کور / تازه خبرونه / د کندهار والي: د ښار امنيتي حالت د اندېښنې وړ دئ

د کندهار والي: د ښار امنيتي حالت د اندېښنې وړ دئ

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا د کندهار ښار اوسنۍ امنيتي حالت د انديښني وړ وباله او يې ويل په کندهار کي خراب امنيتي حالت اوج ته رسيدلى او امنيتي ارګانونه یی په خپلو دندو کی په غفلت تورن کړل .
ښاغلی توریالی ویسا وویل چي دا ډول غفلت د زغم وړ نه دى، ځکه د امنيتي ارګانونو وظيفه د خلکو او دولتي مامورينو ساتنه ده او اړينه ده څو امنيتي ارګانونه ورته په جدي ډول پاملرنه وکړي.
همدا راز د ملي امنيت رئېس ښاغلي جنرال محمد نعيم مومن په كندهار كي د محلي پوليسو د استخدام وړانديز وكړ چي په هكله يې كندهار والي وويل (په دې اړه بايد دکورنيو چارو وزارت سره خبري وکړو څو هر څومره ژر چي کيداى سي په کندهار کي سيمه ايز محلي پوليس فعال او استخدام کړي)
په دې اوونيزه امنيتي غونډه کي د ټولټاکنو د مرکزونو د امنيت په اړه هم خبري وسوې، کندهار والي وويل (( داچي د ټولټاکنو ورځي ډيري نږدي سوي نو په همدي خاطر اړينه ده څو امنيتي ارګانونه لا زيات کار وکړي او همدا راز د ښځينه مرکزونو د امنيت ساتني لپاره ښځينه پوليس ساتونکي او ښځينه کارکوونکي په دندو وګمارل سي)
دکندهار والی توریالی ویسا وروسته له هغه ددی ولایت امنیتی حالت دانډیښنی وړ وباله چی د تېري ورځي په اوږدو کې شاوخوا په ديارلسو تروريستي پېښوکی ترلسو نه ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی.
یادی پېښي دتیری ورځی د سهار له اووه نيمو بجو څخه بیا تر نن چهارشنبه تر لسو بجو پوري رامنځته سوي دي.
ددغه لړی ورستی هغه دکندهار دحج او اوقافو پر ریس محمد حسین تیموری باندی بمی چاودنه وه چی دنوموړی ترڅنګ ۵ نوروته هم پکی مرګ ژوبله اوښتی .
يوه پياوړي او باوري امنيتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايې چې په دغه ترورستي پېښو کې يو تن څارنوال محمد داود، په کندهار کې د روسانو پر مهال د جهادي قومندان ملانقيب الله اخښى محمد هاشم، د حج او اوقافو د رياست کارمند او د عينو ليسي د ديني مضامينو ښوونکى قاري ګل احمد، قومي مشر حاجي محمد رفيق د ارغنداب اوسيدونکى، دحاجی لالا په نوم دخاکریز ولسوالی دیوی پوستی قومندان او يو شمېر نور ګډون لري.
په دغه ترور سويو کسانو کې ځيني وژل سوي او ځيني يې ژوبل دي چې دا مهال تر درملنه لاندي دي.
بل لوري د کندهار چارواکی يوازي دڅلورو پېښو پخلى کوي او وايې چې په کندهار کې کومه بله تروريستي پېښه نه د رامنځته سوي.
وسله والو طالبانو هم په کندهار کې دیوسمیر پېښو مسوليت په غاړه اخيستى دى.