د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کي تېر ماښام دوه ځانمرګي او يوه بمي چاودنه سوې چي شاوخوا ٢٥٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لاهور پوليس وايي دغه حملې د ٣٠ دقيقو په ترڅ کي يو په بل پسې د شيعه ګانو په هغه مراسمو کي ترسره سول، چي د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي (رض) د شهادت د ياد په خاطر سړکونو ته راوتلي وو.
چارواکي وايي تر ٣٠ ډېر کسان په دې حملو کي وژل سوي او تر ٢٠٠ زيات هم ټپيان سوي دي.
تر پېښي وروسته د لاهور ښاريانو د حکومت په مخالفت شعارونه هم ورکړي او ځينو ځايونو ته يې اورونه اچولي دي او د لاهور ايالتي حکومت او پوليس يې د امنيت په وړاندي په بې تفاوتۍ تورن کړي دي.
د دې حملو مسئوليت يوې تندلاري مذهبي ډلي لشکر جنګجو عالمي پر غاړه اخيستئ دئ.