د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د حکيم الله مسود د طالبانو ډله په رسمي توګه د ترويستي ډلو په ليست کي شامله کړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د حکيم الله مسود ډله د امريکا ملي امنيت ته ګواښ دئ، بايد وځپل سي او مشر ته يې سزا ورکړل سي.
د امريکا د عدليې وزارت ويلي چي حکيم الله مسود بايد ونيول سي او د سي، آى، اې د هغو اوو مامورينو په وژلو دي محاکمه سي چي تېر کال په خوست ولايت کي د يوه اردني ډاکټر له خوا ووژل سول.
د عدليې وزارت يوه مامور ويلي چي د حکيم الله مسود پر ډلي به نوي بنديزونه ولګول سي چي له امله به يې دغه سازمان کمزورى سي.
خو د چارو شنونکي وايي په داسي حال کي چي د حکيم الله مسود ډله اوس پر تروريستي سازمانونو ور زياتېږي، پوښتنه دا ده چي امريکا له تيرو نيژدې اوو کالو راهيسي د کوم دليل له مخي پر قبايلي سيمو بمبارۍ کولې؟