دا د خپل ښار کوڅو، واټونو او دیوالونو ته چې ګورم او ټول پیژاندي او نا پیژاندي د کاندیدانو عکسونه چې پری لګیدلي نو پیښمانه شم چې د تا نه ولی هیر شول چې ځان کاندید کړې، که نور نه نو دا خپل عکسونه خو به دې خپلو خپلوانو، ملګرو او انډیوالانو لیدل او په بعضی مجالسو کې خو به د وکیل صاحب په نامه یادیدلې او کیدای شي چې تنها د کاندیدو په برکت ټول عمر په خپلو خپلوانو او ټولنه کې د وکیل لقب درته په برخه شوی وای، افسوس راشي.
ولې بلی خواته چې فکر وکړم نو بیا وایم چې یاره هر څه یو حد لري، او کوم شی او کړنه چې تر حده تیره شي نه بیا په کې هغه اصلي مزه او نه هم په کې هغه اصلي بڼه پاتې کیږي او هم یې هغه اصلي موخه له منځه لاړه شي. تاسو که کله د کابل ښار په کوڅو او واټونو سیخ شی نو و به ګوری چې د موره ټولو لیونیو خپل ځانونه د ولسي جرګی ټولټاکنو ته کاندید کړي، دا یې نه دي کتلي چې آیا دوی د دې لوی بار لاندې اوچیتیدای شي، ایا دوی به د دې جوګه شي چې په ټولټاکنو کې بریالي شي او که بیا بریالي هم شي نو بیا به په ریښتینې توګه د خپل ایمان او وجدان په نظر کې نیولو سره دا لوی رسالت ادا او خپله دنده به سر ته ورسوي.
که په کابل کې د راتلونکو ولسي جرګې ټولټاکنو ته د اتیا فیصدو نه زیات د کاندیدانو عکسونو او شعارونو ته لږ پام وکړی او یو څو شیبی پری فکر وکړی،نو و به ګوری چې اول خو یې عکسونه ټول د هندي او نورو فلمو د اکټورانو په څیر اخیستي او شعارونه خو یې چې ګورې نو ولا که خو به یو د ولسي جرګی ته د کاندید په وظایفو، صلاحیتو او مسولیتونو پوهیږي، بس اوریدلې یې دي چې ټولټاکنې دي او ځان کاندید کړه نور پسی ګرځه مه چې څه به کیږي، ولې خلک خو به دې مختلف د فیشن د پروګرامونو په څیر اخیستي عکسونه ښه په ځیر ځیر وګوري.
زه خو چې کله یو کاندید ته په یو عکس کې ګورم نو یو قسم به ښکاري او چې کله یې بل عکس ګورم نو مکمل بل څوک یا کاندید را ته تر سترګو کیږي، نو مونږ نه پوهیږو چې دا رایه ورکونکي بیچاره ګان به یې د رایې اچونې په ورځ په څه تکلیف او له کړاوو نه وروسته پیدا کړای شي او که نه د ده پر ځای به یې بل چا ته خپله رایه کارولې وي. مونږ نه پوهیږو چې دا کوم وجدان او پوهه داسې خلکو ته اجازه ورکوي تر څو ځان کاندید کړي چې د وکالت او او ولسي جرګې په اصلي معنی نه پوهیږي. ډیری کاندیدان می په تلویزوني پروګرامونو کې ولیدل او هغه توضیحات او د خپلو اهدافو په بیانولو په وخت کې ما او زما سره نورو لیدونکو خپل سرونه له شرمه ښکته کړل او کله خو به مو ښه وخندل چې دا به هسې کوم کامیډي پروګرام وي، ولې بیا به مو چې وکتل چې دا خو ریښتیني کاندیدان دي، او په دې فکر کې به شووو چې که دا زمونږ د هیوادوالو وکالت وکړي نو دا غوا مرداره در واخله، دا هیواد به تل د نورو قرباني او تر تله به پری د پردیو په اشارو او خوښه لوبې کیږي.
د داسې کاندیدانو دا ضمیرونه دومره مړه دي چې لږ خو دا خپلې ویناوې او مصاحبی په غور وګوری او په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړی چې ا غوندې وکیل به څرنګه د افغانستان د دې دردیدلي ملت استازیتوب وکړي، ښه به دا وي چې په ډیره میړانه د خپل کاندیداتوری نه تیر شي او خپل وخت په هغه څه تیر کړي چې تر ووده یې وتلای شي.
زمونږ په اند خو که هغه ټول هیوادوال چې ځانونه یې راتلونکو ټولټاکنو ته نومولي د خپل ځان د پاره مهم او کارنده معیارونه وټاکي او وروسته فکر وکړي که په هغې معیارونو پوره وخوت نو ځان دې کاندید کړي چې نه خدای ته ملامت وي او نه د خلکو د مسخرې سبب وګرځي، اوس خو زمونږ هیوادوال تر هر وخت او هر څه نه په سیاسي حالاتو او د سیاسي پوستونو په ریښتیني معیارونو باندی تر هر چا ښه پوهیږي او څوک یې سترګو ته خاورې نه شي اچولی.
زمونږ بله هیله به د ټاکنو د کمیسیون څخه دا وي چې د راتلونکو ټاکنو د پاره داسې وړ او مفید معیارونه په خپل سیستم کې راولي تر څو تنها وړ او د یو خاص استعداد لرونکي خلک ټاکنو ته د کاندیدو په شرایطو برابر شي. داسې ټاکنو ته د کاندیدو د پاره باید کافي تجربه، اړونده پوهه، په خلکو کې محبوبیت، د خلکو د منځ څخه راوتلی او بعضی د خدمت عملي مثالونه وړاندې کړي تر څود خلکو او د ټاکنو کمیسیون دواړو ته د منلو وړ وګرځي. د بیان آزادي او په ټاکنو کې برخه اخیستنه او په اوسنیو شته معیارونو جوړ هیوادوال پوره حق لري چې د خپل کره حق نه پوره استفاده وکړي، ولې مونږ افغانان صرف دا آزادي په نظر کې و نه نیسود دې نه مخکې باید د خپلې ټولنې غوښتنې، خپل کلتور ، عنعنات او د اسلامي لارو چارو په رڼا کې خپل ځان ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځوو.
زما د ټولو هیوادوالو نه دا هیله ده چې د خپلې شړی نه پښې و نه باسي او د خپلې شړی په اندازه خپلې پښې وځغوي، نو بیا به نه څوک پری بد وایي او نه به دی خپل وجدان او خدای ته ملامت وي. مونږ په دې تیر پارلمان کې ډیر داسې نارینه او ښځینه غړې ولیدې چې تر آخره یې نه د خپلو موکیلینو مخونه ولیدل او نه د دوی موکلینو د دوی مخونه حتی په تلویزیون کې ولیدل صرف او صرف د ولسي جرګې د ناستې چوکی پری ډکه ښکاریده او په دې تیرو پنځو کلونو کې یې هیواد ته د هیڅ خدمت جوګه نه شول. راځی چې حق ته حق ووایو او پریږدو چې زمونږ هغه هیوادوال مخته شي تر څو په ریښتیا وکولای شي د دې هیواد په زخمونو پټی کیږدي او همدارنګه د هیوادوالو غږونه او ستونزې د حکومت تر چارواکیو پورې په جدي توګه ورسوي او همدارنګه د حکومت پر ټولو چارو حقیقي او اصولي نظارت وکړي تر څو دا جنګځپلی هیواد د سوکالی او آرامی په لور لاړ شي.