه غوره كوو، وسله پر زمكه نه ږدو او له سنگرونو نه راكوزېږو.
موږ مخكي هم خپله هڅه كړې، بيا به ئې هم كوو، غواړو د ټولو مجاهدينو دريځ توحيد سي ،هم د مقاومت د څرنگوالي په ارتباط گډ دريځ ولري او هم د افغانستان د راتلونكي نظام په اړه. د ژغورني ملي ميثاق هم په همدې هيله او موخه وړاندي شو.
حزب اسلامی افغانستان
د ۱۳۸۹لمریز کال د سنبلې میاشت

HIA has officially rejected the conduct of election under the occupation forces, and will not participate in it.
Hezb-e-Islami’s declaration about the upcoming parliamentary election:
12th Sept. 2010

IN THE NAME OF ALLAH, THE MOST COMPASSIONATE, THE MOST MERCIFUL
• HIA believes that, the existence of foreign troops is the main cause of the Fighting in our country. Without their withdrawal fighting wouldn’t come to the end. All those who want the end of the fighting in the region, they have to agree with those points: the foreign forces should quit Afghanistan, interferences in the internal affairs of our homeland should be stopped, especially the interferences of our neighbors like Russia and India as well as USA’s, should be seized . Because, these crisis have been created by the rivalry among those countries. The people of Afghanistan should be given the right of self-determination. Henceforth, HIA has proposed a (national rescue agreement) which is the essayist way for the solution of these crisis.
• HIA is well organized, stronger and a united organization. Those, ex-members, who have joined the American puppet regime in Kabul are numbered. They are not representing HIA. Their stand is against the aims and the principles of HIA. The principles of HIA don’t allow the members of the party to join occupation and participate in a regime, which is established and control by the foreigners.
• HIA has officially rejected the conduct of election under the occupation forces, and will not participate in it.
• HIA has condemned in its strongest words the silence against the occupation, or agreeing with their long or short terms stay, or participation in a regime under the shadow of occupation forces.
• Election under the existence of Crusader forces has no value. The result of this election will be the being of a puppet parliament, as was the previous one. What has that one did, to expect from the new one?
• Until the occupation forces are present, The HIA sees no other way to solve the crisis than the continuation of Jihad (armed struggle).
• HIA asks the nation, not to send their kits and kens to be conscripted in the puppet Army or police; instead they should send them to the mujahedeen rinks.
• HIA has time and again announced that, it will not participate in the present government, which is under the shadow of the occupation forces.
• We have, time and again tried to bring all the Mujahedeen forces together. Besides, our efforts are continued to get all Mujahedeen on a common stand about the resistance and on a common goal for the future of Afghanistan. We have been provided the (15 point peace agenda) for this very purpose.
Hezb-e-Islami Afghanistan
Sept. 2010.