کور / تازه خبرونه / وردگ: پولیس یوتن قومی مشر وژلی اودوه نور یی ټپیان کړي دي

وردگ: پولیس یوتن قومی مشر وژلی اودوه نور یی ټپیان کړي دي

دوردگو ولایت دجلریز ولسوالی یوتن قومی مشر حاجی غلام محمد وایی چی د پولیسو پر موټر تیر مازیگر دماین چاودنه وشوه اوله چاودنی سره سم پولیسو پر عامو خلکو ډزی وکړی اویوتن یی وواژه اودوه نور یی ټپيان کړل.
هغه دچهارشنبی په ورځ دغرمی په 11 بجو وویل چی اوس دسیمی خلکودکابل بامیانو لویه لار بنده کړې او لاریون یی پیل کړی دی.
لاریون کوونکیو دپولیسو دمحاکمې غوښتنه کوله اودوی ویل چي ترهغی به لاره خوشی نه کړی تر څو چي دعامو خلکو قاتلین نه وی نیول شوی.
دوردگو په ولایت کي چی کابل ته نیژدې پروت دی وخت ناوخت پکی ددولت دمخالفینو اوبهرنیوترمنځ دچاودنو جنگ جگړو راپورونه ورکول کیږی.
دوردگو ولایت امنیتی سرچینی دغه پیښه تایدوي او دوی ډاډ څرگند کړی چی د دې ستونزی د حل لپاره یی هڅی روانی دي، ترڅوداستونزه ژر حل کړی.
داپه داسی حال کی ده چی لس ورځي وړاندی هم د دې ولايت دسیداباد ولسوالی دهفت اسیا دازاد خیلو په کلی کی یوه ښځه په داسی حال کی په مرمیو وژل شوی وه چی طالبانو او ملی اردو ترمنځ ډزي وشوې.