د هندۍ سېنما مشهوره ستورى اجي ديوګن په ولسي ځاى کې د سګرېټ څکولو په جرم سل روپۍ جريمه سو.
نوموړى په ګوا کې د فلم د شوټينګ پر مهال د خلکو په منځ کې پر سګرېټ څکولو ليدل سوى و، چې وروسته د چاپيريال ساتنې د يوې ادارې له خوا عرض پر وسو، او اجي يې سل روپۍ جريمه کړ.
پوليسو ويلي چې عريضه ور رسېدلې ده، او دا چې نوموړى د خلکو د خوښې لوبغاړى دى بايد د قانون احترام وکړي او نورو خلکو ته هم وښيي چې قانون بايد مات نه شي خو دى خپله قانون ماتوي او دى بايد سزا وويني.
اجي ديوګن تر دې وړاندې په چانديګړ کې هم پر سګريټو جريمه سوى و.