لــــه نـــامه سره دي ژاړم بې اختياره
کنـــدهــــــاره کنـــــدهــــــاره کندهاره
لا دي ويني له زړګي څخه بهيـــږي
لا بشر دي په اورونو کي سوځيږي
لا دي ســترګو څخه اوښکي راتويږي
زمــــا د ژوند او د يادو ښکلی بهاره
کنــــدهـــــاره کنـــدهـــــاره کنــدهـــاره
ســــــتا چي هلته ددوښمن واری پر تن سي
چــــــي په وينو د مظلومو سور کفن سي
زمــــا دلته په دردونو ټول بدن سي
زمـــــــــا د خــــوارو پښتــنو ښکلی دياره
کنـــدهاره کنــــــدهاره کنــدهــــاره
زما له عمره سه تا کي جنازې دي
دکونډيانو د فرياد سوي نارې دي
لا له ځوانو وينو ډکي دي ويالې دي
د هر لوی آفت زغمونکې طاقتداره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
دا چي نن بيا د غليم پر تا ګوزار دی
او پر ښکلی تن دي بيــــــا ناسور پرهار دی
د نــا اهــلو اولادونــو دي دا کار دی
دا قســمت دی چي موږ يو نن بې سالاره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
خوقســمت به نور په خوښه زموږ بدلېږي
په هوښــيارو ځوانو ګوتو به کښل کېږي
د بــابــا روح به لحد کي خوشحالېږي
زمــا د ګران وطن با عزمه باتور پلاره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
تــر بمبـــار او تــر اورونـــــو راوتــــلی
د انـــار ګل دی نن بيا موږ ته راغلی
او د ژوند راز يې دی داسي راښودلی
په خندا مو د ژړا هستي کړﺉ خواره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
ميسيساګا- کاناډا
د مې دمياشتي پنځمه ۲۰۱۰ع