کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امنیت تأمینونکي که خرابونکي ملیشې ؟!

امنیت تأمینونکي که خرابونکي ملیشې ؟!

 


دلوي اوبخښونکي څښتن په نامه ـــ نړیوال ښکېلاکګرایتلاف  غواړي چي په افغانستان کي دځان اولاسپوڅي رژیم په وړاندي دروان ملي پاڅون دکمزوري کولواوټکولوپه موخه داربکیوپه نوم یوشمېرپخوانیوټوپکسالارانواولوټمارانوته دوسلو،پیسواونوروامتیازونوپه ورکولوسره زمنیه مساعده کړي چي ،خپلي نامشروع غوښتني دټوپک اوزورله لاري ترلاسه کړي اودافغان کړیدلي اودربدره ولس مال اوناموس یوواربیاپایمال کړي .


تراوسه چي په کوموسیموکي همدابدنامه ملیشې وسلوالي سوي دي کټ مټ یې دپخوانیوجنګسالارانواوکمونستانوغوندي  جنایتونوته لاس اچولی  دی ،دلاري پرسردورځي اوشپې دخلګومالونه لوټي ،په یوه اوبل نوم پیسې ځني اخلي ،آن دځینوسیموڅخه خوداسي راپورونه ورکول کیږي چي ،دشپې له خوادخلګوکورونوته وراوړي شتمنۍ یې غلاکوي ،دکورڅښتن که یې مخه نیسي نودسرسودابه کوي ، یعني سربه بایلي ،د ځان ،مال ،اولاداوناموس دفاع په جرم به دامنیتي امنیت خرابوونکوپه اصطلاح اربکیوله خواپه ډیري بې رحمۍ اوناځوانۍ دکورپه انګړکي په شهادت رسول کیږي .


دبغلان وروستۍ پیښه زموږدیادي ادعادثبوت لپاره ښه لاسوندکیدلای سي چي    همدې ملیشوددغه  ولایت دډنډغوري ولسوالۍ دکټه خیلوپه سیمه کي پریوه کوردتاړاک پروخت یوماشوم په ډیري بې رحمۍ په شهادت ورساوه ،درې تنه ولسي وګړي یې ټپیان کړل اوڅونوریې هم په دې شک چي دطالبانوسره به همکاروي دځان سره خپلوبارکونوته یووړل .داربکیوددې ناوړه عمل پرضدولسي وګړو لاریون ترسره کړچي په ترڅ کي یې په ساعتونو- ساعتونودپلخمري – کندوزلاردترافیکوپرمخ تړلې وه ،لاریون کونکوچي دځان سره یې دشهیدماشوم جسدرااخیستي ‌ؤدمرګ پرامریکااومرګ پردولت شعارونه یې ورکول .خوافسوس چي دډیموکراټي ادارې چارواکودولس په دې غم اوفریادغوږهم ونه ګراوه،دعملي اقدام تمه خوهسي هم دخلګوله زړونووتلې ده .


پریادوناخوالوسربیره وخت ناوخت دهمدې  ملیشوخپلمنځي سیالۍ اورقابتونه هم په نښتواوړي چي په پایله کي یې بیاهم ولس ځوریږي ،دخپلوکورونواوفصلونوپریښوولوته مجبوریږي .دملیشومشران  دولس داحتمالي خوحتمي پاڅون دمخنیوي په منظور دولس په منځ کي نفاق خپروي ،قومي اوکلیوالي تعصب رامنځته کوي ،ځوانان په بداخلاقۍ اونشه یې توکوروږدوي .ترڅودهمدې لاري خپل نامشروع حاکمیت ته څه موده نورهم پایښت ورکړي چي په پایله کي به یې خدای مکړه په نه جبرانیدونکي اخلاقي ،قومي اواجتماعي ناورین کي راګیرسو.


اوس پوښتنه داده چي ددې ناورین څخه په څه ډول ځان ،ولس اوهیوادژغورلای سو!.


۱- ایاپرضدیې لاریونونه ترسره کړو؟


۲- په پارلمان کي یې په وړاندي ږغ پورته کړو؟


۳- په انفرادي توګه یې دیرغل څخه دځان اوکورژغوني ته ملاوتړو؟


۴- دمخنیوي په موخه یې په ګډه مبارزه پیل کړو؟.


دتیروکلونو تجربوثابته کړې ده چي دپارلمان اولاریونونوله لاري دکوم مثبت بدلون راوستل هسي ځان تیرایستل اودوخت ضایع کول دي .ځکه چي په وارو- وارومظاهره چیان ددولت اویرغلګروله خواپه نښه سوي  دي چي، په ترڅ کي یې لاریون کونکوته پراخه مرګ ژوبله هم اوښتې ده .دغه رازدپارلمان دغړوکورونه تلاشي کیږي ،په رڼاورځ دکابل په ښارکي ټکول سوي اوحتي ترورسوي دي . نوددوي بیچاره ګانوسره چي  دخپل ځان اوکوردساتني اختیارنه وي ،دولس اوټولني به کوم درددواکړاي سي .په انفرادي توګه یې هم دااغیزمنه لارنه ده چي هرڅوک دخپل کورحفاظت ته ملاوتړي ځکه په دې صورت کي به یوکلیوال ځورول کیږي کوربه یې لوټیږي ،خونوربه بیادخپلو کورونودساتني په سوچونوکي غرق وي .نتیجه داچي ،بیابه هم همداملیشې اویادي به یې کانې وي .اغیزمنه لاریې داده چي کلیوال یورښتوني اوژمن شخص دمشرپه توګه وټاکي اوپه مشرتوب یې دهمدې ملیشواوددوی درامنځته کونکو(یرغلګراومزدوررژیم یې )په وړاندي جهادپیل کړي ترڅوهمدایرغلګران اوګوډاګیان یې دنوروهغوپه شان شرمنده اوپه ګونډکړي   اوګران هیوادافغانستان دیوازاد،خپلواک ،یوموټي ،مترقي اوسوچه اسلامي نظام په درلودلوسره دنړۍ ومحکوموولسونواوهیوادونوته دازادۍ اوترقۍ سرمشق وګرځي . په درناوي په همدې هیله