کور / تازه خبرونه / کندهار: آيساف ١٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندهار: آيساف ١٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په کندهار کی دایساف ځواکونو په یوه هوایی برید کی ۱۲ ملکی وګړی ژوبل سوی دي.
پیښه نن سهار شاوخوا اته بجی د ژيړۍ ولسوالۍ د وزيرو پر کلي د ايساف ځواکونو دهوايي برید له امل رامنځته سویده .
دژړی ولسوال محمد کریم ولسمل دپیښی پخلی کوی خو دمرګ ژوبلی په اړه ناخبری ښیي .
دراپورونو له مخی په برید کی نامعلوم شمير کسان وژل سوي او ١٢ نور ټپيان سوي چي په ټپيانو کي شپږ تنې ښځي او شپږ نارینه شامل دی.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په يوه راډيويي وينا کي د پيښي د پخلي ترڅنګ ياده پیښه غندلې ده.
دښاغلی ویسا په وینا چي دپیښی ټپيان دا مهال په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي دي او روغتيايي حالت يي د ډاډ وړى دى .
همدارنګه ویسا وویل چی دپیښی په اړه باید پلټنی وسی او مجرمین دی دقانون منګلو ته وسپارل سی.