د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د نشيي توکو او وسلو يوه زېرمه يې کشف کړې . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه نشيي توکي او وسلې يې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي نيولى . د خبرپاڼي په حواله چي د وسلو او نشيي توکو په دې کشف سوې زېرمه کي ٩٠ فاونډه تارياک ، دوه اې کې ٤٧ توفکونه ، پنځه روسي ګرينيټونه او نور موجود ول .