کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دګل خانې ماڼۍ ! مامورين مو دسې آي اې تنخوا خواره نه دی.؟؟

دګل خانې ماڼۍ ! مامورين مو دسې آي اې تنخوا خواره نه دی.؟؟

 


دتيرو شاوخا نهوکلونو راپديخوا په افغانستان کې په تېره دغربی هيوادونو په تېره بيا امريکا په ملياردونوډالره مرستې له افغان حکومت سره وکړی او يا يي هم مرستې په يو نوم اوبل نوم روانې دی خودتعجب وړ خبره داده چې څه موده وړاندې دجمهوری رياست لخوا وروسته له هغې چې غربی ورځپاڼو دامنيت دشورا ديوغړی ضيا صالحی پردوسيه خبر شول نو خورا غوغوايې جوړه کړه اوکله يي هغه داداری فساد په دوسيه کې ککړ وباله اوکله يي دامريکا دڅارګرې ادارې (سي آی اي)تنخوا خور حساب کړ اوکله يي هم وويل چې په غټه درغلۍ کې ګير راغلی او ولسمشر کرزی له توقيف نه په فرمايشی توګه خلاص کړی دی ،


داچې دضيا صالحی دوسيه څه شوه ترکومه ځايه ورسيده دابه پريږدو دافغانستان عدلي اوقضايي ارګانوته چې هغه خپله په دې برخه کې مکلفيت لری اوخپلې چارې به هرو مرو دقانون په چوکاټ کې سرته رسوی خورابه شودې ته چې ولې  دغربی مطبوعاتو توجه دمره زياته شوه آن ترشاوخا دوو اونيو پورې لادغه موضوعه خپروی ؟


که څه هم يادې شوې غربي رسنۍ په دې پوه دي چې دجګړه ځپلی افغانستان ټولې شمتنۍ دتېرو کلونوجګړو په ترڅ کې حيف او ميل شوې دی  اوهغه مهال چې امريکا په افغانستان دبريدپيل وکړ نو افغانستان داسې دپام وړ ادارې او تخنيکی اوټرانسپورټی وسايل نه درلودل که يي درلودل هغه هم له کاره لويدلی وو .


خودوي په دې پوه دي چې داټول وسايل او امکانات دامريکا حکومت دحامدکرزی له حکومت سره کړی دی داچې دا پيسې دامريکا داستخباراتی اداری دی يا دامريکا دبلې کومې ملکی اداری اوياهم دسپينې ماڼۍ دی دانه ده معلومه خو جالبه خبره داده چې دغه غربی مطبوعات ولې په دې  خبره ځان نه پوهوی چې ديو هيواد سره چې دمرستو زياته شميره دامريکايانو لخوا وی نوداشونې ده چې خامخابه په هغه مرستو کې دڅارګرو ادارو لخوا هم په حکومتي کچه او انفرادي ډول مرستې کيږی .


اوبله داچې داهم ټولو ته معلومه ده چې دنړۍ يو پرمختللئ هيواد چې ځان ډټولو هيوادونو دمشرانو مشر ګڼی نوهغوی به خامخا دنوروفعاليتونوترڅنګ ګڼ جاسوسان روزلی وی اودابه ضرور په هغوی لوړو پوستونو کې ګمارلی وی چې دوی ته ښه فعاليت وکړی .


داچې څو ورځې وړاندې په کابل کې دګل  خانې دماڼۍ چارواکيو دغربی مطبوعاتوهغه تبلېغات رد کړل چې ګواکی داسې مامورين نه لري چې دسي آی ای تنخوا خواره وی اودغه راز يي ددې څرګندونو د رد او غندلو ترڅنګ ويلي وو، چې يو شمېر بهرنۍ خپرونې غواړي د دا ډول خبرونو په خپرولو سره په جنګ ځپلو هېوادونو په ځانګړې توګه  افغانستان کې نفوذ پيدا کړي.


 خوفکر کوم دو ی هم لمر په دو ګوتو پټه وي که چېرې همداسې وی چې په  اداره کې دڅارګرې ادارې جاسوسان نه وي نو دامريکايانو مرستې خودترټولو ادراو پورې رسيدلی او آن په دولتي ادارو کې دکمپيوټر نه نيولې بيا ترميز او فايلونو پورې پرټولو ليکلې ټاپې چې پرې ليکلی( داتحفه دامريکا دخلکو لخوا دافغان دولت سره شوې) نوفکر کوم له يوې خوا غربی مطبوعات خپلو سترګو ته خاروې شيندي اوله بلې خوا افغان دولت .


فکر کوم تردې ناندريو که تېر شو نودوخت په په تېريدوسره به داټول  ښکاره شی چې څوک دسي آی اي اوڅوک د……..جاسوسان دی فکر کوم تردې ټول به ښه داوی چې افغان حکومتي چارواکي له دغوغربی مطبوعاتو څخه پوښتنه وکړی چې ولې دادغربيانو دجنايتونو اوددوی دغلاوو اوخيانتونو په اړه ګذارشونه نه ورکوی هره ورځ همدا غربی ځواکونو چې څوک ترې دپوښتنې کولو حق هم نه لری خوار افغانان په بمونواو ګوليو ولي  وژني يي بيا ټاپي دترهګر پرې لګوی .


داچې همدا اوس دهيواد په ډيرو سيمو کې دهيواد اکثريت وګړی چې هغه دپښتنو دسترټبر څخه دی هغوی په دې تېرو څوکلونو کې دالقاعده اوطالب په نومونو سره تهديد کيدل اوبنديانيدل اوياهم همدا اوس دبګرام او کيوبا په بنديخانو کې دبندشپې او ورځې تېروی داخو ټولوته څرګنده ده چې که چېرې دامريکا دڅارګرې ادارې جاسوسان نه واي نو داکسان به دچا لخوا امريکايانوته په لاس کې ورکول کيدل .


فکر کوم اوس دګل خانې ماڼۍ چارواکيواوهم دغربي مطبوعاتو چلوونکيوته په کارده چې په داسې  وړو مسايلو باندې وخت ضايع نه کړی اوداپريږدي دافغانستا ن محاکموته که چېرې هغوی په دې اړه داسې شواهد اوقرآئين پيداکړل نوبيابه يي په هماغه وخت سره وڅيړو اوښه ډول ډول انتقادونه به پرې وکړو خودم ګړۍ ډيرنورداغونه لروچې دهغې په اړه بيلا بيل ګذارشونه وليکو .