کور / سياسي / کرنيل امام، پاکستانى ويکي ليکس

کرنيل امام، پاکستانى ويکي ليکس

haqyar@gmail.com

څه موده وړاندې  دويکيليکس په نوم يوې امريکايي  انټرنيتي پاڼې  دافغانستان دجګړې  په اړه   شاوخوا ٩٢٠٠٠زره مهم پټ اومرموز اسناد رسوا کړل ددې اسنادو رسوايۍ ظاهراً دافغانستان په جګړه کې دښکېلو هېوادونو پر بدن لړزه راوسته  پدې اسنادو کې دډېرو هېوادونو له مخ پردې لېرې او نړۍ ته رسوا شول  داچې دا اسناد  ، دچا په غوښتنه اوسپارښتنه ،پدې وخت کې رسوا  شول ،دالسګونه زره  اسناد   ويکي ليکس ته چا  ورسول … ؟ پر دې بحث نه کوو . پر دې پحث کوو چې په دې وروستيو کې يوبل ويکيليکس  په خبرو راغى  يوبل مهم ويکيليکس ځان وخوځاوه ، داسې چا چې ښايي له ويکيليکس څخه يې په سينه کې ډېر  رازونه پراته وي ، داسې يوه څهره چې لسګونه مخونه، لسګونه ژبې او لسګونه لاسونه او پښې لري   داسې يوڅوک په غوسه ښکاري  چې هغه دچا خپره پاکستان يې پر ښکرونو ولاړ دى او که هره شېبه وغواړي يواځې دسر په خوځولو   دپاکستان پربدن لړزه او زلزله  راوستلى شي .
درازونو ، رمزونو، پټواو  دپردې ترشاه دلوبوستر لوبغاړى اودپاکستان او امريکا داستخباراتي شبکو(اى اس اى او سي اى اې ) دنامرئى ځواک امام  کرنيل امام يادوم .
سلطان امير تارړ چې په کرنيل امام   مشهوردى    دپاکستان او امريکا  د استخباراتو هغه مهمه او له رازونو ډکه مهره  ده چې په سينه کې دساتلو    رازونو شمېره به يې د وېکي لېکس له پټو اسنادوهم زياته وي؟
د افغانستان د قضيې په اړه  د  جنرال اخترعبدالرحمن، جنرال حميدګل، جنرال بابر او ډګروال يوسف سره يوځاى دده نوم هم يادېږي    خو له شک پرته  د افغانستان په چاروکې د دې نورو په پرتله دى ډېر بوخت ا وډېر فعال و   ، اختر عبدالرحمن  دپاکستان له ولسمشر  شهيد جنرال ضياءالحق سره د ١٩٨٨  زېږديز کال داګست په اولسمه چې د١٣٦٧ لمريز دزمري له پنځمې سره سمون خوري  په بهاولپور کې  ديوې هوايي پېښې په پايله کې چې  په پاکستان کې دامريکا سفير هم ورسره ملګرى وو په شهادت ورسېد . له   جنرال حميدګل پرته  هغونورو له تقاعد وروسته  ظا هراً چوپتيا غوره کړې خو امام صاحب لا هم خپل امامت ته دوام ورکوي اوخپله دجاسوسۍ کعبه او مقتديان يې نه  دي پرېښي  ،
هغه په افغانستان کې ډېر پټ او ښکاره ماموريتونه ترسره کړي ، نوموړى د١٣٧٣ هجري لمريز کال  دزمري دمياشتې  په لومړيو کې په هرات کې دپاکستان سرکونسل شو چې   په افغانستان کې له خپل ماموريت پرته يې  له هغه ځايه  له منځنۍ اسيا سره دپاکستان اړيکې ټينګې کړې .
هغه دډاکټر نجيب له سقوط وروسته    درباني  او  دطالبانو دحکومت په راوستلو او ړنګولو دواړوکې لاس درلود .هغه يو  له هغو خلکو څخه دى چې دمجاهدينو ډېر مشران يې روزلي ،دپاکستان ولسمشر  ذوالفقار علي بوټو په ١٣٥٤ هجري لمريزکال  دسرداوود خان دحکومت پرضد افغان  بغاوت کوونکي دروزلو  لپاره همده ته چې تازه له متحده ايالاتوڅخه راستون شوى وو   وسپارل  ،اوس هم دپاکستان او سيمې په کړکېچ کې  کارنده ونډه لري .

کرنيل امام د روسي يرغلګروپرضد دافغان ولس د جهاد په وخت کې له مجاهدينو سره  کار کاوه ،  دمجاهدينو جامې به يې هم اغوستې، اوږده ږېره يې پرېښې وه تل به له واسکټ، جامو او پکول سره ګرځېده  ، دمجاهدينو  بشپړ يونيفورم به يې پر تن وو او  اوس يې چې  په رسمي او ظاهري ډول  تقاعد  هم  وکړ نه يې  خپل لباس بدل کړ او نه يې  خپلې استخباراتي هڅې     .

    څو مياشتې دمخه نوموړي له  يوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې د افغان طالبانو او د هغوى د مشر ملامحمدعمرمجاهد فعاليتونه ستاېلي وو؛ خو د پاکستاني طالبانو اعمال يې غندلي وو، هغه دا هم ويلي وو، چې ملا محمد عمرمجاهد له القاعدې سره رابطه نه لري، غواړي چې وسله کېږدي او د افغانستان له موجوده حکومت سره جوړه وکړي.
که څه  هم زه دادده شخصي نظر بولم او باور نه کوم چې  ملامحمدعمر مجاهددې   دامريکايي يرغلګرو په شتون کې يا له افغان موجوده  حکومت سره ديوځاى کېدواويا پرځمکه دوسلې ايښودو خبره کړې وي .
نوموړي د افغان مجاهدينو له  تنظيمونو سره ژورې اړيکې   او له افغانانو سره   زياته پيژندګلوي
 درلوده . پرجهادي تنظيمونو دوسلو دوېش د سهميو په ټاکنه کې کرنيل امام ډېرلاس او اغېز درلود  نو په دې اساس هم د  (آى، اس، آى) په اداره کې او هم دجهادي مشرانو  ترمنځ  له ځانګړي درناوي برخمن وو ، نوموړى په خپله دنده کې ډېربريالى وو و هغه په دې وروستيوکې  د يو بنسټ پال  مسلمان په توګه   ځان  دجنرال ضياءالحق او جنرال اخترعبدالرحمن له لارويانو او فکري وارثانو باله   . هغه  په  افغانستان او دې سيمه  کې  د پاکستان د ستراتېژيکو موخو لپاره داسې بريالى کرکتر دى  چې ښايي  بېلګه به يې ډېره کمه وي .
 . کرنيل امام  داى اس اى  هغه بريالى کرکتر دى چې  هم له طالبانو سره دامريکايي ځواکونو پرضد په عملي او وسلوال جهاد کې  مرسته کوي او همدپاکستان لپاره  له سي اى اې څخه دطالبانو پر ضد دجګړې لپاره  ميلياردډالريزې بوديجې غواړي .
 که څو شېبې  پر افغانستان دده دبوختياوو له اغېزوسترګې پتې کړو څومره چې دپاکستان لپاره  دده  په مخلصانه هلوځلو او خدمت پورې اړوند ده  نو زه پر کرنيل امام افرين اوشاباس وايم  زه  نوموړى دپاکستان يورښتونى مسلمان بچى بولم چې که څه هم  ددې هېواد  دملي ګټو لپاره   څوڅوځله ورته مرګ داړې هم چينګې کړي خودى له خپل ملي هوډه پر شاشوى ندى زه پرپاکستاني ولس غږ کوم چې پر خپل امام ووياړي.
موږ خو په خپلو چارواکيواو استخباراتي چينل کې دوه کسه هم داسې نلرو چې  د کرنيل  امام  په لسمه برخه هم افغانستان ته مخلص واوسي  ، خپل هېواد ته دومره پټې او ښکاره لاسته رواړنې ولري او په دومره سختوشرايطوکې   د امريکا په څېر لنګه غوا  دخپلو هېواد والو په وچ ستوني کې ولوشي.

 هغه نه دومره اوزګار وو اونه دومره  نېستمن چې له  کوم خبريال سره دې د مستند فلم جوړولو لپاره داجورې په بدل کې داور لومړۍ کرښې او دالقاعده هډې  (وزيرستان) ته چې هره شېبه پکې دامريکا دبې پيلوټه  الوتکو دړندې بمبارې شونتيا ده  ورشي   خو څومياشتې دمخه  رسنيو خبر ورکړ چې    هغه داى اس اى  د  ادارې د يوبل کارکوونکي خالد خواجه سره چې د ده نږدې ملګرى و له يوه بهرني خبريال سره ديوه مستند فلم دجوړولو لپاره  قبايلي سيمو ته سفر کړى و، چې له هغې سيمې  څخه د راګرځېدو پر مهال په لاره کې د ملا منصور په رهبرۍ د لشکر جهنګوي  د ډلې د وسله والو لخوا دواړه ونيول شول  ،
جهنګوي ډلې ددې دواړو کسانو په بدل کې  له پاکستان څخه  ځينې غوښتنې وکړې  ، دحکومت لخوا  يې دغوښتنو په پوره کولو کې دبېړې نه کولو په جرم ! جهنګوي ډلې خالد خواجه وواژه  خو کرنيل امام لا هم ژوندى دى .  زما په باور وزيرستان ته دامام سفر پخپله دده داستخباراتي ماموريت يوه برخه وه ددې حقيقت مرغلره چې دى هلته   چا، ولې  او دڅه لپاره ونيوه  ، ولې خواجه ووژل شو او دى ژوندى دى ، آيا دى رښتيا هم له پاکستان ضد وسلوالو سره بندي   دى ، لاهم دا بهام په سيپۍ کې بنده ده . اوله الله ج وروسته  له څو تنوپيريانو !!پرته نورڅوک ترې خبر ندي .  يو اټکل داهم دى چې ښايي ده  لاسي داډرامه  جوړه کړې وي چې  پدې توګه دتبادلې له لارې  دطالبانواو يا دجهنګوي ډلې   دهغو  بنديانو خوشې کولو ته لار پرانيزي چې پاکستان يې د امريکا له وېرې خوشې کولى نشي .
دجهنګوي لښکر پخواني مشران يا  وژل شوي او يا اسيران دي   اوسنى مشر يې  ملا منصور دى  داډله دپاکستانيو شيعه ګانو پرضدمرګونوفعاليتونو کې لويه ونډه لري  او د پاکستان له کلکو مسلمانوډلو  څخه شمېرل کېږي. جهنګوي لښکر دامريکا په تور لست کې دى ، دالښکر په افغانستان کې هم دافغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېږي او د پاکستان د اردو په وړاندې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم  فعاليتونه کوي. د ځينو رسنيو د رپوټونو له مخې له القاعدې سره هم نږدې اړيکې لري.
  پدې وروستيو کې (د جولاي  په ٢٦ مه)   جهنګوي ډلې  د رسنيو له لارې يو ويديو کيسټ   خپور کړ چې    کرنيل امام پکې  په ډېر بد حالت کې    په يوه ګوښه کې ځاى کې  ناست  په داسې حال کې ليدل کېږي چې   دوه   وسلوالو   د خپلو ټوپکو شپيلۍ   د ده شقيقو ته نيولې دي  اونوموړي  د خپل همزولي هغه  پاکستان     چې ده يې دپرمختګ  ،ځوانۍ او ښېرازۍ  لپاره خپله وينه قرباني  کړې چارواکيوته  ننواتې او زارۍ کوي    چې   بايد هڅه وکړي هغه وژغوري  او د دې کار لپاره بايد  د دې وسلوالو  غوښتنې ومني.
نوموړى په  ډېره الحاح  وايي چې که چيرې زرداري، ګيلاني او کياني دى ونه ژغوري   ، نو  هغه  به د هغو ټولو سياسي لوبو څخه چې پاکستان په دې څوکالونو کې د افغانستان، روسيې، هند او د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندې تر سره کړي، پرده پورته کړي . نوموړى وايي چې هغه  به د يادو شويو هېوادونو په خلاف د پاکستان دټولو سياسي  او استخباراتي فعاليتونو رازونه چې له ده سره شته رسوا کړي اويوبل ويکيليکس به پر خبرو راشي ، چې له شک پرته  د دغو رازونو افشا   پاکستان ته حياتي ارزښت لري او  ډېرې ستونزې  ورته  پيداکولى شي.
    نوموړى ظاهراً په ډېره وېره وايي ،چې  که چيرې   نجات ور نکړل شي نو دخالدخواجه په شان به يې  ووژني.
که چېرې دى په رښتيا هم په دام کې بند وي  نو سړي ته هغه متل وريادېږي چې دپاړوګر مرګ له مارڅخه وي  (دپټو ادارو کارکوونکي په پټو لارو وژل کېږي)   او ياداچې هوښياره مرغۍ نه نښلي او چې ونښلي نو په دوه دامونو کې نښلي .
اوس به ګورو چې د پاڼ اوپړانګ ترمنح ګير  پاکستان کوم يو انتخابوي  ايا پاکستانى ويکي ليکس به لسګونه زره اشد محرم او  استخباراتي  اسناد رسوا کړي او  که دجهنګوي لښکر غوښتنو ته به سرټيت کړي او دظاهراً مخالفو وسلوالوپروړاندې به دتسليمۍ وسله کېږدي  .

 

 


Email: no-reply@Larawbar.com

Name: haqyar@gmail.com

– Tekst uit oorspronkelijke bericht weergeven –
To: larawbar.com@gmail.com, larawbarpost@gmail.com


 Beantwoorden Allen beantwoorden Doorsturen


 Beantwoorden |no-reply@larawbar.com aan mij, larawbarpost
details weergeven 09:39 (6 uren geleden)

Sender’s IP Address: http://lacnic.net/cgi-bin/lacnic/whois?lg=EN&query=202.56.178.162
Message: سرليک :  دا زه څنګه د کاندیدیدو څخه پاتې شوم!!
ليکوال :  د ثاقب لیکنه
ژباړن :
منبع :

متن : دا زه څنګه د کاندیدو څخه پاتې شوم!!
د ثاقب لیکنه
دا د خپل ښار کوڅو، واټونو او دیوالونو ته چې ګورم او ټول پیژاندي او نا پیژاندي د کاندیدانو عکسونه چې پری لګیدلي نو پیښمانه شم چې د تا نه ولی هیر شول چې ځان کاندید کړې، که نور نه نو دا خپل عکسونه خو به دې خپلو خپلوانو، ملګرو او انډیوالانو لیدل او په بعضی مجالسو کې خو به د وکیل صاحب په نامه یادیدلې او کیدای شي چې  تنها د کاندیدو په برکت ټول عمر په خپلو خپلوانو او ټولنه کې د وکیل لقب  درته په برخه شوی وای، افسوس راشي. ولې بلی خواته چې فکر وکړم نو بیا وایم چې یاره هر څه یو حد لري، او کوم شی  او کړنه چې تر حده تیره شي نه بیا په کې هغه اصلي مزه او نه هم په کې هغه اصلي بڼه پاتې کیږي او هم یې هغه اصلي موخه له منځه لاړه شي. تاسو که کله د کابل ښار په کوڅو او واټونو سیخ شی نو و به ګوری چې د موره ټولو لیونیو خپل ځانونه د ولسي جرګی ټولټاکنو ته کاندید کړي، دا یې نه دي کتلي چې آیا دوی د دې لوی بار لاندې اوچیتیدای شي، ایا دوی به د دې جوګه شي چې په ټولټاکنو کې بریالي شي او که بیا بریالي هم شي نو بیا به په ریښتینې توګه د خپل ایمان او وجدان په نظر کې نیولو سره دا لوی رسالت ادا او خپله دنده به سر ته ورسوي. که په کابل کې د راتلونکو ولسي جرګې ټولټاکنو ته د اتیا فیصدو نه زیات د کاندیدانو عکسونو او شعارونو ته لږ پام وکړی او یو څو شیبی پری فکر وکړی،نو و به ګوری چې اول خو یې عکسونه ټول د هندي او نورو فلمو د اکټورانو په څیر اخیستي او شعارونه خو یې چې ګورې نو ولا که خو به یو د ولسي جرګی ته د کاندید په وظایفو، صلاحیتو او مسولیتونو پوهیږي، بس اوریدلې یې دي چې ټولټاکنې دي او ځان کاندید کړه نور پسی ګرځه مه چې څه به کیږي،  ولې خلک خو به دې مختلف د فیشن د پروګرامونو په څیر اخیستي عکسونه ښه په ځیر ځیر وګوري. زه خو چې کله یو کاندید ته په یو عکس کې ګورم نو یو قسم به ښکاري او چې کله یې بل عکس ګورم نو مکمل بل څوک یا کاندید را ته تر سترګو کیږي، نو مونږ نه پوهیږو چې دا رایه ورکونکي بیچاره ګان به یې د رایې اچونې په ورځ په څه تکلیف او له کړاوو نه وروسته پیدا کړای شي او که نه د ده پر ځای به یې بل چا ته خپله رایه کارولې وي. مونږ نه پوهیږو چې دا کوم وجدان او پوهه داسې خلکو ته اجازه ورکوي تر څو ځان کاندید کړي چې د وکالت او او ولسي جرګې په اصلي معنی نه پوهیږي. ډیری کاندیدان می په تلویزوني پروګرامونو کې ولیدل او هغه توضیحات او د خپلو اهدافو په بیانولو په وخت کې ما او زما سره نورو لیدونکو خپل سرونه  له شرمه ښکته کړل او کله خو به مو ښه وخندل چې دا به هسې کوم کامیډي پروګرام وي، ولې بیا به مو چې وکتل چې دا خو ریښتیني کاندیدان دي،  او په دې فکر کې به شووو چې که دا زمونږ د هیوادوالو وکالت وکړي نو دا غوا مرداره در واخله، دا هیواد به تل د نورو قرباني او تر تله به پری د پردیو په اشارو او خوښه لوبې کیږي. د داسې کاندیدانو دا ضمیرونه دومره مړه دي چې لږ خو دا  خپلې ویناوې او مصاحبی په غور وګوری او په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړی چې ا غوندې وکیل به څرنګه د افغانستان د دې دردیدلي ملت استازیتوب وکړي، ښه به دا وي چې په  ډیره میړانه د خپل کاندیداتوری نه تیر شي او خپل وخت په هغه څه تیر کړي چې تر ووده یې وتلای شي.
زمونږ په اند خو که هغه ټول هیوادوال چې ځانونه یې راتلونکو ټولټاکنو ته نومولي د خپل ځان د پاره مهم او کارنده معیارونه وټاکي او وروسته فکر وکړي که په هغې معیارونو پوره وخوت نو ځان دې کاندید کړي چې نه خدای ته ملامت وي او نه د خلکو د مسخرې سبب وګرځي، اوس خو زمونږ هیوادوال تر هر وخت او هر څه نه په سیاسي حالاتو او د سیاسي پوستونو په ریښتیني معیارونو باندی تر هر چا ښه پوهیږي او څوک یې سترګو ته خاورې نه شي اچولی.
زمونږ بله هیله به د ټاکنو د کمیسیون څخه دا وي چې د راتلونکو ټاکنو د پاره  داسې وړ او مفید معیارونه په خپل سیستم کې راولي تر څو تنها وړ او د یو خاص استعداد لرونکي خلک ټاکنو ته د کاندیدو په شرایطو برابر شي. داسې ټاکنو ته د کاندیدو د پاره باید کافي تجربه، اړونده پوهه، په خلکو کې محبوبیت، د خلکو د منځ څخه راوتلی او بعضی د خدمت عملي مثالونه وړاندې کړي تر څود خلکو او د ټاکنو کمیسیون  دواړو ته  د منلو وړ وګرځي. د بیان آزادي او په ټاکنو کې برخه اخیستنه او په اوسنیو شته معیارونو جوړ هیوادوال پوره حق لري چې د خپل کره حق نه پوره استفاده وکړي،  ولې مونږ افغانان صرف دا  آزادي په نظر کې و نه نیسود دې نه مخکې باید د خپلې ټولنې غوښتنې، خپل کلتور ، عنعنات او د اسلامي لارو چارو په رڼا کې خپل ځان ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځوو. زما د ټولو هیوادوالو نه دا هیله ده چې د خپلې شړی نه پښې و نه باسي او  د خپلې شړی په اندازه خپلې پښې وځغوي، نو بیا به نه څوک پری بد وایي او نه به دی خپل وجدان او خدای ته ملامت وي. مونږ په دې تیر پارلمان کې ډیر داسې نارینه او ښځینه غړې ولیدې چې تر آخره یې نه د خپلو موکیلینو مخونه ولیدل او نه د دوی موکلینو د دوی مخونه حتی په تلویزیون کې ولیدل صرف او صرف د ولسي جرګې د ناستې چوکی پری ډکه ښکاریده او په دې تیرو پنځو کلونو کې یې هیواد ته د هیڅ خدمت جوګه نه شول. راځی چې حق ته حق ووایو او پریږدو چې  زمونږ هغه هیوادوال مخته شي تر څو په ریښتیا وکولای شي د دې هیواد په زخمونو پټی کیږدي او همدارنګه د هیوادوالو غږونه او ستونزې د حکومت تر چارواکیو پورې په جدي توګه ورسوي او همدارنګه د حکومت پر ټولو چارو حقیقي او اصولي نظارت وکړي تر څو دا جنګځپلی هیواد د سوکالی او آرامی په لور لاړ شي.