د کابل او غزني پر لويه لاره نن سهار د يوه ٣٠٣ درې ډوله موټر د چپه کېدو له امله اته دېرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته . د غزني ولايت د ترافيکو مدير وايي چي پېښه ننه سهار شاوخوا شپږ بجې د ناني په سيمه کي رامنځ ته سوې . نوموړى وايي موټر د ډېر سرعت له امله چپه سوى او پکښي اته دېرشو نپرو ته مرګ ژوبله اوښتې . د نوموړي په وينا چي په يادو کسانو کي ١٤ تنه وژل سوي او ٢٤ تنه نور ژوبل سوي دي چي په وژل سوو او ژوبل سوو کسانو کي ښځي هم شاملي دي . نوموړى وايي چي ژوبل سوي کسان روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي چي د ځينو حالت نازک ښودل سوى .
د ا لوموړى ځل نه دئ چي پر دې لار ياده ترافيکي پېښه رامنځ ته کيږي بلکي په وار وار سره پر دې لاره ورته ترافيکي پيښي رامنځ ته کيږي چي ترافيکي مسئولين يې د موټر چلوونکو نه مسلکيتوب او د موټر ډېر سرعت ښيي .
د يادوني وړ ده چي د زابل ولايت د ترافيکو مدير تېره ورځ وويل چي د دې ولايت په مربوطاتو کي په تېره موده کي د اوولسو ترافيکي پيښو په پايله کي شاوخوا ٢٠٠ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړى دئ .