د ايران د بهرنيو چارو وزير چي په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دئ د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ . د افغانستان د جمهوري رياست څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متقي د افغان ولسمشر سره تېره ورځ ناوخته وکتله . په اعلاميه کي راغلي چي نوموړي هيله وښوده چي په افغانستان کي د ولسي جرګې د دوهم دور په ترسره کېدو سره به د ديموکراسۍ په برخه کي د پام وړ پرمختګونه وسي . په دې ليدنه کي افغان ولسمشر د ايران او نورو هيوادونو مرستي د بيارغوني په برخه کي ښې بللي دي .