کور / تازه خبرونه / د پښتو ادبي غورځنګ كوټي غونډه وشوه

د پښتو ادبي غورځنګ كوټي غونډه وشوه

د پښتو ادبي غورځنګ كوټي غونډه وشوه
په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له خو اونيزه غونډه وشوه
د يو راپور تر مخه نن د جمعې ورځ د فروري د مياشتي په 15مه نېټه د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له خوا د بلوڅي ژبي د مشهور شاعر، اديب،او ليكوال، ښاغلي شكيل بلوڅ په صدارت كې يوه درنه او په زړه پوري غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه كې ښاغلي شكيل بلوڅ د بلوڅي او پښتو ادب په نژدې والي او ورته والي باندي ډېري په زړه پوري خبري وكړې، هغه ويل چې د پښتنو او بلوڅو دود، او دستور، سره يو دى ، او دا قومونه يو له بله سره بېخي زياته مينه لري ،هغه د راتلونكې دوه ويشتم فروري يعني په مورنۍ ژبو د نړۍ والي ورځي په مناسبت هم رڼا واچوله. ښاغلي شكيل بلوڅ  له قامي، سياسي، مشرانو، او حكومتي، چارواكو څخه په كلكه غوښتنه وكړه چې دوى دي دې ورځي ته ډېره پاملرنه وكړي ، او د دې ورځې حق دي ادا كړي. په دې غونډه كې يوسف ساحل ، عبدالرازق الفت ، كبيرهمدم، محمدعارف، حبيب الرحمٰن تاثير، محمدصادق ژړك


،او ښاغلي  شكيل بلوڅ، او نورو ملګرو ګډون درلود


تاثير.. كوټه h.taseer@gmail.com