کور / تازه خبرونه / کندهار: درې تنه ماين ښخوونکي لاس په لاس ونيول سول

کندهار: درې تنه ماين ښخوونکي لاس په لاس ونيول سول

دکندهارولايت مقام نن شنبې په خپره سوی خبرپاڼه کي ليکلی چي تيره ورځ د ډنډ ولسوالى د ګورګانو په کلي کي پوليسو د خپلي ګزمي پر مهال درې تنه مخالفين پر لويه لاره باندي د ماين ښخولو په مهال لاس په لاس نيولي چي دامهال تر پوښتنو ګرويږنو لاندي دي
داپه داسي حال کي ده چي تېره ورځ دوه تنه وسلوال مخالفين دکندهارښارد١٣مي حوزې دبي بي حواکلاچې په سيمه کي هم دپوليسوپه لاس ورغلي وو.
همدارنګه په خبرپاڼه کي ديوشميرچاودېدونکوتوکودنيولوخبره هم سويده .
لاکن تراوسه پوري وسلوالوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ويلي .