لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوه تنه شکمن کسان يې نيولي . د خبرپاڼي په حواله چي دغه دوه کسان يې په هلمند ولايت کي ديو لړ فوځي ګډو عملياتو په ترڅ کي نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان په د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کي د دوو مشهورو طالب قوماندانانو سره تړلي ول . په خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي چي د دې کسانو د نيولو په درشل کي وسله وال مقاومت هم سوى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر ا وسه پوري خپله طالبانو څه نه دي ويلي .