په بغلان ولايت کي د سيمي د خلکو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته سوې چي په پايله کي يې يو تن د سيمي اوسېدونکى وژل سوى ، يو طالب وژل سوى او درې تنه نور د سيمي اوسېدونکي وژل سوي دي . د جرګې ولسوالۍ يو مخور کس وايي چي طالبان دې ولسوالۍ ته د عُشر ټولولو په موخه راغلل او کله چي يې د سيمي د خلکو څخه د عُشر غوښتنه وکړه هغوى يې مخالفت وکړ چي وروسته نښته رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې يادو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ويلي .