د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي نامعلومو وسلوالو يو تن وژلي او بيا يي د سړک پر غاړد يوه باغ په ونه پوري ځړولى دى .
د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال حاجي شامحمد احمدي پيښه منی او وايي چي وژل سوی کس ګران نوميږي او د ارغنداب ولسوالۍ د خواجه ملک کلي اوسيدونکى دی.
دشاه محمد په وینا چی نوموړي کومه دولتي دنده نه درلوده خو کله کله به يي ځيني د بيارغوني پروژی اخیستي ..
احمدي زياتوي چي وژل سوی کس د دو نورو ملګرو سره يو ځاي دکوچنی اختر په لومړی ورځ نامعلومووسلوالو په صرف ډوله موټر کي نيولى وو، چي تيره شپه يي په سيدانو کلاچه وژلي او بيا يي ځړولى دي .
په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي نن سهار يي د نوموړي تر څنګ په ونه پوري بل ځوړند جسد هم ليدلي دي خو ولسوال يوازي د يوه کس دوژنی پخلى کوي .
ولسوال همدارنګه زیاتوی چي دوژل سوی کس د دونورو ملګرو برخه لیک یي لا نه دی روښان . اونوموړی وایی چي دا کارد وسلوالو طالبانو دی.
خو وسلوالو طالبانو تر دي مهاله څه نه دي ويلي