کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (۲)

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (۲)

دویمه برخه :
دلږ څه  واټن  وهلو  وروسته  شهزادګۍ  ګنګا  هغه  ځای  ته ورسیده   چې دهغې پلار  راجه  هرکشن   په  کې  دخپلو ساتونکو  ډلو  سره  یو ځاې  پړاو کړې و .  هرکشن  د خپل  پړاو  څخه را ووت او دخپلې  لور  ښه  راغلاست  یی وکړ . اوپه ډیره   اندیښنه  یی  تر ې  و پوښتل :
زما لور جانې  !  زما  د سترګو تورې !  ته  چیرې  تللې وې ؟ ما خو  څو  کسه  ساتونکې  ستاسې د لټون  له پاره در   استولی و ، ما ته  ډیره اندیښنه  را پیدا شوې وه ، دهغه په دې خبره  ګنګا  وویل :
زه دخپلو  ساتونکو سره د ښکار  له پاره ډیره  لرې  تللې وم  او دا  زما ډیره ستره  بې عقلي  اولویه غلطي  وه.  ددې  وروسته  ګنګا  خپل  پلار ته ټوله  هغه  قصه  وویله  چې  پرې تیره  شوې وه  .  او ورته   یی  ډاګیزه  کړه  چې  څنګه او څه ډول په   ځنګل  کې  یو شمیر   بداخلاقه  او  بد معاشو خلکو پرې  حمله وکړه او بیا  صاحب خان  را پیدا شو  اودهغې  ځان  ، عزت او ابرو یی خوندی  وساتله ، اوبیا  یی  دخپل  هغه  سلوک  څخه هم  خبر کړ  چې د  صاحب خان  سره  یی  کړې و ، او ټوله  خبره یی ورته  په ډیر  تفصیل  سره  ټکې  په  ټکې  وکړه. 
دخپلې  لور  شهزادګۍ   ګنګا   د خبرو   د اویدو  وروسته  راجه  هرکشن  ډیر غمژن  معلومیده ،   لږ  څه  فکر  یی وکړ او بیا  یی  خپلې لور  ته  وویل  :
ګنګا  لورې  !  تا د صاحب  خان  سره  ښه  رویه  نه ده کړې . که چیرې  هغه  له تاسره دمحبت  او مینې څرګندونه کړې ده   نو دهغه  خو دا  مطلب نه شو  چې هغه کومه   بده  خبره کړې ده . هر چاته  دبل  سره  د  خپلې مینی او محبت  د څرګندولو  حق  ور په  برخه  دې.   بې له شکه  چې  صاحب  خان د کوچیانو د قبیلې  دیوه سردار  غلام دې ، دهمغه  په خاطر   ګیدړې  ښکار کوی   اوبیا یی  پوستکي  باسې  او  په  ځاې ځاې  کې یی پلورې. ما ورسره  هم دهمدې  پوستکو  په   راکړې ورکړې  کې  پیژندګلوی  پیدا کړې ده . ځکه  چې زه دهغه  څخه  ددې پوستکو  ستر پیرونکې  یم . ددې ټولو  خبرو سره سره  بیا هم هغه یو ډیر  میړنې  ، زړه  ور  او بهادر   ځوان  دې  نو  په  دې اساس  دداسې  چا  څخه  نفرت او کرکه  کول  نه  شی کیداې .  لورې  !  ته پوهیږې  چې زه  تل دهغه  ډیر زیات  درنښت او عزت کوم .اودهغه  سره دخپلو زامنو  په څیر   سلوک کوم ، تا دهغه سره   په داسې سلوک  کولو  هغه  توهین او ذلیله کړې دې ، تر ټولو  ستر  ظلم داشوې  دې   چې هغه ستا  عزت ، عصمت او  ابرو  خوندي  کړه او ته یی دهغو  بداخلاقو  څخه وژغورلې  اوپه پایلو کی  یی هغه د شیرشاه  سوري  ساتونکو  له ځانه  سره یو ړ.او تا دهغه   هیڅ  مرسته و نه کړاې  شوه . په دې وخت کې ته باید  را مخته  شوې واې  اوهغو  خلکو  ته به دې ویلې واې   چې دې  انسان  زما  عزت  ، ابرو او عصمت  خوندی  ساتلې دې  نو تاسې  به یی  ولې  نیسئ .  خو  ستا  دخبرو  نه  څرګندیږی  چې تا  یوه خبره  هم  نه ده کړې  اوهغه دې  د شیرشاه  سوری  خلکو ته ور حواله کړ او ته  ترې دی  لورې ته راستنه شوې . په هر حال  ته ارام  وکړه ، زه به یی  څه  چاره   وکړم .
ددې  خبرو  سره  سم   راجه  هرکشن  خپل  څو ساتونکې  را وبلل ، ساتونکې  په یوه منډه راغلل ، هرکشن  ورته  وویل  :  په آسونو سپاره شئ  اوهمدا  اوس د صاحب  خان   د کوچی  قبیلی په لور ولاړ شئ  ، هغوې همدلته  نژدې  په شرقی  سیمو کې پراته  دي ، ددې قبیلی  سردار  ته ووایاست  چې دهغې  غلام   صاحب خان د شیرشاه  سوری  خلکو  نیولې  دې  نو دهغې  د مر ستې  له پاره ورشئ .  اوس نو تاسو  سمدستی    ورځئ او وخت   مه  ضایع  کوئ  . ددې خبرې  سره  سم هغه  ساتونکو حرکت وکړ   په خپل آس  سپاره  شول اوهغو  ته  یی  کمچینه ورکړه .  په داسې حال کې  چې  راجه  چندرمل  دخپلې لور  شهزادګۍ  سره د خبرو له پاره بیرته خیمی  ته  ورستون شو .
۳
څه وخت  چې دشیرشاه سوري  وسله  والو  ځوانانو صاحب  خان  له ځانه  سره وړ نو صاحب  خان خپل  آس د یوه  عمرتیرې  وګړې  تر څنګ  رانژدې کړ ، داسې معلومیده چې  دا  وګړې  به د ددې  وسله والو ځوانانو   سالار  وي.  هغه  ته په را نزدې  کیدو  سره صاحب   خان   وویل :
زما مشره  !  زه  نه  پوهیږم    چې تاسې  ما په کوم  جرم   په ګناه  د شیرشاه  دربار ته  بوځئ ، او  دا  چې ما ته  به هغه  ددې نامعلومه  جرم  په اړه څه  ډول  سزا  راکوی   ، ماته   څرګنده  نه ده  . خو زما د ډاډ  او تسلۍ  په  خاطر  ته  ماته  د شیرشاه او دهغه د  پلرونو او نیکونو  په  اړه  لږ څه  معلومات  را کړه . تر څو  زه   فکر وکړم  چې  هغه  کار  چې   ما کړې دې  دهغه   له   پاره  به شیرشاه  زما سره   انصاف او عدل وکړی او که نه .
دشیرشاه  دغه  زوړ   عسکر  د صاحب  خان په   لور په ډیر  غور  سره وکتل  اوبیا  یی ورته  وویل :
ګوره  دوسته ! زه  به ستا  دا غوښتنه  ومنم او تاته  به د شیرشاه  دژوند دحالاتو په اړه   ټوله  قصه  واوروم .
واوره !  په  پخوا وختو کې  سلطان  بهلول  لودي  د جونپور  د حکمران  سره  په  پرلپسې   کشمکشونو  کې اخته  و په دې اساس  هغه  د سلیمان  دغرونو  اوسیدونکي  افغانان   په خپل  فوځ  کې  استخدام کړل او بیا یی دهغوې  ډیرې  خلک  دې  لورې ته  را  واستول ، تر څو  دلته د اوسیدونکو  افغانانو د نورو  نسلونو سره   ښې  اړیکې   جوړې کړې . په همدې  خلکو  کې  د سور د قبیلی  یو  وګړې   ابراهیم خان  هم  موجود و.
دا ابراهیم خان  په  خپله  یو عسکر  و   خو د خپلو  سترو  خدمتونو  او میړانو  په  اساس   په  پرلپسې توګه  په انعامونو او سترو  رتبو  باندې  نازول کیده . ددې ابراهیم خان  درې  زامن  و  چې د یوه  نوم  یی حسن  و . دې  حسن  څلور  ودونه  کړې و .دهغه  لمړۍ  ښځه  افغانه  او اخری  ښځه یی هندوه   وه ، دافغانې ښځې  څخه  حسن  دوه  زامن  درلودل  چې د یوه  نوم فرید  خان  او د بل نوم   نظام خان و.  همدا  فرید  خان  بیا شیرشاه  سوری  و ګرزید. تر څنګ  یی دهغې  هندوې  ښځې  څخه هم  حسن  خان دوه  زامن  درلودل  چې د یوه نوم یی  سلیمان او دبل  احمد و .
  حسن  خان د دویمې  او دریمې  ښځې  څخه  هم    څو  بچیان   درلودل  چې په هغې  ډله کې   علي ، یوسف ، خرم  او شادی خان  هم  شامل  دي .  خو ددې څلورو  واړو  څخه  یی  یو هم  د یادونی وړ  نه دې. 
د حسن خان دغه  هندوه  ښځه  په  حقیقت  کې  یوه  وینځه وه  او څنګه  یی   چې غوښتل  نو همغسې به یی خپله  خبره  سرته  رسوله . دحسن  خان  تر ټولو مشر  زوې  فریدخان   به  ۱۴۸۸ ز کال    هوشیار  پور ته  نزدې  په  باجوړه  نومې  ځآې  کې  پیدا شوې و . 
د فرید خان  یعنې  دشیرشاه   نیکه  ابراهیم خان  لمړۍ  پنجاب  او بیا  بنور ته  ولیږل  شو . په  هغه وخت  کې په دې  سیمه   دجمال  خان په نامه  یو  سړې  حاکم  و . هغه  ابراهیم ته د  هغه د خدمتونو  او میړانو  په ویاړ د  بنور  جاګیر  ورکړ . ابراهیم بیا په همدې  ځاې  کی   وفات  شو. د سکندر لودي   په زمانه  کې حسن خان  جونپور  ته  بدل  کړل  شو ،   په هغه  وخت کې  سکندر  لودي  خپل   باغی  ورور   باربک  ته  چې  هلته  په  جونپور  کې حاکم  و   ماتې  ورکړه .  اوس  نو  سکندر لودی  ته هلته داسې  یو  وګړې  په کار و  چې  په  پوره دیانت  سره د باربک   څارنه وکړاې  شي .  په  دې  خاطر  هغه  جمال  خان  د پنجاب  په ځاې  د جونپور   والی  و ټاکه . د پنجاب  نه د  جمال  خان  د  بدلیدو  وروسته  هلته  حسن خان   و ټاکل  شو ، او هغه  ته یی د  سهسرام ، حاجې پور ،  خواص  پور  او   ډانډا   سیمو   مسؤلیت   هم   ور وسپاره، تر څنګ  یی هغه ته   ستر  اعلی  منصب  هم ورکړ .
د جاګیر د اخستلو وروسته  حسن  خان  د خپلې  لمړۍ  ښځې   اودهغې د دوو زامنو  هر یو  فرید خان او نظام خان  څخه   بلکل  غافله  شو ،  ځکه دهغې  کم عمره  ځوانې  اوښایسته   هندوې  ښځې  حسن خان  په پوره  توګه  په  خپل موټې کې نیولې و .
په دې  سره  دحسن خان  اړیکې  د نورو  اولادونو  سره  د مور میرې  په څیر وګرزیدل . ځکه  دهغې  هندوې  ښځې  فر ید خان  دخپلو  دوو  زامنو  سلیمان او احمدخان  بدترین  دښمن ګاڼه.  د میرنۍ مور او دپلار د سخت اوبد  سلوک   نه  په تنګیدو سره  فریدخان د سهسرام  نه  رخصت  واخست  او  په  جونپور کې یی  د جمال  خان  څنګ  ته  پناه  یوړه  .
دکوره  د تیښتې وروسته  فرید خان د ډیرو  سترو  سترو  ستونزو  او  محرومیتونو سره  مخ  شو . خو خپله حوصله یی له لاسه  ور نکړه . هلته په  جونپور کې  ورته  جمال  خان پناه  ورکړه خو  هغه  به ورته  تل نصیحت کاوه  چی  بیرته د خپل  پلار  په لور  ور ستون  شي . خو  فریدخان  د بیرته تللو  څخه  انکار کاوه  او  غوښتل  یی هملته په  جونپور کې  خپل  تعلیم ته  دوام ورکړي .
د فریدخان د کور  نه د تللو وروسته  ، حسن  خان د  خپلو  خپلوانو او دوستانو  له خوا  ډیر  زیات  بې ننګه  شو .  ټولو  به ننګ  ورکاوه   چې  هغه د یوې معمولې  وینځې  هندوې  ښځې  د اغیز  لاندې  راغې او خپل  اولادی    یی  لاسه ورکړ  .
حسن خان هم  په خپل دغه ګړچار  باندې  ډیر پښیمانه  شوې و ، په همدې خاطر یی د جونپور والی  جمال  خان  ته پیغام  ولیږه   چې په هغې کې  یی ترې نه غوښتنه کړې  وه  چې فرید  بیرته  سهسرام  ته  را ولیږی  اوکه نه دلته  به  یی  تعلیم او تعلم  نیمګرې  پاته شي .
کله  چې  جمال خان  دحسن خان  لیک  فریدخان  ته و ښود نو فریدخان  کورته د بیرته  ستیندو  څخه  انکار وکړ  او ورته یی وویل  چې  دلته په  جونپور کې دهغه د تعلیم  لړۍ  د سهسرام  نه په ښه  توګه  مخته  روانه ده .  همغه و چې  فریدخان   هملته په  جونپور کې  د  عربی  ، فارسي ، او اسلامی  علومو  تعلیمات  تر لاسه کړل  اود خپلو ذهني وړتیاو  په اساس  ډیر مخته ولاړ .
دغه  زوړ  عسکر  تر دې ځایه د څرګندونو  وروسته   لږ  څه  ساه  واخسته، بیا  یی  تر لږه   وخته  پورې  صاحب خان  ته کتل  اوبیرته یی دخپلو خبرو لړۍ  جاری  و ساتله  او ویی  ویل:
    واوره زما دوسته !  نه یواځې دا چې د فرید خان  ډیر وخت د مذهبی  علماو  سره  په بحثونو او خبرو کې تیر شوې  بلکه  په همغه  وخت کې هغه د  حرب   د فن په لورې هم  خاصه توجه کړې وه . د جونپور   ادبي  ، علمی ، او اسلامی  ماحول   د فرید خان  په راتلونکې  ژوند  باندې پوره  پوره  اغیز کړې و.
په دغه وخت کې  جونپور ته  دهند شیرازه  ویل کیدل  ، اود  لوی وچې (برې  صغیر)  زیات  شمیر  علماء همدلته په  جونپور کې اوسیدل .۱
لاتر اوسه  پورې  فریدخان په  ښوونه او  روزنه کې  مشغول  و چې پلار  یی د جونپور  د والی  جمال  خان  دربار  ته راغې ، جمال  خان  حسن خان  ډیر  ملامت  کړ  چې دهغه  د غفلت  په  اساس دهغه  ډیر  زحمت کش  زوې  دهغه د لاسو څخه  ووت. جمال خان د فریدخان  په  تعریف  کې  وویل  :  چې د سور په ټوله  قبیله کې به د  فریدخان په څیر بل  داسې  ذهین  ، زیرکه،  او په خبره  پوه  ځوان  پیدا نه شي ، ددې څخه به یوه ورځ ډیر ستر  شخصیت  جوړ یږي .
— ———————————————————————————————————————————————————
(1) دا هغه ځاې و  چې  د اکبر د نوې  ایجاد  کړل شوې  الهی دین   پرخلاف  دمخالفت  بیروغونه  را پورته شول  اودهمدې ځایه  یی د اکبر  څخه  وغوښتل شوه  چې خپل تخت او تاج  پریږدي .  په  پنځلسمه پیړۍ کې د جونپور  روزنیزو  مرکزونو خاص   اهمیت  درلود. اوددې ځای نوم  به  هم په ډیر درنښت  سره  اخستل کیده  . فریدخان  هم  د ۱۴۹۵ څخه  تر  ۱۴۹۷ پورې  په همدې   تعلیمی  ماحول  کې   زده کړې تر سره کړي دی  او ډیر ژر  یی په علمی کړیو  کې  نوم  راپیدا کړ. همدغه درې کلن  روزنیز   وختونو د فریدخان په ژوند  باندې  ډیر  ژور  اغیز  وکړ . 


  حسن خان  نه یواځې د خپل زوې  په اړه  دغفلت په کولو سره  پښیمانتیا  ښووله ، ترڅنګ  یی  یو شمیر  افغانانو مشرانو هم فریدخان  مجبور کړ  چې دخپل  پلار د عزت او وقار په خاطر  بیرته سهسرام ته ستون  شي .  کله چې  د حسن خان او فریدخان تر منځ   لیدنه وشوه ،نو دواړو پلار اوزوې په ډیره مینه  یو دبل سره   روغبړ وکړ اودهغې وروسته فرید خان  د خپل پلار سره  د بیرته  تللو له پاره  راضی  شو .
په بیرته را ستنیدو کې   حسن خان  خپل  زوې  فرید خان  ته د خپل جاګیر د  کنترولولو پوره  واک  ورکړ ، د ۱۴۹۷ نه  تر ۱۵۱۸  پورې  فریدخان  خپله دنده په ډیره ښه توګه تر سره  کوله . دهغه  د راتلو وروسته نه  یواځې  د جاګیر  مالیه  به  وصولیده  بلکه په هغې کې  منظموالې  هم  را منځته شو.
  فریدخان  په دغه  یوشتو کالو کې هیڅ ډول  ظلم  او تیرې و نه کړ، دخلکو سره یی ډیر ښه  کړچار او سلوک  کاوه ،  فرید  د  جاګیر  ټولو کار کونکو ته حکم کړې  و  چې هغوې دې د مالیی د تر لاسه کولو  له پاره  په دهقانانو باندې  د ظلم اوتیرې  څخه  لاس  و نیسي ، هغه  د  لمړي  ځل  له پاره د دهقانانو  څخه دمالیې داخستلو  له پاره     ( په  نقدې  اویا  جنسې توګه  )  نوې  لارې  پیدا   او قوانین  یی ورته  و ټاکل .
مالیه د تولیداتو  د په نظر کې نیولو په اساس  ټاکل کیده ، خو کله  به   یی  چې اندازه  و ټاکل  شوه نو بیا به دهغې په  تر لاسه کولو کې هیڅ ډول  غیړ  نه کیده ، دهغه وخته  چې فرید خان د  حاجی پور، خواص پور او ډانډا  د سیمو  ولکه په لاس کې اخستې وه  نو هلته په هغو پرګنیو کې یو انقلاب  شانته  راغلې و . ددهقانانو ډیره  شمیره  د هغه   ملاتړي  ګرزیدلې و  ، ځکه  چې هغه د هر وګړې  سره  انصاف کاوه ، د جاګیر نه یی  د رشوت اخستونکو او بد سلوکه  مامورینو  جرړې  وویستې ، قانون  ماتونکې  رشوت خواره  او نا اهله  مامورینو ته یی داسې  سخته  سزا  و رکړه   چې  د نورو  له پاره یی  د عبرت  درس  و ګرځاوه ، دهمدې  کارونو په اساس  فریدخان  په  ولسونو کې    ډیر زیات   دقدر  وړ  وګرزید.
داسې  څرګندیده  چې دفریدخان  ستونزې  او  مشکلات  پاې  ته  نه وی  رسیدلي ، ځکه   کله  چې فریدخان په خلکو ډیر زیات  منلې وګرزید  نودهغه   میریزه  هندوه  مور   ورته  په اور  کې سوځیدله ، هغې   د جاګیر  څخه د فرید خان  د بیلتون  او  دهغه په ځاې  د خپل  زوې  سلیمان  د ټاکلو  له پاره    په حسن  خان  باندې  ډیرزیات   فشار  راوست .
حسن  خان  تر یوه وخته  پورې  خپله  هندوه  ښځه   په اخوا  دیخوا  خبرو  او وعدو  باندې  غولوله ، خو هغې  ښځې داسې حالات  را پیدا کړل  چې حسن  خان  یی مجبور کړ  تر څو فرید خان د جاګیر  د نظام د کنترول  څخه  بیرون کړي . ددې کار  له پاره حسن خان  دڅه  بهانې دپیدا کیدو په   لټه  کې شو .
هغه   د هرې  لوې  هڅه  وکړه چې د خلکو څخه  څوک  د فرید پر خلاف  کوم شکایت  وکړی  نو دهمغې  په بنسټ  به  هغه  فرید  د  جاګیر  څخه  لرې  کړی .  خو د جاګیر  یو کوچنی  ماشوم هم  د فرید په  خلاف  دخپلې ژبې  پرانستو ته  چمتو نه و .
ددې نا کامیو نه وروسته   حسن  خان دفرید خان  محاسبه  کول  پیل کړل ، خو په دې  لړ کې هم هغه د ناکامۍ  سره مخ  شو . فریدخان  یو  ذهین  وګړې  و  اود خپل پلار په ارادو  باندې ښه  خبر و . هغه خپل  پلار  حسن خان  ته یو لیک  ور ولیږه  چې  په کې یی ورته  لیکلی  و :
«تر هغې  چې  ستا پر ما  باور  او اعتماد  و  نو ما د جاګیر  انتظام  په  ډیره   ښه او غوره توګه مخته  یوړ. خو اوس  زه  دا  باور  پاې ته رسیدلې  وینم ، نو په دې خاطر  زه په خپله   غواړم  ددې مسؤلیت  نه ځان  په څنګ  کړم . ځکه  زه نه غواړم  چې ته  غمژن  او خفه  واوسې.  هر چاته   چې  ته غواړې   دا مسؤلیت  ور سپارلې شې»
حسن  خان  د فریدخان ددې  سلوک  څخه ډیر  زیات  اغیزمن  شو . بیا یی ځواب  ورکړ  چې  :  زه منم   چې ته  نه یواځې  زما په  اولادونو کې بلکه  زما په  ټوله کورنۍ کې  ذهین او  د پوره  پوهې  خاوند او  عزتمند یی.  زه په دې  پوهیږم   چې هغه  کار  چې تا کړې   هغه  سلیمان  او احمد  دواړه  هم نه شي کولې ، بلکه د هغوې  په لاسو کې د جاګیر  د انتظام ورکول  ستا په  ټولو کارونو د اوبو  د تویولو  په  څیر دی. خو زما مجبوری  داده چې ستا میریزې مور  ماته  زما ژوند  د جهنم  اور  ګرځولې دې . شونې  ده  چې ستا  د  بیلتون   په اساس  به هغه   ډاډمنه  شی او  په  پاته  ژوند  کې  به راته د ساه  اخستلو  فرصت  راکړی .
اوس نو فریدخان  ته یو ځل  بیا د پلار  دکوره   رخصت  اخستل  ور  په غاړه  شول . په دې اړه  د افغان  امیرینو  او خلکو  له اړخه  په حسن خان باندې  سخت  احتجاج  وکړل  شو  خو حسن  خان  هغوې  ته  ددې  ډاډ  ورکاوه   چې د هغه د ژوند وروسته  به  همدا فرید  ددې ټول  جاګیر وارث  وی .خو افغان  امیران  د حسن  خان  ددې  خبرو   څخه  ډاډ من   نه وو.
دغه  زوړ  عسکر  تر دې ځایه  خبرې وکړې  ، یو ځل یی اوږده  ساه  واخسته   او بیا یی  دخبرو لړۍ  جارې وساتله   او ویی ویل :
ویل کیږی  چې دا هندوه  ښځه دحسن خان  ښځه  نه وه  بلکه دهغه  ساتلې محبوبه وه . او په همدې  حیثیت  سره یی خپل ټول  ژوند  دحسن خان  تر څنګ   تیر کړ.  د جاګیر  څخه د ویستلو  له پاره یی د فریدخان پر خلاف  زیاتې   نفسیاتې  حربې  استعمال کړې . دهغې  هغه اخری  حربه  چې  کارې   ثابته شوه  هغه داوه  چې هغې د حسن  خان  سره تر هغه وخته  پورې د  یو  ځاې  څملاستو  څخه  انکار  وکړ  تر څو  چې فریدخان د جاګیر  څخه  بې واکه  شوې  نه و ، اودهغه په ځاې  دهغه دواړه  زامن  سلیمان او احمد  نه و ټاکل  شوی .
فریدخان  ددې حالت  څخه  ډیر زیات  و زورید، او یو ځل بیا یی دخپل پلار کور ته  خداې پامانی وویله ،او اګرې  ته ولاړ ، هلته  د سلطان  ابراهیم لودي  دربار ته  ورغې   خو ابراهیم لودی دهغه د ا غوښتنه  چې د سهسرام  جاګیر  دې بیرته ورته حواله کړل  شي  و نه  منله ،  په اصل کې  سلطان  ابراهیم  لودی  فرید خان  د خپل پلار نا شکره  او نافرمانه  زوې  ګاڼه  نو په دې خاطر یی د فریدخان د غوښتنې دمنلو څخه  په  ډاګه  انکار  وکړ .
فرید یو ځل  بیا  په  ځانته ځان  د خپل  راتلونکې دښه  کولو  له پاره په هلو ځلو کې  را ونغښت او د دولت خان په لور یی مخه کړه .  دولت خان ددې  نه مخته  په  اګره کې  د یوستر  جاګیر  خاوند او  په اعلی منصب  باندې  فایز  و  ، بیا وروسته  د پنجاب  والی و ټاکل  شو . همدې دولت خان  بابر ته په هندوستان د حملی کولو  پیغام او بلنه ورکړې وه ، فریدخان د حالاتو  د څرنګوالې  وروسته    د دولت  خان  لورې  ته روغې   اودهغه  سره  یی  خپل اړیکی  ټینګ  کړل  او بیا همدا  اړیکی  ددوې تر منځ  په  خپل منځې  دوستۍ  باندې تبدیل شول.
دولت خان لودی هم  ابراهیم  لودی ته مشوره  ورکړه   چې هغه دې  دفریدخان سره کومک  وکړی   خو  پادشاه  دې  لورې  ته هیڅ توجه  و نه کړه  ،   نو په دې خاطر  فرید خان   هملته په  پنجاب کې  د دولت  خان سره  پاته شو .
په ۱۵۲۵  ز  کال  کې  دفریدخان  پلار  حسن خان   ومړ  ، په همدې وخت  کې  دولت  خان ابراهیم لودي  ته سپارښتنه وکړه   چې  فریدخان  د حسن  خان د جاګیر  وارٍث  و ګرځوي ، هغه  هم  د فریدخان  د وراثت په اړه  یو شاهی  فرمان  جاری کړ  او په دې توګه  فریدخان د خپلو  میرنیزو  ورونو سلیمان او احمد  سره دښمن  وګرزید.
کله چې فریدخان دخپل  پلار حسن خان د جاګیر  د ولکې  له پاره  سهسرام  ته روان  شو  نو دهغه  ناسکه ورور سلیمان د  جنګ  جګړې  پرته دهغه  ځایه   و تښتید او دیوه افغان سردار ، سرادر  محمدخان   سور  خواته  ورغې  او هملته یی پناه  واخسته ، نوموړې د  پرګنه جویند  خاوند و ،  هغه  بیا دهمدې سردار سره یو ځاې  شو او د خپل  ناسکه ورور  فرید پر خلاف  یی  سازشو نه پیل کړل .  
محمد خان سور ددې  وخت  نه  ډیره ګټه پورته کړه  ځکه  هغه د پخوا  څخه د فریدخان دپلار حسن  خان سره  تربګني  درلوده  نو په دې اساس  خوشحاله وه  چې د حسن خان  د  زامنو تر منځ   دښمنۍ ته  نوره  هم هوا  ورکړي  او په دې توګه  دواړه ډلې    را کمزورې  کړي ،  احمدخان  په فریدخان   باندې  فشار   راوست  چې دخپل پلار حسن  خان  جاګیر د ورونو تر منځ  وویشي ، خو فرید  ورته  ویل  چې هغه خو  سلیمان او احمد  خپل ورونه ګڼی او په  جاګیرکې  هغوې ته خپله   برخه  هم  ورکوی  خو هغوې  ته به د جاګیر  په انتظامی  امورو کې د مداخلی  حق  نه  ورکوي ، ځکه چې دټول  جاګیر  نظم ونسق  د پادشاه  له اړخه    همده  ته ور سپارل شوي دی. هماغه  و  چې  سردرامحمد خان  سلیمان  را و  ګماره تر څو په فریدخان  باندې  حمله وکړي  ، فریدخان په دې  پوهیده  چې  شاید هغه  و نه توانیږي  په  یواځې  ځان دخپل ورور  مقابله وکړي  نو دخپل  ځان  د ځواکمن  کیدو په خاطر یی د  بهار د والی  بهار خان  څخه  مرسته و غوښتله .
په همدې  وختو کې بابر په هندوستان باندې  ستره حمله وکړه ، او فرید  د ابراهیم لودی  او بابر  تر منځ د جنګ  دپایلو په انتظار کې  کیناست .   په  ۱۵۲۵ ز  کال  د پاني پت  په  میدان کې  د بابر او ابراهیم لودی د عسکرو   تر منځ  سخت  خونړې  جنګ  وشو ، فرید ددې حالت په کتلو سره  غلی  او څارونکې  ناست و . په  حقیقت کې  فرید  فکر کاوه  چې که  چیرې د بابر په مقابله کې ابراهیم لودي  برې  تر لاسه کړي  نو هغه  به  په  ډاډمنه توګه  د بهار د والی  بهار خان  څخه مرسته  واخلی  او په دې ترتیب  به   خپل ورور سلیمان او دخپل  پلار  پخوانی  دښمن   سردار محمد خان   ته   ماتې  ورکړې . او که  چیرې  په جنګ  کې بابر  بریمند را ووت  نو هغه به  فرید دخپلو پرګنو  دحاکم په څیر   و مني .
تر دې ځایه  د خبرو وروسته  د شیرشاه  سوری  هغه زوړ   عسکر  لږ  څه  په خبرو کې  تم شو ، ساه   یی واخسته  ، غاړه یی  تازه کړه  او بیا  یی  د خبرو  لړۍ  پیل کړه  او ویی ویل :
ګوره  صاحب خانه ! د پانې  پت  په میدان کې  ابراهیم  لودی  د بابر  نه ماتې وخوړه    او هغه پخپله هم  هملته د جنګ  په  ډګر  کې  له منځه ولاړ ، د پانی  پت  په پریکونکې  جنګ  کې په هندوستان  باندې  د افغانانود حاکمیت   درې نیم سوه کلن  دوران  پاې ته ورسید او ددې  لوېی  وچې   دسلطنت  واکمنی   مغلو  ته  تر لاسه شوه . ابراهیم  لودی ته د ماتې ورکولو  وروسته  د بهار  والی  بهار خان  پرته  له ځنډه   د  سلطان  لقب  ځانته خپل کړ  او په خپل نوم یی  سیکې  جارې  کړې  او     خطبه  یی هم  په خپل نوم و ویله .
په دې ورځو کې  فریدخان  هملته د بهار د حاکم  بهار  خان  تر څنګ  اوسیده ،    یوه ورځ  هغه د بهار خان  سره یو ځاې د ښکار کولو په نیت  ووت  نو فریدخان  د یوه  زمرې  سره   مقابله وکړه  اوهغه یی  په خپله توره       دوه  ټوټې کړ  نو د همغې ورځې  را هیسې  بهار  خان  هغه ته د شیرخان  لقب  ورکړ  او تر څنګ  یی  دخپل  زوې   جلال  خان   استاد هم   و ټاکه  .
دبهار خان  د موافقې  سره  سم شیرخان د سهسرام  په لور  وخوزید ،  د سهسرام د جاګیر انتظام  په دې وخت کې دهغه  دخپل  حقیقی ورور  نظام خان په لاسو کې و . خوبیا  هم  د شیرخان  بسپنې  ته یی اړتیا درلوده ،
سردارمحمد خان   چې د فریدخان او د هغه د پلار حسن خان  سره یی پخوانۍ  دښمنې  وه ، د افغانانو د لوهانی  قبیلې  څخه و.   دهغه  دهمدې    قبیلې  پورې  اړوندو  زیاتو  افسرانو او  درباریانو  شیرخان  ته  دیوه   قومی  او ولسي ځواکمن  شخصیت  په څیر   د کتلو زغم  نه درلود.   په دې وختو کې د بهار  څخه  دفریدخان د تللو  وروسته  سردار محمد خان  د فریدخان په  خلاف  د بهار  د را پورته کولو  کار پیل کړ . اودهغه په لاسو  یی دا فرمان  جاری کړ  چې  شیرخان دې  د خپل پلار  جاګیر  د خپلو ورونو تر منځ  برابر وویشي ، اوهغوې ته دې خپله  برخه ورکړي . هغه  نه یواځې دا فرمان  ترې واخست  بلکه خپل ځان  یی  هم  دهغوې  د منځګړی په څیر  و ټاکه  .
دهمدې  حالاتو د نزاکت په  اساس   شیرخان او دهغه ورور  نظام  خان  د مانک پور د صوبدار جنیدبرلاس  سره  اړیکی  پیدا کړل . جنید برلاس  د بابر  د ډیرو  ښو  عسکری  قومندانانو  څخه  و . شیرخان په خپله  هلته ورغې  اودهغه  سره  یی  ژمنه وکړه  چې  دخپلو  پرګنیو د تر لاسه کولو  وروسته  به هغوې  ددوې    اطاعت کولو ته تیارې کړې  . دمانک  پور  صوبدار د شیرخان  دا   رایه  ومنله ، ځکه  چې په دې توګه  هغه د بابر   سره   یوه  ځواکمن او په معامله پوه   ملګرې  ور زیات کړې و .
همغه و  چې  شیرخان  ته یی فوځ  ورکړ ،  شیرخان  هم د ځنډ  پرته  د جنګ  اعلان وکړ  او  دخپلو پرګنو نه علاوه  یی  په یو شمیر نورو  پرګنو باندې    هم  د فوځ  په کومک  سره   ولکه  وکړه . دهغې  وروسته یی  په سردار محمدخان  سور  باندې هم حمله وکړه  او ان  تر دې  چې دهغه د سلطنت   مرکز  جویند  پورې  ورسید. سردار محمد خان د رهتاس  په غرونو کې  پناه واخسته ، کله  چې  شیرخان په  جویند  باندې  ولکه  کلکه  کړه  نو سردار محمد خان  ته یی پیغام ولیږه  چې  متن  یی  داسې و :
« یو وخت   ستا او زما د پلار  تر منځ  ډیرې  ښې  اړیکې وې   په دې خاطر  ته زمونږ  مشر او  سپین ږیرې   هم یی .  زه  هیڅکله هم دا نه شم  زغملې  چې  یو عزتمند افغان  سردار  دې  د  پردیو په پناه  کې  واوسي ، ته  بیرته  را ستون  شه  تر څو  ستا سیمی  بیرته  تا ته  وسپارم  او زه تاته  د ډیر  نیک  سلوک  په اړه  ډاډ درکوم» دشیرخان  په ډاډ ګیرنه  سردار محمدخان بیرته  راستون  شو ، شیرخان  هم په خپله ژمنه وفا وکړه  اودهغه ټولې  سیمی یی  بیرته هغه ته   په  لاس  کړې . ددې وروسته  سردار محمدخان هم دشیرخان ددې  نیک سلوک  څخه  ډیر زیات  اغیزمن  شو اوبیا یی هیڅکله هم دهغه پر خلاف  سازش  و نه کړ او د  عمر تر اخره یی   ورسره  ډیر ښه اړیکی  وساتل .
ددې  سوبې  وروسته   شیرخان  نه یواځې  په مانک پور کې د بابر د والی  برلاس  وفاداره  پاته شو بلکه په  مختلفو  وختونو کې به  یی  یو بل ته تحفی او تحایف   هم  ور لیږل ،  دشیرخان  د بریاو  په اساس  ډیر  شمیر  افغانانو د هغه په  دربار کې   ماموریتونه  پیل کړل  ، د سردار محمدخان سور  دبیرته راغوښتلو  څخه هم دشیرخان  مقصد د افغانانو دخورو  ورو   ځواکونو  را یوځاې کول و.  وروسته  بیا شیرخان د جنیدبرلاس  شکریه  وکړه   او  اګرې  ته ولاړ اوهلته یی د بابر  سره   وکتل . بابر  په همغه لمړۍ لیدنه کې د شیرخان  دوړتیاو اندازه  واخسته   اوبیا  یی  خپل  سالار جنید  ته  وویل :
مونږ ددې ځوان افغان   په تندي  باندې  د تاج  نښې  احساسوو . مونږ  ددې نه مخته  دهیچا په تندې باندې  داسې  نښې  نښانې نه دې کتلی. نو په دې خاطر به ددې  ځوان  کلکه  څارنه کوئ ،
بابر د شیرخان   دنیولواو بندی کولو  خواهش  هم درلود. خو د جنید برلاس په مشوره یی ددې کاره لاس واخست . ځکه  چې د بابر د داسې اقدام  څخه  نه یواځې د حالاتو د خرابیدو  اندیښنه  موجوده وه  بلکه  شاهی  اقدار  هم  تر نیوکو   لاندې  راتلل.  ځکه  په دې وخت کې  شیرخان د شاهی  میلمه په څیر  هلته   په اګره  کې  اوسیده .
په هر حال  شیرخان   په موقتی توګه د بابر ماموریت  اختیار کړ .  خو په حقیقت کې دهغه مقصد د بابر ملازمت  نه و  بلکه غوښتل یی  د هغه  دحکومت د  انتظام او انصرام  په اړه   مطالعه وکړی . ددې تر څنګ  شیرخان  په داسې   وسایلو  باندې هم  غور کولاې شو  چې دهغې په خپلولو سره   بابر  بیرته   دهندوستان  څخه  و کاږي .
شیرخان  ددهلی  د فوځی  مهم  له پاره د بابر سره یو ځاې ولاړ . خوهغه  په خپله  اړه  د  بابر  په  بدل  شوې  آند باندې  ښه پوهیده ،  په دې اساس  هغه    دې  فکر کولو ته اړشوی و  چې  دا  و  انګیرې  چې ددې دوستي    د بابر اود هغه د والی  جنید  سره  تر کومه  ځایه  تللې  شي . په هر صورت دهغوې  سره د دښمنۍ د اخستلو  مخته   ورته  دا اړینه  شوه  چې دخپل ځان له پاره  مخلص  ملګری  را پیدا کړی تر څو د اړتیاو په وخت کې  یی په کار  راشی .
په دې توګه  شیرخان د  جنیدبرلاس  سره د لیدو پرته  د بابر  څخه  ولاړ. خو وروسته یی د یوه  لیک  په واسطه د جنید  څخه  بښنه و غوښته.  او  ورته یی ولیکل  چې   په جاګیر  کې خلکو ته د ستونزو د راپیدا کیدو په خاطر  هلته دهغه  ورتلل  ډیر  زیات  اړین شوي  و . په دې  ترتیب  شیرخان د دې ځایه ووت او  په سهسرام  کې  خپل  جاګیر ته بیرته  ورستون شو .    
تردې ځایه دغه  زوړ  سپاهی  یو ځل بیا  دمه  وکړه  اوبیا یی  صاحب خان ته د شیرشاه سوری د حالاتو  په اړه  وویل :
صاحب خانه واوره ! دلته   د  بابر دلاسه د شیرشاه سورې  د راتښتیدویو علت  دا  هم  ویل  شوې   چې  ویل کیږي  چې  یوه ورځ  په  یوې میلمستیا کې  د بابر په  شتون کې  شیرخان ته    دخوراک  له پاره په  طشتری   کې ماهی  ورکړل  شو . شیرخان  ددې ډول  خوراک   سره   بلدتیا نه درلوده  هغه سمدستې  دخپل خنجر په څوکه  هغه پرې کړ  او  ویی خوړ . بابر دا هر څه  کتل . هغه خپل وزیر میر خلیفه  هم  دې لورې ته متوجه کړ  او ورته  یی وویل  چې  ما  ډیر ستر او عالی  مرتبه   افغانان  کتلې  دي  خو تر اوسه  پورې  هیڅ  افغان  دومره   نه  یم  اغیزمن کړې  .
بابر خپل وزیر میرخلیفه  ته دا تاکید  هم وکړ  چې  هغه دې شیرخان  په  پرلپسې توګه  د خپلې څارنې  لاندې و نیسي ، خو میرخلیفه د شیرخان  له اړخه   بابر ته ډاډ  ور کړ  چې شیرخان  یو ډیر نیک طبعه انسان  دې  او تر څنګ  یی دهغه د ملګرو  شمیره هم دومره ډیره نه ده  چې  دهغه د  ا ړخه  کوم ګواښ  را  پیدا شي .
شیرخان   دغو  پس پسکو ته  متوجه  کیږی  او په فکر کې لویږی  ، بیرته خپلې خیمی ته را ځی او دخپلو ملګرو سره سلا  کوي  او په پټه خوله   دهغه  ځایه تښتي . بابر ته  په خپلې   غونډی  کې د شیرخان  د نه  موجودیت  احساس کیږی  نو هغه د شیرخان  د را بللو  له پاره  خلک ور  استوی   خو کله  چې ورته  څرګندیږی  چې  شیرخان  له  دې  ځایه وتلې دې نو د خپل وزیر  میرخلیفه څخه ناراضه کیږی .
ویل کیږی  چې  شیرخان  بیرته  سهسرام  ته را ستون  شو او د جنیدبرلاس  در بار   ته  ډیرې  قیمتی  تحفی  او سو غاتونه   ور لیږل  تر څو د خپلې  غیر حاضرۍ  له پاره  بهانه   وړاندې کړی . په همدې وخت کې هغه ته دا خیال  او فکر  را پیدا کیږی   چې: نه  خو  ماته   په مغلو باندې  باور او  اعتبار  پاته شوې دې  او نه زه په دې مغلو باندې  اعتمار او باور کولې شم  ، اوس  نو د وخت اوحالاتو  غوښتنه داده  چې  زه بیرته  د بهار د حکمران  بهار  خان په لور  ولاړشم .
تر دې ځایه  د شیرخان  هغه  زوړ عسکر  صاحب  خان  ته  قصه واوروله  اوبیا یی ورپسې  وویل :
صاحب خانه ! شیرخان غوښتل  چې  یو ځل بیا د بهار خان  سره خپل اړیکې  ټینګ  کړی ، خو هغه ته دا  هم  څرګنده  وه  چې  د بابر  په ملازمت کې  د ورګدیدو وروسته  به  بهار  خان د هغه  مخالف  ګرزیدلې وي ، دبله اړخه  سردار  محمد خان هم  هڅه کوله  چې دسهسرام  څخه د  شیرخان   دورور  نظام خان  د  بیرون کولو له پاره  د بهار خان  څخه  اجازه  واخلي . 
په همدې ستونزمنو حالاتو کې  شیرخان  د افغانانو د منظمولو هڅې پیل کړې ، ددې مقصد  له پاره هغه یو ځل بیا د بهار خان  دربار   ته ورغې، هغه  هم  شیرخان  ته ښه راغلاست  ووایه ، او یو ځل بیا یی د خپل زوې  جلال  خان  استاد   و ټاکه ، لږه موده  وروسته  بهار  خان وفات  شو  خو دهغه زوې  جلال  خان د کم عمر خاوند وې .  نو دهغې مور د جلال  خان د نګرانې  په توګه   په کار  پیل وکړ او شیرخان یی همغسې د خپل زوې  استاد  پریښود.
په دې توګه  په ۱۵۲۸د ز  کال کې   شیرخان ته دخپلو ټولو ځواکونو د را ټولولو  ډیره  ښه موقع په  لاس  ورغله ، د جلال خان د مور  د مړینی  نه  وروسته  دشیرخان  لاس  نور  هم   غښتلې  شو . ځکه  چې  جلال خان  یواځې په نامه  حاکم  و  په داسې حال کې   چې د بهار  حکمراني  عملا د شیرخان په لاسو کې وه . شیرخان  د افغانانو د ځواکونو  په را ټولولو کې  خپلې  هڅې  ګړندۍ کړې  خو هغه ته  تر ټولو لویه  ستونزه داوه   چې  پخپله د شیرخان د ورځ  په  ورځ  ځواکمن کیدو په اساس  ډیر  افغانان دهغه  مخالف  شوې  و . دشیرخان  فکر  دا و  چې تر هغې  چې  بهار او بنګال  د بابر پر خلاف  یو متحده  محاذ  را منځته نه کړي  نو د دواړو  ژوندي پاته کیدل  شونی  نه دي .
د بله اړخه  په  دې ورځو کې د بنګال  حاکم   سلطان محمود  و، چې سرحدونه یی د بهار سره  یو ځاې  شوې  و . پخپله سلطان محمود  شیرخان ته په ښو  سترګو نه کتل ، هسې خو د هغه سترګې  د بهار  په نیولو باندې  نښتې وې  او غوښتل یی چې د بهار د اصلي حکمران  جلال  خان د  کوچنیوالې  څخه  ګټه پورته کړی  اوبهار دخپلې ولکې  لاندې  راوړي  خو هغه د شیرخان  او دهغه د وړتیاو  اندازه  نه  وه کړې  .
په همدې  وختو کې  د بنګال  حکمران  سلطان محمود  په بهار  باندې  یرغل  وکړ  خو د سخت زیان  سره مخ شو . شیرخان  د یوه  ډیر  ستر  ځواک  سره دهغه مقابله  وکړه او د ډیر بد شکست  سره یی مخامخ کړ . هغه د بهار د  فتحه کولو  په ځاې   خپل  اسونه ، فیلان ، وسلې  او ډیرې  خزانې   هم  له  لاسه ورکړې . د جنګ  نه مخته  شیرخان  د سلطان محمود   سپه سالار  قطب خان  ته همدا مشوره  ورکړې  وه  چې د جنګ  په ځاې دې  د سولې  لاره  خپله  کړل شی او دشیر خان سره  یو ځاې دې د مغلو په خلاف  یو محاذ  پرانیزې. خو  قطب خان  هغه د شیرخان  کمزورتیا و ګڼله ، په پایلو کې  یی  جنګ  را منځته شو  او د بنګال  حکمران  سلطان  محمود او د هغه سپه سالار   قطب خان  د بدې ماتې  سره  مخ  شول .
په  همدې وخت کې  د بهار  د  ځوان  حکمران  جلال  په  دربار کې  هم د شیرخان  په  خلاف  مخالفتونه زیات  شول   او د سازشونو جال  په خپریدو  شو ،  په دې  لړ کې د شیرخان  مخالفو افغانانو  جلال  خان  هم  د خپله ځانه  سره  ملګرې  کړ . جلال  خان ته یی  شک  ور  واچاوه  چې که چیرې  شیرخان  دخپلې  مخې لرې نه کړی  نو یوه ورځ  به  هغه په خپله  په بهار  باندې  ولکه وکړی . 
همغه  و چې جلال خان   د څو کسو  سره یو ځاې د شیرخان د وژلو  پلان  جوړ کړ  خو شیرخان ته ددې پلان  په اړه  لا د مخه  خبر ورکړل شوې و ، خو کله  چې  جلال خان  په خپل  پلان کې ناکامه شو نو هغه د بنګال د حکمران  سلطان محمود سره  خبره  جوړه  کړه ، ان  تر دې چې لږه موده  وروسته یی دهغه اطاعت  هم و مانه .
د بنګال د حکمران له پاره ددې  نه بله  ښه موقع او فرصت  نه شو تر لاسه کیداې .  ددې ترڅنګ د شیرخان په دښمنۍ کې  جلال  خان  ددې فکر هم و نه کړ  چې هغه د خپلو هغو  دښمنانو په  خولو کې  ور  غورزي  چې  پخوا تر دې  یی د هغه  د حکمرانۍ د ړنګولو  له پاره  پرې  فوځی  یرغل  هم کړې و .
په حقیقت کې شیرخان د بهار د  حاکم  د وفادارۍ   شعار  له ځانه سره  درلود، ځکه  که  هغه غوښتلې  نو هغه وخت  چې  دبهار حاکم   جلال خان  ډیر  کوچنی و  او د  مور  اوپلار  دواړو د مړینی وروسته   د همدې شیرخان  تر سیورې  لاندې   را لویده  ،  نو  په همغه وخت کې شیرخان کولې شول  چې په ډیره آسانۍ سره  په بهار باندې ولکه وکړي . خو جلال خان د خپلو  چاپلوسو  درباریانو په  خبرو کې راګیر  شو  او د خپلې بې تجربګۍ  په اساس  یی د شیرخان  سره  دښمنی  راواخسته ، شیرخان   هم د جلال  خان ددې  رویی  اوسلوک  څخه  سخت  خوا بدې  شو  او  دربار  یی  پریښود او دسهسرام  په لور بیرته  ور ستون  شو. دشیرخان  بدبختي داوه  چې د بهار او  بنګال  دواړو  حکمرانانو هغه ته   د شک  په سترګو  کتل  او پرته د کومه دلیله دهغه  دښمنان  ګرزیدلې و .
دشیرخان د بیرته  ستنیدو   نه وروسته  د بهار  حکمران   ځوان  جلال خان  خپل  فوځونه  د  بنګال دحکمران  سلطان  محمود  په فوځونو کې  ور ګډ کړل .او تر څنګ یی   بنګال او بهار  یو  ریاست  و ګرځاوه ، او په دې توګه  په بهار کې د جلال خان  حکمرانی  په خپله  له منځه ولاړه .
شیرخان  په دې کار  باندې  ډیر  خوشحاله و ، ځکه  هغه  فکر کاوه  چې ددې اقدام  نه وروسته به  د بهار او بنګال  د  فوځونو تر منځ  اختلافات  په خپله  له منځه ولاړشي  او اوس  به  هغه په ډیره  ساده  توګه د جلال خان په یو شمیر  سیمو باندې  ولکه  پیدا کړي ، ددې کار  له پاره شیرخان  نور کسان  هم په خپل  فوځ  کې  را یوځاې کړل او د بنګال  پر خلاف یی د  جنګ  تیارې  پیل کړ.
د بنګال  حکمران  هم د شیرخان  څخه د پخوانې جنګ   د  بدلې داخستو په خاطر د شیرخان په خلاف  خپل  فوځونه  ور  ولیږل. شیرخان  په دې پوهیده  چې د بنګال د فوځ  په مقابل  کې دهغه د فوځونو شمیره  ډیر ه کمه ده . نو په دې خاطر یی  په  حملې کولو  کې  د لمړیتوب  څخه  ځان و ژغوره .
شیرخان  غوښتل  چې د جنګ  د پیلامې نه وروسته  په دښمن  باندې  داسې ګذار  وکړی  چې  د بنګال  څخه د نورو  تازه  فوځونو د راتلو دمخه   د هغوې   جرړې  همدلته  وباسي . هغه  همداسې  هم  وکړل . دښمن پرې حمله وکړه   نو  شیرخان  تر ټولو  لمړۍ  ددښمن  پیاده  فوځ د هغوې د توپ خانې  او فیلانو سره یو ځاې  شاته  و تمباوه ، او دهغې  وروسته  د شیرخان فوځ  په هغو  خاصو  فوځي  قطعاتو  باندې  ور پریوت.
په  دې جنګ  کې  د بنګال  د فوځ  قومندان  ابراهیم هم   ووژل  شو.  او په دې توګه  په  ۱۵۲۸ ز کال کې شیرخان ته  د بنګال  د حکمران  پر خلاف   دویمه ستره  کامیابي  ور په  برخه شوه . جلال خان په ډیرو  ستونزو سره  بنګال  ته ورسید خو د بنګال  خزانه  او د فیلانو توپخانه  هر څه  دشیرخان  په لاسو کې ورغلې وو، په دې ترتیب  د بنګال  او بهار د متحده  فوځ د ماتېدو  وروسته  شیرخان د بهار  حکمران   و ګرزید.
ددې  ستر  برې  نه څو ورځی وروسته  شیرخان د چنار د کلا  په لور ور وخوزید ، دا کلا د تاج خان د مړینی نه وروسته دهغه د کمرعمره ښځې  ملکې  لاډو  په  ملکیت او څارنه کې وه . شیرخان  هلته د جنګ کولو په ځاې   لاډو ته د واده کولو  پیغام ور  ولیږه  او هغې  هم  دا پیغام و مانه ، په دې توګه د چنار  کلا اودهغې ځاې  خزانه  دهر څه  سره د شیرخان  په لاسو کې ورغله ، دهمدې دولت او شتمنۍ د تر لاسه کولو وروسته د شیرخان  اثر  ورسوخ  ډیر زیات شو  او هم یی په وسایلو کې  زبردست  ډیرښت  راغې .
ددې وروسته  شیرخان  د هند  په لویه وچه کې  د افغانانو د ځواک  د رایوځاې کولو له پاره  شپه  او  ورځ  یوه  کړه ، تر څنګ  یی د خلکو عامه ګټو ته  توجه  وکړه  تر څو  ددې لارې د عوامو   وفاداری  ډیره  او په راتلونکې  کې دهغه  له  پاره  په کار  راشي . هغه د ټولو  سوبه  شوو  سیمو   انتظام هم  ډیر  بهتر  و ګرځاوه.
تر دې ځایه د خبرو  وروسته  دشیرشاه   زوړ  عسکر   خپله سپرلۍ ددمی  په خاطر  و دروله ، بیا یی دوباره خپل  اس  ته  پونده  ورکړه  او  نور  یی هم ګړندې کړ . بیا یی  صاحب  خان ته وویل :
ګوره  صاحب  خانه  ! ددومره  اوږوده   جدوجهد نه وروسته  شیرخان  ته  څه  ستونزې  هم  را ولاړې  شوې . هغه خو غوښتل چې د خپل سلطنت   پولې نورې  هم  و غځوی ، او لا تر اوسه یی  همدا  پلان  په فکر کې و چې د ابراهیم لودی  ورور  محمود  لودی  شیرخان   خپل ځان   ته  ور وغوښت ، د ابراهیم لودی  ورور  محمود  لودی   په پانې پت کې  د بابر  په لاسو دخپل ورور  ابراهیم د  ماتې  وروسته  د سنګرام سینګ  لورې ته تښتیدلې و. بیا یی هملته پناه واخسته  او بیا یی  د کنوه  په جنګ  کې دهغه سره  یو ځاې  برخه  هم واخسته ، دهغې نه وروسته  تر یوې  مودې  پورې  په چتوړ کې  اوسیده  خو دهغې وروسته  د لودې  دربار  د سلاکارانو د سلا  په  اساس  یی  راجپوتانه  پریښوده  او بیرته  را ستون  شو  او پټنه  یی  خپل مرکز  و ټاکه .  
په شیرخان  باندې د محمود لودي   دومره   زیات  احسانات  و چې  شیرخان  دهغه  د بلنې  څخه انکار و نه شو  کړاې . همدا  راز د محمود  لودې  د وربللو  څخه د نه انکار کولو یو بل  علت  دا هم  و  چې محمود خان لودی هم افغان و  او  شیرخان د افغانانو د را ټولولو  اویو ځاې کیدو  له  پاره شپه  او  ورځ  کار کاوه  ، نو که  چیرې هغه د محمود  لودی  د ور بللو  په خاطر هلته نه وې  ورغلې نو بیا خو د افغانانو د اتحاد  او یووالی د هغه  شعار خلاف کار  و  چې شیرخان د یوې  مودې  راهیسې  ورته بډې  را وهلی وې.
کله چې محمود لودی   شیرخان  د خپل لښکر سره یو ځاې د پانې  پت  میدان  ته  د مغلو سره د جنګ  له پاره را  وغوښت  نو شیرخان  ورته پیغام ولیږه  چې دهغه  فوځ  لا تر اوسه پورې د جنګ  له پاره  پوره تیارې  نه لري . نو په دې خاطر  به هغه   لږه  موده وروسته   هلته  ور  روان شي .
په دې وخت کې  د محمود  لودی  سلاکارانو دا مشهور ه  کړه  چې  څرنګه  چې  شیرخان د مغلو  په  ملازمت  کې پاته شوې دې  نو په دې خاطر دهغوې  سره د وفادارۍ په  اساس  هغه  د حیلو او بهانو  څخه کار اخلي . همدې  افسرانو  محمود  لودی  ته دا مشوره  هم  ورکړه   چې  که  چیرې  ته غواړې  په دې   جنګ کې شیرخان دخپل  ځان سره ر ا   یو ځاې کړې  نو د «اود»  په لور د تللو په وخت کې د سهسر ام  لاره خپله کړه  تر څو شیرخان  د خپل لښکر  په  را لیږلو باندې  مجبور کړل شي . محمود لودی  دخپلو دغو افسرانو مشوره  و منله و اوبیا د سهسرام  د لارې  د  «اود»  په لور وخوزید . شیرخان  د محمود لودی   څخه په شاهانه توګه  استقبال وکړ  او چپ  چاپ دهغه د لښکرو سره  یو ځاې  روان  شو .
په دې وخت کې بابر دخپل  زوې  همایون  د ناروغتیا  په   اړه  اندیښمن  و، په  دې اساس  یی  بلې  موضوع  ته  هیڅ  توجه  نه کوله  .محمود لودي د همدې حالت  څخه ګټه پورته کړه ، د ګنګا د دریاب  څخه راتیر شو  په لکنهو  یی  ولکه   وکړه ، په همدې وخت کې بابر   و مړ  او  په ځاې  یی زوې  همایون  په تخت  کیناست .
کله  چې همایون  ته په اګره  کې د  لکنهو  د لاسه د وتلو  خبر ورسید   نو هغه د جونپور په  لور  وړاندی تګ  پیل کړ . په  ۱۵۳۲ ز  کال کې  د محمود لودي او همایون  تر منځ  سخت   جنګ وشو . په دې جنګ  کې  محمود  لودی  ماتې وخوړله ، او د بهار په لور و تښتید . محمود  لودی  یو ځل بیا  فوځ منظم  کړ  خو بیا  هم د ناکامۍ  سره مخ  شو ، بلاخره  د اړیسې  په لور  ولاړ او لږه  موده وروسته  هملته ومړ. 
ددې جنګ  نه وروسته   مغلو  دا  احساس کړې وه  چې  په دې لویه وچه کې  دشیرخان د ځواکونو پرته بل  ځواک  دهغوې  مقابله نه شي کولې ،  شیرخان  هم دا احساس کړې وه  چې تر هغو  چې خپل ځواکونه   ځواکمن  نه کړې او  دخپل سلطنت  پولو ته  پراختیا ور نه کړی  نو  تر هغې  به  ارام  کښینه  نی .
تر دې ځایه د شیرخان  زوړ  عسکر  خپلې  خبرې  کولې  او بیا تم شو ، تر لږه  پورې  خاموشه  و  اوبیا  یی  ژبه   روانه  شوه  او ویی  ویل : 
صاحب خانه  ! ددې حالاتو نه وروسته  همایون  زمونږ د  اقا شیرخان  څخه  و غوښتل   چې  هغه دې  خپله د چنار کلا  دوې  ته  حواله  کړی .خو شیرخان  د مغلو  دا خبره   و نه منله  ، نو اوس   همایون  یو ستر  لښکر  راخستې او دشیرخان  د  ځپلو له پاره   د اګرې  څخه را روان شوې دې . شیرخان هم ددې ځایه  څو فرلانګه مخته  دخپلو عسکرو  سره  یو ځاې  پړاو کړې دې او دهمایون د راتللو انتظار کوی ، و به ګورو  چې د همایون د راتللو وروسته به ددواړو   فوځونو تر منځ  څومره  خطرناک   او وینه  تویونکې   جنګ  نښلي ، او اوس مونږ تا هم  همغه  ځاې  ته ور  وړو  چیرې  چې  شیرخان  د خپل  فوځ  سره  پروت  دې . تر دې ځایه  هغه  عسکر  خپلې خبرې  بس کړې  او بیا صاحب خان په خبرو پیل وکړ .
ګوره  زما وروره !  زه  ستا ممون او شکر  کونکې  یم  چې تا زما د غوښتنې په اساس  زه   د شیرشاه  د ټولو حالاتو  څخه  خبر کړم  او ټوله  قصه  دې  را ته  په ښه تفصیل  سره وویله ، دشیرشاه  د حالاتو د اوریدو نه وروسته  زه  هیله   کوم  چې دا  وګړې  به زما په معامله کې  له ماسره  انصاف وکړی ، ځکه   هغه  څوک  چې د یوه اعلی مقام د  تر لاسه کولو  له پاره دومره هلی ځلې وکړي ، دومره  ستونزې  وګالي  ، نو زما په  فکر  به داسې  شخص  زما  په څیر د یوه وګړې سره   ظلم او زیاتې و نه کړي ، ګوره  وروره !  اوس  زه د خپل  زړه په  پوره  ډاډ سره  له تاسې  سره یو ځاې  دشیرخان په خدمت کې حاضریږم . ددې خبرو وروسته صاحب خان  غلی شو  خو  د شیرخان  هغه  زوړ  عسکر  ورته  یو ځل  بیا وویل :
ګوره  صاحب  خانه !  زه به یوه بله خبره هم تاته وکړم . زه  فکر کوم  چې  ته د رهتاس د راجه  چندرمل سره  ښه اړیکې  لرې ، خو اوس په دې نژدې وختو کې  په  هرکش  باندې  هم  مصیبتونه  را روان  دي ، دهغه په دې  خبره باندې  صاحب خان ورته  وویل :
ګوره  دوسته ! زه نه  ددې راجه سره   ذاتي اړیکی  لرم او نه  دومره ژور  مراسم  ور سره پالم .  زه  اوزما  ورور   دواړه د  یوه  کوچي  قبیلې د سردار   غلامان  یو . زما پلار هم هملته زمونږ سره و . اوس  هغه ستاسې د عسکرو په لاسو  و مړ. تر هغې  چې د راجه هرکشن   پورې  اړه  لري  نو زه  باید دا ووایم  چې  زه د دغه  کوچی  قبیلی  د سردار   له پاره  په ځنګلونو کې  ګیدړې  ښکار کوم  اوبیا دهغې  پوستکې باسم  او پلورم  یی . درهتاس  راجه   ددې  پوستکو ډیر  ستر  پیرونکې دې . بس  په همدې  لړ  کې هغه ما پیژني ، هسې خو هغه پر ما  ډیر مهربانه  دې ،  ماته  د زوې  په نوم  باندې غږ کوی  خو زما  بدبختی په دې کې ده  چې زه د هغې  په لور  ګنګا  باندې عاشق یم . او زما  نوره  ډیره  بدبختي داده  چې  زه د ګنګا  بدې  راځم ، هغه دبل کوم  چا سره مینه کوي ، اویا دا چې د یوې  هندو نجلۍ  په حیث  زما  په څیر د مسلمان  نه یی بد راځی  اودخپل  ځان  له پاره مې وړ   نه ګڼی ، خو دا  را ته ووایه  چې  شیرخان  ولې د  رهتاس  د راجه هرکشن  پر خلاف  په حرکت  راځی ، دهغه په دې خبره هغه  زوړ  عسکر ورته وویل :
ګوره صاحب  خانه ! هغه وخت  چې  همایون د شیرخان څخه د  چنار کلا  و غوښتله  اوشیرخان دهغه دا غوښته  و نه منله  اوبیا  چې کله  شیرخان ته  څرګنده شوه  چې همایون ددې کلا د تر لاسه کولو  له پاره ستر  لښکر  تیار کړې او  غواړي  یرغل وکړي  نو شیرخان  د همایون   په  خلاف  د رهتاس د راجه  چندرمل  څخه  کومک  وغوښت     خو د رهتاس  راجه   شیرخان ته دکومک  ورکولو  څخه انکار  کړې . بس  شیرخان همدا خبره  زړه کې اچولې ده  اوکله  چې هم  ورته موقع  او فرصت  په لاس  ورشی نو هغه  به په راجه هرکشن  باندې  حمله کوی اودرهتاس کلا  به ترې  نه نیسي ، دهغه  په دې خبره  صاحب  خان     وویل  چې که  چیرې  شیرخان  داسې وکړی  نو دا به ډیره  ښه  وی . په دې توګه به دهغه په توان  او ځواک   کې  ډیرښت  راشي او په خپل  سلطنت  کې  د پراخیدو  هیلی  به یی هم تر سره شي .
د صاحب  خان ددې خبرو  په  ځواب کې د شیرخان هغه  زوړ  عسکر   خاموشه  شو ، خپل آس  ته یی نوره  هم  کمچینه ورکړه  او د پخوا په نسبت  یی نور  هم ګړندې کړ .
پرلپسې لري …..