کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ضیا صالحي د پښتنو پر ضد د توطیو ښکار سو !

ضیا صالحي د پښتنو پر ضد د توطیو ښکار سو !

 


متاسفانه په دې تیرو اتو کلونو کي په افغان حکومت کي یو داسي کلتور حاکم سوی دﺉ، چي که غواړې لوړي چوکۍ ته ورسېږې نو باید یا وطن فروش سې، یا دې خارجي پاسپورټ په جیب کي وي او هم باید د کوم بهرني هیواد د جاسوسي ادارې د غضویت کارډ در سره ولرې. تر دې ور اخوا یوه بله کټګوري چي په خورا ډېر خطر کي ده هغه د با احساسه پښتنو چارواکو ده چي غواړي خپلو خلکو ته خدمت وکړي نو باید په یو ډول نه په یو ډول له صحنې څخه و ایستل سي چي یو له هغو څخه ښاغلي صالحي دﺉ. زه په زغرده سره ویلای سم چي ولسمشر په دفتر کي صالحي یو له هغو پښتنو څخه دﺉ چي همیشه یې تر خپله وسه د خپل قوم د بربادۍ مخه نیولې او له اړو پښتنو سره یې مرسته کړې ده.
له تيرو نږدې درې كالو راهيسي د افغان دولت او امريكايي چارواكو ترمنځ اړيكي بحراني دي، كله ډېري خرابي سي، كله بيا يو څه تشريفاتي مانورې اجرا سي او د اړيكو د عادي كيدو ډنډورې اوچتي سي، خو اصلي ستونزي پر ځاى پاته دي.
اصلي ستونزي ډېري دي خو اصلي سرچينه اورېښه يې د بن له كنفرانس او په دې كنفرانس كي د غير اصولي او غير عملي پريكړو څخه ده، د بن په كنفرانس كې د افغانستان د نوي نظام بنسټ په خيانت او معامله و درول سو.
په افغانستان كې نظام چې هر ډول وو وروستى او اصلي تعريف يې همدغه دى چې بايد د امريكا هر ګام د بشر د حقوقو سره سم او د آزادۍ او ولسواكۍ پر اصولو ولاړ و بولي. هيڅ ډول خپلواكي و نه لري، د ولس د ارادې ممثل نظام نه وي، امريكا چې دلته څه غواړي او څه كوي همدغه د افغان ولس غوښتنې او ارمان و ګڼي او په پټو سترګو پرې آمين كړي.
تر څو كلونو پورې افغان ولس ته سره او شنه باغونه ورښول كېدل، ناخوالي او بدمرغۍ ټولي پر القاعده او طالبانو ور اوښتې، خو آخر تر كومه؟!!
وروسته چي دغه لوبه مخ پر اوږديدو سوه د افغان حكومت او نظام په اړه په ولس كي بې باورۍ زياته سوه، همدې حالت حكومتي چارواكي په تيره ولسمشر دې ته اړ كړ چې يو ځل پر دې جريان له سره فكر وكړي، پايله دا سوه چې ولسمشر ورو ورو د اعتراض ږغ اوچت كړ، دغه ږغ پر هغو امريكايي چارواكو د تندر په څېر وو چې نه يوازي له كرزي بلكي له بل هر غير امريكايي څخه د امريكا پر خلاف د اعتراض حق اخلي. د دوى ټولو استدلال د امريكا د مرستيال ولسمشر استدلال دى چې يو وخت يې كرزي ته ويلي وو:
((زموږ سپي چې څوك وداړي هغه به حتماً ترهګروي)) په هغو ورځو كې په پكتيكا كې امريكايي پوځيانو د يوې كورنۍ اته تنه غړي په وحشي سپيانو ډاړلي او په شهادت رسولي وه.
د كرزي او امريكا ترمنځ اختلاف د څۀ شي پر سر دى؟
لويديزې رسنۍ ډير په زور دا تبليغ كوي چې ولسمشر بې كفايته دى، وروڼه او نږدې ملګري يې د ترياكو په قاچاق او اداري فساد كې ښكيل دي، په اداره كې يې فساد او درغليو ځالې كړې او نوموړى يې له كنټرول نه ناتوانه دى.
واقعيت هم دادى چې افغان اداره او نظام اوس په اداري فساد كې دونه ډوبه ده چې كه چیري څوك په دې ناروغۍ اخته نه وي پر هغو بايد هم بدګوماني وسي چې ولي داسي دي.
واقعيت دادى چې افغان حكومت د افغان ولس په خدمت كې پاته راغى، او اوسنۍ نظام او حكومت د يوې ناكامي او بدي حكومتدارۍ يوه داسې نمونه ده چې بل سارى نه لري.
خو خبره اصلاً چیري ده؟
له پيله د قومونو پر ونډو ويشل سوى حكومت، د بهرنيانو پراخ لاسوهنه او په هر څه كې نيغ اغيز، د بهرنيانو ډك لاسونه او د افغانانو بده ورځ او تر ټولو زيات له حكومتي نظام سره موازي د بهرنيانو بيلابيلې ادارې، تشكيلات او پراخ ستون، اصلاً د دې لامل دي چي حكومتي نظام فلج او اداري فساد اوج ته ورسيږي.
كه په كومه ورځ افغان چارواكي په تيره ولسمشر د ولس د ارادې د تمثيل خبره پريږدي، په كومه ورځ چې د ولس د ارمان او هيلې ږغ چوپ سي، په كومه ورځ چې د ولس په وينو پړسيدلي له اعتراضه خوندي سي، اداري فساد او د ولس د وينو او غوښو خوړل به دوام لري، فاجعې به نورې هم درنې او خطرناكي سي، افغانان به نور هم د جګړې په دوزخي لمبو كې ور ښكيل وي خو ولسمشر به د يوه هوښيار، با تدبيره او د بحران د وختونو د يوه ښه مشر او مدير او په بيلا بيلو نومونو مډالونه او جايزې اخلي.
دا دى په افغانستان كې د ښې حكومتدارۍ او له فساد څخه د پاك نظام معيار!!
د دوى په اند د ولسمشر كرزي ستونزه داده چې ولې د بې ګناه ملكي وګړو مرګ ژوبله يادوي او ولې د لويديزوالو دوه مخيو ته ګوته نيسي، ولې هغه د ((شولې ته بخور پردې ته بكو!)) په اصطلاح ګوزاره نه كوي او… د دې لپاره چې ولسمشر ملامت او مات كړي لويديزوال او په تيره امريكا ډير څه لري، هغوى قوي ميډيا او رسنۍ لري، هغوى ډالر لري چي د كرزي شاو خوا پرې استخدام كړي، هغوى پټې او ښكاره ډيري ادارې او پراخ وسايل لري.
دا اوس چې له درنو جرمونو سره د مبارزې او د حساسو پلټنو د ادارو په باب په لويديزو او په هغوى پوري تړلو داخلي رسنيو كې چي كوم مسايل راوزي هغه څه نه دي چي د نوو ادارو په اړه له حكومت سره مطرح دي.
په لويديزو او په هغوى پورې تړلو رسنيو كې دا خبره را پورته ده چي ضيا صالحي د ولسمشر نږدې كس په اداري فساد او بدو اړيكو ككړ دﺉ، خو ولسمشر يې دفاع كوي او فساد! ته لمن وهي. د ولسمشر كرزي تر ټولو لويه ستونزه همدغه ده چي نه پياوړې ميډيا لري اونه پياوړى كاري ټيم او نه هم  مخلص همكاران.
كه ميډيا يې درلوداى، كاري ټيم او مخلص همكاران ورسره واى نو د هغه پاس يادو سوو ادارو په باب به يې حقايق افغان ولس او نړيوالو ته را لوڅ كړي وای.
په كوم هېواد كې چي كورنيو چارو وزارت، عدلي او قضايي ارګانونه او ملي امنيت ادارې فعالې وي په هغو كي د امريكا د ايف، بي، اى تر څارني او ادارې لاندي د ادارو جوړولو ته اړتيا څه ده؟
“”افغان ولسمشر حامد کرزي  د اې، بي، سي امريکايي ټلوېزيون “دې اوونۍ” پروگرام ته وويل ضيا صالحي يې ځکه له بند څخه وژغورﺉ ،چې د افغانستان د قوانينو خلاف د شپې په تياره کي نيول سوى وو. ښاغلي کرزي وويل د بهرنيو په ملاتړ د مخ پټو ټوپکوالو دغسي د نيمي شپې چاپې خلکو ته د روسانو د مهال نيوني وريادوي او ډاروي يې او ژمنه يې وکړه چې عدلي مقامات به پرېږدي چې پر ښاغلي صالحي د فساد تورونه وپلټي. ده زیاته کړه چي د فساد پلټنه بايد په اغيزمن ډول، د ژمنتيا پر بنسټ او په پوره زور ترسره سي خو دا بايد هر اړخيزه او ناسياسي وي او بهرنيان په کي ټاکلي گټي ونه لري.” کرزي د فساد ضد هغو دوو ادارو ته په اشارې سره چې د لوېديځ ملاتړ ورسره دى، وويل بهرنيان به پرېنږدي چې د افغانستان له قوانينو بهر په خپله خوښه عدالت وچلوي.“”
كه خبره د همكارۍ وي بايد له رسمي اړوندو ادارو سره وسي د متوازي نظام جوړول خو اصلاً د اصلي نظام مشروعيت او ملي حاكميت تر سوال لاندې راولي، په يوه نظام كې دننه د بهرنيو استخباراتي كړيو لخوا د چارواكو تيلفونونه اوريدل او ثبتول او د مهمو كسانو نيول او بنديانول د يوه خپلواك هېواد له وقار او حيثيت سره اړخ  نه لګوي؟ همدغسي كرزى په جهر وايي چې د ولسمشر وروڼو او خپلوانو، د ولسمشر د مرستيالانو او د كابينې او شورا د غړيو نږدې خپلوانو ته نړيوال ولي لوى قرار دادونه وركوي همدغه د فساد اصلي نمونې دي. په يوه نړيواله رسنۍ كې دغه خبره غبرګون نه مومي ځكه چې بيا به د اداري فساد په برخه كې پر ولسمشر د تورلګولو پلمې لږ سي.
د ښاغلي صالحي قضیه په داسي حال کي راپور ته کیږي چي په امنیت شورا کي د ځینو لوړ پوړو چارواکو له انګریزانو او امریکایانو تر منځ اختلافات خپل اوج ته رسیږي. انګریزان د خپل شیطاني سیاست په دوام په افغانستان کي ددې پر ځای چي سوله راولي بلکي لا نور هم په افغانستان کي پر بل اور تیل پاشي. له بله پلوه انګریزان په امنیت شورا کي خورا پراخ لاس لري او همیشه ورته د مشاورینو او نورو نومونو ورته راځي تر څو ددې ځایه د افغانستان د مظلوم ولس د سوکالۍ پلانونه شنډ کړي او د تباهۍ پلانونه طرحه کړي.
د پتنګ عبدالرحيمزي په نامه یوه لیکوال د ښاغلي صالحي په اړه یوه لیکنه کښلې چي اوسني نظام ته ور پېښو نارغیو او مشکلاتو تر څنګ نورو ښو حقایقو ته اشاره پکښي سوې ده چي لوستلو ته یې تاسو درانه لوستونکي رابولم: 
(( د تېرو اتو کلونو په بهير کې د ولسمشر کرزي په حکومت کې يوه غټه ستونزه دا وه، چې ده او نظام ته وفادار خلک بايد له ده څخه لرې وساتل شي او د نظام چلونې اساسي پوستونه يې په واک رانه شي. دې نظام کې چې کومې ګڼې ستونزې اوس محسوسېږي، يوه يې همدغه ده، چې نظام دښمنه، افغان دښمنه او ان کرزي دښمنه عناصر تر هر چا زيات په نظام کې ډېر مطرح دي او ان ولسمشر ته ډېر مقرب دي. يو شمېر بهرنۍ او ځينې کورنۍ کړۍ شته چې د نظام او ولس، جمهور رئيس او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي، ښاغلى محمد ضيا صالحي که پخوا په هر نظر او هر فکر و او يا يې له هر تنظيم سره تړاو درلود، خو له هغې ورځې چې امنيت شورا دفتر کې مقرر شوى د خپلو پراخو، ټولنيزو، سياسي او قومي روابطو له لارې يې د ولسمشر کرزي حکومت ته ډېر کار کړى او دې نظام ته د يوه وفادار او موثر شخص په توګه څرګند شوى دى. محمدضيا صالحي په دې بريالى شوى چې د ولسمشرۍ د دويمې دورې په انتخاباتو کې د افغانستان په شمال کې يو شمېر لږکي قومونه، د هغو موثر مشران او نور متنفذين د کرزي په ګټه راواړوي او په دې ټاکنو کې د کرزي په ګټه موثر نقش ولوبوي. ضيا صالحي د خپلې ژبې د پوره فصاحت او بلاغت له لارې او دا چې په روسي، انګرېزي، اردو، دري او پښتو ژبو پوهېږي، يو شمېر بهرنيو هېوادونو سره د کرزي د حکومت د روابطو په ښه کولو کې رول لوبولاى دى.
کورني اجتماعي مناسبات يې هم تر حده زيات دي. د امنيت شورا د دفتر له لارې يې د افغانستان د علماوو له سراسري شورا او نورو سياسي او قومي مشرانو سره پراخ روابط درلودل او د پراخو اقتصادي امکاناتو باور پرې شوى و. صالحي په داسې يو موقف کې و چې که نورو ته يې اقتصادي امکانات نه واى برابر کړي، نو بل چاته يې هم د لاس غځولو اړتيا هېڅ نه پيدا کېدله، خپله معاش يې هم دومره و چې دده د ژوندانه ټوله اړتيا يې خړوبولاى شوه. له هغې ورځې چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د امريکا د متحده ايالتونو ترمنځ زړه بداوى راپيدا شوى، نو داسې اټکل کېده چې يو شمېر دولتي چارواکي به ضرور د امريکايانو ددې قهر په بټۍ کې لوېږي، خو دا چې څوک به دې اور ته لوېږي، حقيقي او واقعي فسادګر؟ او که هسې څو د ګوتو په شمار کسان چې په فساد کې لاس نه لري، خو نظام ته وفادار دي؟ دا وېره هم وه چې کېدى شي بيا هم د ګناه کارو پرځاى بې ګناه او د زورورو پرځاى کمزوري قرباني شي. له هغې ورځې چې د امريکايانو له خوا (( د درنو جرمونو پرضد د مبارزې اداره)) جوړه شوې، نو د هغې وېرى اټکل پر واقعيت بدل شو چې تصور يې کېده. دې ادارې تراوسه پورې (٥٤) بېلابېل دولتي او نادولتي اشخاص نيولي دي. دا څلور پنځوس کسان ټول پښتانه دي، يوازې دوه تنه په کې داسې دي چې دري وايي، د هرات دي خو له قومي پلوه هغوى هم پښتانه دي، نور نو په بل هېڅ قوم پورې اړوند فسادګر په کې نه شته. دې کې داسې کسان هم شته چې اوس يې هم په کور کې وچه ډوډۍ نه پيداکېږي، خو هغوى يې هم د بډو او رشوت په تور رانيولي، دې ډله کې يو هم هغه فساد ګر نه شته چې پانګه يې تر حساب و کتاب وتې ده او يا په جنګي تنظيمونو پورې اړه لري.
د جمعيت، نظار شورا، وحدت حزب، جنبش او يا نورو هغو احزابو چې په جګړه کې د امريکايانو انډيوالان دي او اوس يې په نظام کې حساس پوستونه نيولي او په لکونو جريبه ځمکه يې غصب کړې ده، ددې ډلو له جملې څخه يو تن هم نه شته؛ ټول هغه کسان بنديان دي چې پښتانه دي او جمهور رئيس کرزي، اوسني نظام او د افغانستان ثبات ته وفادار دي. داسې ښکاري چې ( د درنو جرمونو پرضد د مبارزې ادارې) تر شا نورې پټې توطيې پټې دي او غواړي يو قوم په مجموعي ډول په افغانستان کې له سياسي، اجتماعي او قومي فعاليته وغورځوي، روښنفکر او تحصيليافته به يې دلته په حکومت کې ټکول کېږي، ولس او نالوستي به يې د طالبانو او امريکايانو په جنګونو او بمباريو کې وژل کېږي، که نه نو دا څه مانا لري چې سل په سلو کې ((فساد ګر)) دې هم په حکومت او له حکومته دباندې په يوه قوم کې راټول شي؟ که داسې نه وي، امريکايان خو دې د کريم خليلي د هغه د ورونو، محمد قسيم فهيم د هغه د ورونو، رباني د هغه د زامنو، ډاکتر عبدالله، قانوني، امان الله ګذر، معلم عطا او نورو پانګه هم وپلټي. عجيبه خبره ده د پکتيا امنيې قومندان د ټلېفون په کرښه د (درې لکه افغانيو) په تور زنداني کېږي، خو معلم عطا بيا د ورځې په درې مليونو ډالرو رشوت او فساد نه يوازې دا چې نه بندي کېږي، بلکې ستايل کېږي.
ضيا صالحي د دولت داسې لوړ رتبه اجرايي مامور نه دى چې پر چا دې د فشار له لارې د بډو اخيستلو واک ولري او نه د امنيت شورا دفتر داسې دفتر دى چې د رشوتونو په مورچل کې دې ناست وي. دا يو سياسي دفتر دى چې اکثره کرزي ته نږدې وفادار خلک په کې راټول دي. د ضيا صالحي نيول کرزي ته دا پيغام رسوي، چې که چېرې د امريکايانو له حکمونو او غوښتنو سرغړاوى کوي، نو داسې ګوشمالي به ورکول کېږي. ضيا صالحي د همدې لويو سياسي لومو په يوه لومه کې راګير شو. عجيبه خبره داده چې صالحي بندي کېږي، خو امرالله صالح ازاد او خلاصې تڼۍ ګرځي او معلم عطا وياړل کېږي. وخت ته به منتظر شو چې د امريکا له خوا جوړه شوې ( د درنو جرمونو پرضد اداره) غټو جنايتکارانو ته لاس ور وړي که نه؟ او که همداسې پر مظلومو پښتنو خپل تمرين ته دوام ورکوي؟))
 تر دا مهاله پر صالحي هیڅ ډول تور نه دﺉ ثابت سوی چي له مخي یې باید هغه ګناه کار وګڼل سي نو بیا ولي دا قضیه په نړۍ والو او کورنیو رسنیو کي دونه شاربل کیږي. ایا سړی پوښتلای سي چي په افغانستان کي یوازي په فساد تورن همدا صالحي دﺉ که په زرګونو نور کسان هم دي او نو ولي د هغوی نومونه نه ښکاره کیږي او په مطبوعاتو کي دونه بحثونه نه پر کیږي. 
 کله چي دا د فساد د خبري مسله رسوا سوه چي دا هڅي یوه دسیسه وه، نو بیا غربي مطبوعاتو ولیکل چي صالحي د سي، اي، اې سره اړیکي درلودې. که د اړیکو خبره وي نو صالحي خو د ملي امنیت په شورا کي کار کاوه او د همدې شورا ټول کارونه استخباراتي او اوپراتیفي دﺉ چي خامخا به یې د دوستو هیوادونو له استخباراتي ادارو سره اړیکي درلودې. خو همدا د ملي امنیت شورا  د همدې دوستو هیوادونو د استخباراتي ادارو له خوا تمویل کیږي، نو چي خبره د تمویل تر حده رسیږي نو اړیکي باید خامخا موجودي وي البته دغه اړيکي مسلکي وي نه جاسوسي. که په افغان حکومت کي د جاسوسۍ خبره وي نو ایا د افغان حکومت کوم داسي شي سته چي هغه دي له بهرنیانو څخه پټ وي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذونه:
د اې، بي، سي امریکایي تلویزونه سره د افغان ولسمشر مرکه.
په ټول افغان ویبپاڼه کي کي د پتنګ عبدالرحیمزي، لیکنه.
په ویسا ویبپاڼه کي د م خبریال لیکنه.  

تبصره نسته

  1. خبره دې زموږ په منځ کې وي ، دغه صالحي ترکومه ځایه چې زه پیژنم له خپلې مور او پلارڅخه خو غلا کوي امریکایان خوپریوه خوا پریږده ، مه تړئ ددغو خاینو ملاوې مه تړئ پریږده چي رسوا شي ، افسوس ددغوکرښوچي موږ یی ددغو غلو په با ره کی لیکو ، همدغه صالحی نه و چی د طالبانو دقتل عام په شپو ورځو کی یی د دوستم لاسونه مجول او د وردګانو په خبره بدلی یی ترهغو ده اوچتی ویلی ، دخدای لپاره دغلو او خایینو ملا مه تړئ چی بیا مو عادت کیږي .
    کابل خان له ډیلی څخه

  2. مبارک دی وی د افغانستان د ځوانانو لوبډلی په کراچۍ کی پایلوبه هم وګټله

  3. صالحی دیر شی سری ده. دیر وطن پرسث سری دی. خلکو ته زور ورکوی. ده صالحی دیر شه زوند دی. خلک یه نشی لیدی. لکه نیو دهلی کابل خاند. مننه.