صحافت او ژورنالیزم د ژوندانه انځورګري کوي او د ژوند له چارو سره مستقیم ارتباط نیسي.
د ژوندانه شاتګ او پرمختګ د ژوند ټولي چاري اغیزمنوي او همداعلت دی چي په پښتوادب کي د صحافت وده د پښتنو په ژوندانه کي له صنعتي مدنیت څخه سرچینه اخلي.
د نولسمي پیړۍ په اوائلوکي چي کله پښتانه د انګلیسي استعمارسره په تقابل کي واقع سول په ژوندانه کي ئي لوی تحول لاره وکړه .
له یوي خوا د غربي استعمارله پهلوان سره په دغه مقابله کي افغانستان وران سو، پښتانه له اقتصادي ، سیاسي، او فرهنګي لحاظه ضعیف او ناتوانه سول او له بله اړخه بیاغربي صنعتي مدنیت د پښتنو ژوندته لاره پیداکړه او پښتوادب، نثراو صحافت ته ئي نوی رنګ او بڼه ورکړه .
په دي وخت کي پښتوصحافي نثروده وکړه ، پرپښتونثرد انګریزي او اردو اخبارلیکني اثرات ولویدل او په چاپي توګه پښتوجرائد او اخبارونه رامنځته سول.
دغه دوره د پښتونثرد تحول په لړکي څلورمه انکشافي دوره ګڼلای سو.
د سلیمان ماکود تذکره الاولیاء نثري نمونه چي د ۶۱۲هـ څخه راپاته ده که څه هم چي متانت ، خوږوالی او سلاست يي دلالتاددي څرګندویي کوي چي تردي پخوادي هم لږترلږه نثردوي دري پیړۍ تیري کړي وي خوعملاتردي زړه نمونه په لاس کي نه لرو، نوځکه موږداد پښتونثرلومړۍ مرحله بولو.
د تذکره الاولیاء نثرکه څه هم د پاړسواو عربي تراثراتولاندي دی خو روان ، پري پري له محاوري سره نیژدي او واضح دی.
د پښتونثردویمه دوره په پیرروښان پوري اړه لري ، هغه د ۹۸۰ق په حدودوکي خیرالبیان وکیښ او دسلیمان ماکود نثرپرخلاف نیمچه فني نثرئي رامنځته کړ.
د پیرددي نیمه منظوم او له محاوري څخه د لیري نثرلاراخوند درویزه او حواریونو يي هم تعقیب کړه اوپه دي توګه پښتونثرنیژدي یوقرن قهقري تګ وکړ.
د پښتونثرددرېیمي ارتقائي دوري سرلاری خوشال خان خټک دی چي د یوولسمي پیړۍ په پای کي ئي په خپل کامل نثرسره د روښان او دهغه د لارویانود ګوډمات نثرطلسم مات کړ.
د خټکو د کورنۍ ادبي غورځنګ پښتونثرته نوی اساس کښیښود ، نیمچه نثرئي له منځه یووړاو له محاوري سره د برابرنثرپه رامنځته کولوسره ئي د سلیمان ماکونثربیاتازه او ورته یي نوی رنګ ورکړ.
د هوتکو په دوره کي دغه غیرمتکلف او ساده نثرښه پسي وپالل سوآن د اتلسمي پیړۍ تراواخروئي همداسي جریان پیداکړ.
دخوشال خان دستارنامه ، د افضل خان مرصع تاریخ، د ګوهرخان قلب السیر، د عبدالقادرخان خټک ګل دسته ،د عبدالغفارهوتک د هوتکوتاریخ ، د محمد خلجی نافع مسلمین، د عصام الدین احمد پښتوتفسیر، دعبدالله قندهاري فتاوای احمدشاهي ، د پیرمحمد کاکړمعرفه الافغاني او دقاضي محمد غوث داحمدشاه بابادعارفانه اشعاروشرحه هغه اثاردي چي د پښتونثرله دي دوري سره اړه پیداکوي.
په شلمه پیړۍ کي پښتونثرهم له لفظي اوهم له فکري اړخه پرمختګ وکړ، په سلاست ، ساده توب او له محاوري سره په نیژدي والي کي ئی د پښتونثرد لومړۍ او درژیمي دورولاره تعقیب کړه او له فکري اړخه ئي ځانته نوی سبک وموند.
په دي دوره کي خان عبدالغفارخان لومړنی سړی دی چي په سیاسي ـ صحافي نثرکي نوي ساه وچلول او دغه فکري او ملي تحول پښتوسیاسي او صحافي نثرله نولسمي پيړۍ څخه شلمي پيړۍ ته ننیست.
خان عبدالغفارخان د لومړي ځل لپاره په چارسده کي د پښتون مجله خپره کړه .
زه په جیل خانه کي ، د شلمي پیړۍ تهذیب ، د ازادۍ جنګ او داسي نورهغه مطالب ول چي په عام فهمه محاوروي نثرکښل کیدل.
که څه هم چي په افغانستان کی مطبوعات د نولسمي پیړۍ له اواخرود امیرشیرعلي خان په دویمه دوره (1868ـ1878 ع) کي له شمس النهاره راپیل سوي خو پښتوصحافت په اماني دوره کي خپله وده پیل کړه .
په کال (1323 هـ ق) کي د مولوي عبدالرؤف کاکړپه مدیریت سراج الاخباررامنڅته سوچي تربندیدووروسته ئی دویم ځل محمود طرزي په ۱۲۹۰ ش کي سلسله جاري کړه اودالومړی اخبارو چي پښتوادبیات يي خپرول .
په ۱۳۰۰هـش کي د مولوي صالح محمد هوتک له خوا چي په کندهارکي طلوع افغان تاسیس سوبیاد سراجی دوري د سراج الاخبارځای طلوع افغان ونیو.
د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کیدولومړۍ لسیزه دهیواد په تاریخ کي یوه روښانه اومترقي دوره وه ، په اماني دوره کي د هیواد په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره هم د کمي او هم د کیفي لحاظه بیساری مطبوعاتي خوځښت رامنځته سوچي طلوع افغان هم ددي دوري روښانه محصول دی.
په دغه دوره کي د پښتوسیاسي او صحافي نثرخوراپرمختګ وکړ، په مطبوعاتوکي مترقي خوپه عین حال کی ملي اګاهانه شعوراو فکرځای دولوداوله لفظی اړخه هم پښتوصحافي نثرپه خپل بشپړعصرري شکل وده وکړه .
د طلوع افغان تربشپړپښتوکیدو وروسته لوی استاد علامه حبیبي په دي برخه کي ډیرسترکرداراداکړ.
هغه پخپله د پښتوادب، پښتوژبي او ملي سیاست په عرصوکي ګړندی قلم وچلاوه او طلوع افغان ئی له محلي کچي منطقوي کچي ته لوړکړ.
په خوراروان او له محاوري سره پربرابربشپړنثریي ارزښتمني تحقیقي مقالي خپري کړي ، د پښتوژبي اونثرد سوچه والي لپاره ئي انتقادي او ښوونیزمضامین وکښل او د پښتونستان خپلواکي، د پښتنوحقوق، ډیورنډکرښه اونوراړوند موضوعات ترلوستونکوورورسول.
د علامه حبیبي ترمدیریت لاندي طلوع افغان هغه رسالت اداکړچي په سراجي دوره کي سراج الاخباراداکاوه .
علامه حبیبي نه یوازي هغه بشپړساده نثرچي خوشال خان خټک او محمد هوتک ئی تاداو ایښی عام او تقویه کړبلکي د معاصرپښتوسیاسي او صحافي نثرتاداوئي کښیښود.
اوس چي طلوع افغان رنګه سوی او پاڼي یي زیاتي سوي دي په کارده ډیرکارئي پرمحتوي او نثروسي.
که علامه حبیبی رح طلوع افغان بشپړپښتوکړنوښاغلي پتیال بیارنګه کړاوپاڼي یي ورډیري کړي ځکه نوزه داښاغلی هم د خورازیات درناوي مستحق ګڼم.
زه فکرکوم چي اوس زموږپښتوصحافي نثرپه خورامتزلزل او بدحالت کي دی .
له یوي خوا د اردو او فارسي ترزیاتي اغیزي لاندي دی او ډیرجملات يي د هغوژبوترجمه ده ، له بلی خوا د پښتوژبي د بشپړي سوچه کیدني سیلاب په مخه اخیستی او بیخي یي له محاوري لیری کړی دی.
په اصل کي خو ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده او مطبوعات خوبیابیخي ددی هدف لپاره دي چي خلکوته دخلکوپه ژبه مفاهیم انتقال کړي .
له هنري نثرسره دمطبوعاتي نثرتوپيرپه دي کي دی چي مطبوعاتي نثرعام فهمه ، مختصراو واضح وي ترځو ژروفهمیږي او به لنډو خت کي انتقال سي.
ځکه نوزه د طلوع افغان له ښاغلوچلونکواو لیکونکوڅخه هیله کوم چي اوس نوددي تاریخي پاڼي ومحتوي او ژبی ته خاصه توجه وکړي.
د محتوي له اړخه هم زموږ اوسني مطبوعات د تامل وړدي ، زموږ ډیری رسنۍ خپل فکراونظرنه لري بلکي د دباندنیومطبوعاتو ترشعاع لاندي چلیږي.
په تیرونهوکلونوکي که څه هم چي به هیواد کي مطبوعاتو له کمي لحاظه د هیواد په تاریخ کي بیساری پرمختګ کړی خولاهم په مجموع کي دیوي هنداري په حیث دي چي یوازي دغربی مطوبوعاتوشعاوي منعکسوي .
مطبوعات د ملي شعورپه وده او ملي ویښتابه کي خورامهم کرداراداکوي خوهغه وخت چي فکريی خپل وی او ملي اګاهانه نظریات ولري.
لیکوال: مفتي احمد فرزان