د برتانيې د پخواني لومړي وزير ټونې بلير نوي چاپ شوي کتاب په برتانيې کې د خرڅلاو ريکارډونه مات کړل.
دغه کتاب چې (يو سفر) نوميږي، پرون بازار ته راوتلى، او په ډېر زيات شمېر سره پلورل شوى دى. ياد کتاب د برتانيې تر څنګ په امريکې او کاناډا کې هم ښه روان دى او لوستونکي يې اخلي.
ټونې بلير په دې کتاب کې د خپل ژوند، چوکۍ ته د رسېدو او نورو پېښو په اړه ليکلي دي.
نوموړى دا هم لىکلى که څه هم هغه يو مشر و، خو د لوبې يو لوبغاړى و، د عراق د جګړې په اړه يې هم خپلې يادونې ليکلي دي.
نوموړي دا هم ويلي چې د عراق د جګړې د پريکړې په اړه اوس هم پښېمانه نه دى.
ټوني بلېر د شراب څښلو پر عادت هم ليکلي او ويلي يې دي، چې هره شپه ښه ډېر زيات شراب څښي، نوموړى ويلي چې د کتاب ګټه ياني ۴۰ ميليونه پونډه به په عراق کې د برتانيې د ټپي سرتېرو پر درملنه ولګوي