په يوه ځانوژونکي بريد کي چي نن ورځ په بغلان ولايت کي وسو پکښي دوه تنه ووژل سول او يو بل تن ژوبل سو . د دې ولايت امنيتي چارواکي ياد ځانوژونکى بريد مني او وايي چي ياد بريد د عامه نظم پر پوليسو ترسره سوى چي په پايله کي يې دوه تنه ووژل سول او يو بل تن ژوبل سو . د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ياد بريد مـسئوليت منلى او وايي چي په دې بريد کي يې څلور قوماندانان وژلي .