د سپټمبر په ۲۰ او ۲۱ نېټې کوچيان، باميان، سمنګان او تخار په ولايتي شل اوريزو سياليو کي د ګډون لپاره په خپلو کي لوبي کوي .
په راروانو ولايتي شل اوريزو سياليو کي ۲۴ لوبډلي برخه اخلي، تر اوسه د ۲۳ ولايتونو لوبډلو مهال وېش اعلان سوي او د ۲۴ لوبډلي لپاره پورته څلور لوبډلي د کابل په لوبغالي کي سره لوبيږي .
د افغانستان کرکټ بورډ دا څلور لوبډلي په ولايتي سياليو کي د ګډون لپاره ځکه نيغ په نيغه پرېنښودې چي لومړي بايد دوى د نورو ولايتونو په څېر ولوبيږي او ځان د نورو ولايتونو په څېر ثابت او وځلوي نو بيا دوى کولاي سي چي په ټولو ولايتي سياليو کي نيغ په نيغه برخه واخلي .
بل شرط د دې لوبډلو لپاره دادئ چي دوى بايد په خپلو ولايتونو کي د کرکټ اکاډمۍ او د سخت توپ څلور يا پنځه لوبډلي ولري نو بيا دوى کولاي سي د نورو ولايتي په څېر په ولايتي سياليو کي برخه واخلي .
د کرکټ بورډ تخنيکي مسؤلينو دا څلور لوبډلي په دوو ګرپو ويشلي د په الف ګروپ کي کوچيان، باميا او په ب ګروپ کي تخار او سمنګان په خپلو کي يوه يوه لوبه کوي، په دواړو ګروپونو کي به دوه ګټونکي لوبډلي سره مخامخ کيږي هر يوه لوبډله چي ګټونکي سوه هغه به په ولايتي شل اوريزو سيالو کي ۲۴ لوبډله وي .