کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د بې غوره مسولينو بې غوري پښتانه چيرته بيايي

د بې غوره مسولينو بې غوري پښتانه چيرته بيايي

     په دې وروستيو کې مې په يو شمير ويب پاڼو او ورځپاڼو کې ولوستل ، چې پکتياوال په ٢١ مه پيړۍ کې له انټرنټ څخه بې برخي دي او ددې ولايت اوسيدونکي شکايت کوي ، چې چارواکي دوى تش په وعدو غولوي ، خو تر اوسه يې په دې برخه کې کوم ګام پورته نه کړو.
پکتيا که د تاريخ په اوږدو کې له هر ډول ستونزو سره مخ شوې او په هر ډګر کې ددې ولايت اوسيدونکو د هيواد د نورو سيمو په څير خپله ونډه په سمه توګه تر سره کړې ده ، خو له بده مرغه چې د ولسمشر کرزي په لومړۍ او اوسنۍ دوره کې هيڅ کومه پاملرنه نه ده ورته شوې او د يو وروسته پاتې ولايت په سترګه ورته کتل شوي دي.
د پکتيا په مرکز کې که خلک د انټرنټ له آسانتيا څخه بې برخې دې ، که څه هم دا کومه داسې ستونزه نه ده چې لوى زيان يې خواوشا ولسواليو ته ورسيږي ؛ بلکې تر هر څه مخکې پکتياوال د ښوونې او روزنې پراختيا او په دې ولايت کې د ښونځيو جوړيدو او زده کړې ته اړتيا لري.
که څه هم چې په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت ويلي دي ، چې په ځينو ولسواليو کې يې ښوونځي جوړ کړي ، خو ددې ولايت په ګڼو ختيځو ولسواليو کې دا مهال ښوونځي په نشت حساب دي او که د ولسوالۍ په کچه کومه ليسه جوړه شوي وي ، نو ددې ډول ليسو استادان تر دوولسم ټولګي پورې له زده کړو بې برخې دي چې د لوړو يا نيمه لوړو زده کړو درلودونکي استادان خو بيا د ولسوالۍ په کچه هم مشکل دى ، چې پيدا شي.
دغه راز ددې ټولو ښوونځيو زده کوونکي د نيمه سواد لرونکو استادانو څخه نه يوازې دا چې څه زده کولاى نه شي ، بلکې په ډيرو ولسواليو کې خو زده کوونکي يوازې د ورځې تيرونې لپاره ښوونځي ته ځي او بس ، چې ښه بيلګه يې د احمدخيلو ولسوالي ده ، چې د پکتيا چارواکي او ددې ولايت د پوهنې رياست مسولين تر ټولو ښه ورباندې خبر دي ، خو دا چې غوږ پرې نه ګروي هغه دې دوى بې غوري ده.
پر دې سربيره د پکتيا په ګڼو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه نشته ، چې له دې کبله ګڼ شمير خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او دې ته اړ دي ، چې يا خو پاکستان ته خپل ناروغان د درملنې لپاره بوزي او يا يې هم کابل ته راولي او که څوک ددې دواړو وس و نه لري ، نو له ناچارۍ به خپل ژوند له لاسه ورکوي.
که څه هم چې دا يوازې پکتيا نه ده چې له دې ډول ستونزو سره مخ ده ، بلکې په ګڼو پښتون ميشتو سيمو کې د بې غوره او فاسدو چارواکو له برکته خلک نه يوازې دا چې له دې چارواکو يې کوم خير نه دى ليدلى ، بلکې د هغوى له بې غورۍ يې خپل شته حقوق او امتيازات هم له لاسه ورکړي دي.
په دې لړ کې د پکتيا په څير يو بل ولايت غزنى هم دى ، چې په نږدې ١٥ پښتون ميشتو ولسواليو کې يې د ګوتو په شمير ښوونځي شته ، چې هغه هم د ناامنيو له کبله تړل شوي دي .
په داسې حال کې چې د غزني د پوهنې رياست مسولينو په وينا ددې ولايت په جاغوريو هزاره ميشتې ولسوالۍ کې له ٢٠ زياتې يوازې د نجونو او هلکانو ليسې فعالې دي ، چې هر کال له دوولس سوو تنو زيات د دوولسم ټولګي فارغان لري. چې په دې کچه ليسې د غزني په ښار کې هم نشته .
نږدې دوه کاله وړاندې د سويل لوديز زون ولايتونو د دولسم ټولګي فارغان ، چې کندهار ، هلمند ، ارزګان او… پکې شامل دي په ټوليز ډول د غزني د جاغوريو ولسوالۍ د ليسو له فارغانو سره برابر وو ؛ په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مسولين او ددې ولايتونو ناغيړه چارواکي په دې ډير ښه پوهيږي ، خو بيا هم کوم څه نه کوي.
د موضوع د لا روښانتيا لپاره به يوه بله ښه بيلګه په دې برخه کې د پکتيکا وروسته پاتې ولايت څخه راواخلم ، چې د ټول افغانستان په کچه د پوهنې په برخه کې کوم ګام نه ده ورته پورته شوى ؛ تير ١٣٨٨ لمريز کال کې د پکتيکا ولايت د دوولسم ټولګيو فارغانو په غزني ولايت کې د کانکور امتحان ورکړو ، چې نږدې اتيا کسانو پکې ګډون کړى و .
د کانکور د امتحان لپاره چې کله د پکتيکا ټول ټال څه کم اتيا تنه ځوان فارغان غزني ته راغلل ، نو د پوهنې رياست چارواکو زه دې ته اړ کړم ، چې د کارتونو اخيستلو لپاره يې اړوند ښوونځي ته بوزم او کارتونه ورته واخلم ، ځکه په همدې کال ما هم د کانکور آزموينې لپاره کارت اخيستى و .
کله چې مې د پکتيکا ځوانان وليدل ، چې ډيرى يې يوازې د علي بابا له ليسې څخه فارغ شوي وو ، نو ډير افسوس مې وکړ او هغه خبر را په ياد شو ، چې وړم کال د غزني د جاغوريو ولسوالۍ د دولسمو ټولګيو فارغان ، چې شميره يې له ١١٥٠ تنو څخه اوښتيده په کانکور آزموينه کې ګډون وکړ.
خو په ډير افسوس چې زما د ګران پښتون د ځپلو ، شا ته پاتې کولو او له خپلو حقوقو څخه د بې برخې کولو لپاره هر بې رحمه لاس پورته کوي ، ښوونځي يې په بمونو ور الوزوي او کتابونه يې ورته سوزوي.
څو ورځې مخکې مې په تاند ويب پاڼه کې د غزني ښار د يوې ليسې د نهم ټولګي زده کوونکي يوه ليکنه ولوسته ، چې ډيره يې په زړه پورې ليکلې وه .
دې زده کوونکي د يو کتاب پلورونکي له خولې ليکلي وو ، چې دوى ته د پښتو ژبو سيمو درسي کتابونه ، چې د پوهنې وزارت چاپ کړي د خرڅلاو لپاره راوړل کيږي او دا هم ورته ويل کيږي ، چې که چيرې يې ورنه نه اخلي ، نو بې پيسو دې يې ورنه واخلي او کوم زده کوونکي ته دې ورکړي ، ځکه د سرچينې په وينا چې دغه کتابونه ، چې کله له کابل څخه پښتون ميشتو ولايتونو ته وړل کيږي ، نو په لاره کې د وسله والو تر بريد لاندې راځي او د ټوپک د ګوليو او اور خوراک کيږي ، چې په دې کې که کوم موټر روغ پاتې شو ، نو هغه بيا د امنيتي کمپنيو لخوا په يو ډول تر بازارونو راوړل کيږي او پر کتاب پلورونکو پلورل کيږي.
په داسې حال کې ، چې د هرات ولايت د ښونځيو درسي کتابونه د خصوصي ترانسپورتي کمپنيو لخوا روغ رمټ وړل او رسول کيږي او دا ټول هغه څه دي چې سل په سلو کې حقيقت لري ، ځکه ما پخپله همداسې ډير څه ليدلي دي.
دا مهال د غزني په ټولو پښتون ميشتو ولسواليو کې ګڼ شمير ښوونځي تړل شوي دي ، خو سهميه يې د ښوونکو او مديرانو لخوا د غزني د پوهنې له رياست څخه وړل کيږي.
د تړل شويو ښونځيو ځيني زده کوونکي له ناچارۍ د غزني ښار يوازينۍ پښتو وکيل محمد جان کوچي ليسې ، چې د غزني ښار د شمال لويديزې برخې په نږدې لس کيلومترۍ کې موقعيت لري مراجعه کوي ، خو هلته هم د ځاى د نشتوالي له کبله نه منل کيږي او بې سرنوشته پاتې کيږي.
بيا نو دوى دې ته اړ دي ، چې يا خو د ايران ، پاکستان او نورو هيوادونو ته د کار او غريبۍ په خاطر په قاچاقي ډول ولاړ شي او يا هم دا چې د وسله والو په ليکو کې شامل او وسلې ته لاس کړي.
په پاى کې يو ځل بيا له افغان ولسمشر کرزي ، د پوهنې ، لوړو زده کړو او عامې روغتيا له وزيرانو او د پښتون ميشتو ولايتونو له بې غوره چارواکو څخه په ډير درنښت هيله کوم ،چې د ملي يووالي په پام کې نيولو سره پښتنو ته هم خپل حقوق ورکړي او دغه قوم ددې ټولو ناکردو او ناخوالو له توپان څخه وژغوري.
ګرانو !  زه متعصب نه يم ؛ بلکې د خپلو خوارو او غمځپلو پښتنو روا حقوق غواړم.